لیکوال: شکران احمدي

د “شریعت مقاصدو” علم ته یوه کتنه (لسمه برخه)

د احکامو علتونه
علت، حکمت، سبب، ملاک او معیار د دین د مقاصدو، د احکامو د فلسفې، او مفاسدو او مصالحو د بحث له کلیدي کلمو او اصطلاحاتو څخه ګڼل کېږي. «علت» ډېرو معناوو لپاره کارول کېږي، چې په مختلفو برخو او شرایطو کې بدلېږي. په دې بحث کې له علت څخه مراد هغه څه دي چې د شارع موخه څرګندوي او تقریباً د حکمت له اصطلاح سره مترادف دی.
د یادونې وړ خبره دا ده چې شاطبي رحمه الله علت د مصلحت او مفسدت په معنا تفسیر کړی او له همدې امله د احکامو مقاصدو ته پوره پاملرنه کوي. د تعلیل اصطلاح، یعنې د شرعي احکامو تعلیل، د د ګټو او مصلحت جلبول او د زیان او مفسدت مخنیوی او دفع کول له همدې ځایه سرچینه اخلي. په بل ځای کې یې د تعلیل پر ځای د تقصید اصطلاح کارولې ده. نو په دې بحث کې به د شرعي مقاصدو د اثبات او انکار په اړه د علماوو نظرونه څرګند شي.
د علماوو نظریات
آیا د خدای تعالی افعال او احکام مقاصد او تعلیل لري او که نه؟ اسلامي پوهان مختلف نظرونه لري، او په دې برخه کې یې اقوال په دوو برخو وېشل شوي دي: د احکامو د تعلیل «منکران» او «معتقدان».
الف: د تعلیل معتقدان
د اهل سنت والجماعت د پوهانو او څېړونکو یوه ډله په دې باور ده چې د فقهاوو په منځ کې هېڅ مخالفت نشته چې د پیغمبرانو شریعتونه په دیني او دنیاوي چارو کې د خلکو د ګټو او مصلحت پر بنسټ ولاړ دي.
شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله دغه نظر د څلورو مذاهبو پیروانو، د حدیثو او تفسیر اکثرو علماوو، فلسفې پوهانو، لومړنیو محدثینو، او ځینو متأخرینو ته منسوب کړی دی.
ابن القيم رحمه الله فرمايي: «د احکامو تعلیل د فقهاوو، اصولیانو، متکلمانو او معتزله‌وو د څېړنې موضوع ده
او بیا یې زیاته کړه: «قرآن او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت د احکامو له تعلیل څخه ډک دي هغه وايي: «که داسې پېښې او موارد یوازې سل یا دوه سوه وای، موږ به پرېښودلي وای؛ خو له زرو څخه ډېر موارد دي
نوموړي په خپل مشهور کتاب إعلام الموقعين عن رَبِّ الْعَالَمِين کې د قیاس د صحیحیت او حُجیت په اړه د احکامو د تعلیل د مسئلې د تأیید لپاره دوه عنوانونه ذکر کړي دي:
  1. «القرآن یعلل الاحکام»: د دې عنوان په تړاو یې ډېر آیتونه وړاندې کړي او هغه کلمې او اصطلاحات یې یاد کړي چې د احکامو په تعلیل دلالت کوي.
  2. «النبی یعلل الاحکام»: د دې سرلیک لاندې یې هم ډېر احادیث روایت کړي چې د ده په اند د احکامو تعلیل ته اشاره کوي.
همدارنګه، مشهور مفسر قرطبي رحمه الله په خپل تفسیر کې وايي: «د نړۍ د پوهانو ترمنځ په دې کې اختلاف نشته چې د پیغمبرانو د شریعتونو وروستۍ موخه د انسانانو ديني او دنیاوي ګټې دي

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version