د حضرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنه ژوندلیک (یوولسمه برخه)
د اموي واکمنانو پر وړاندې د عبدالله کړنې
د همغه کال د حج په مراسمو کې عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د حاکم له استازي څخه پیروي ونه کړه او په لمانځه، افاضه او نورو مناسکو کې یې په خپلواکه توګه عمل وکړ. دا کړنه د اموي خلیفه، یزید ښکاره مخالفت و.
عبدالله بن زبیر رضی الله عنه په مکه کې یوازې نه و؛ بلکې ډېر صحابه کرام او تابعین ورسره موافق او همغږي و؛ په هغو کې مسور ابن مخرمه، عبدالله ابن صفوان، او مصعب بن عبدالرحمن ابن عوف شامل وو. د دې ټولو بنسټیز هدف د پاڅون او مبارزې له لارې د وضعیت بدلول وو؛ ځکه دوی احساس کاوه چې خلافت په میراثي پاچاهۍ بدل شوی او یزید د خلافت د مقام وړ نه دی.
د دوی موخه د منکر له منځه وړل او مخنیوی او له فساد سره مبارزه وه؛ له همدې امله عبدالله بن زبیر د یزید تر مړینې پورې د خلافت او امارت دعوه ونه کړه او ویل به یې: «په خدای قسم! زما موخه یوازې د وضعیت سمول او د حق اقامه کول دي او هیڅکله د شتمنۍ او دنیا په لټه کې نه یم.» هغه به ویل: «پاکه ربه! زه ستا سره لیدل خوښوم، نو ته هم زما سره لیدل خوښ کړه. ما ستا په خاطر ستا له دښمن سره جنګ وکړ، نو ماته د مجاهدینو اجر راکړه.»
د یزید او عبدالله بن زبیر رضی الله عنه تر منځ جګړه
یزید د عبدالله بن زبیر له مخالفتونو څخه سخت په غوسه شو او پرېکړه یې وکړه چې هغه له خپلې لارې لیرې کړي او جګړه ورسره وکړي. دا جګړه د یزید په ژوند کې په دوو پړاوونو کې وشوه:
لومړی پړاو: د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د ورور عمرو بن زبیر برید؛ عمرو بن زبیر چې د خپل ورور له دریځ سره مخالف و، له یزید څخه یې له عبدالله سره د مقابلې لپاره د وسلو او تجهیزاتو غوښتنه وکړه او له زرو جنګیالیو سره مکې ته ولاړ. عبدالله څو ځله هڅه وکړه چې د خبرو اترو له لارې د مکې د حرمت د ماتولو مخه ونیسي او له خپل ورور عمرو څخه یې وغوښتل چې یزید ته ولیکي چې عبدالله جګړه نه غواړي او له هیڅ چا سره اختلاف نه لري؛ خو هغه هیڅکله هم دا نه مني چې یزید ته له زنځیرونو سره لاړ شي. عمرو دا وړاندیز ونه مانه او له جګړې وروسته د عمرو لښکر مات شو.
دوهم پړاو: دا د حصین بن نمیر برید او د مکې محاصره وه. یزید د عبدالله بن زبیر سره د مبارزې لپاره د خپلو هڅو په دوام کې مسلم بن عقبه، چې د حره د ناورین او په مدینه کې د مسلمانانو د قتل عام تر ټولو لوی مجرم و، مکې ته ولېږه. مسلم په لاره کې مړ شو او له هغه وروسته حصین بن نمیر د لښکر مشري پر غاړه واخیسته. هغه د ۶۴ هجري قمري کال د محرم د میاشتې له پای ته رسېدو څلور ورځې مخکې مکې ته ورسېد او د مکې په شاوخوا کې یې خپل لښکر ځای پر ځای کړ او ښار یې محاصره کړ. له بلې خوا عبدالله بن زبیر رضی الله عنه هم د یزید له لښکر سره د مقابلې لپاره خلک تیار کړل. د حره د پېښې مات شوي کسان هم ورسره ملګري شول؛ خو دا ډله د یزید د لښکر په مقابل کې ډېره کوچنۍ وه.
د ۶۴ هجري قمري کال د ربیع الاول په دریمه نیټه حصین بن نمیر د ابو قبیس او د قعیقان په غرونو باندې منجنیقونه ځای پر ځای کړل او په مکه باندې یې د تیږو باران پیل کړ. د عبدالله بن زبیر ځینې سلاکاران لکه مسور بن مخرمه د تیږو د لګېدو له امله په شهادت ورسېدل او ډېر کورونه ویجاړ شول. عبدالله بن زبیر ته پرته له مسجد الحرام څخه هېڅ ځای پاتې نه و او سخت محاصره شو.
د دې جګړې په ترڅ کې، د کعبې په کور کې اور ولګېد، چې د نورو ناخوالو ترڅنګ یو ستر مصیبت و. البته، مورخینو لیکلي دي چې د کعبې سوځول د هیچا اراده نه وه او دا اور لګېدنه په ناڅاپي توګه پېښه شوه.
یزید بن معاویه د ۶۴ هجري قمري کال د ربیع الاول په میاشت کې وفات شو؛ خو د مکې او دمشق تر منځ د اوږد واټن له امله دا خبر د ربیع الثاني د میاشتې په پیل کې مکې ته ورسید. د دې خبر په خپرېدو سره شاميان کمزوري شول. حصین بن نمیر عبدالله بن زبیر ته یو پیغام رسوونکی واستاوه او د ابطح په ځای کې یې د خبرو اترو غوښتنه وکړه. خبرې اترې وشوې او ډېرې اوږدې شوې. حصین عبدالله ته وویل: د یزید له مرګه وروسته موږ له تا څخه بل څوک د خلافت مستحق نه وینو. ته مخکې شه، موږ له تاسره بیعت کوو. بیا زموږ سره شام ته راشه؛ ځکه هغه لښکر چې زما سره دی د شام د مشرانو او مخورو څخه دی. په خدای قسم! هیڅوک به د دې مخالفت ونه کړي او د خلکو امنیت به تامین شي او وینې به خوندي شي او هغه وینې چې زموږ او ستاسو ترمنځ یا د حره په پېښه کې توی شوې دي، جبران به شي.
عبدالله (رض) ځواب ورکړ: «ایا زه هغه وینې پرېږدم او بخښنه وکړم؟ په خدای قسم! که د هغو هر یوه پر ځای ستاسو لس تنه ووژل شي، زه به بیا هم راضي نه شم.» په دې توګه عبدالله د حصین بن نمیر له خوا د خلافت وړاندیز رد کړ.