لیکوال: ابو عائشه

په اسلام کې د امنیت ارزښت (اتلسمه برخه)

څېړونکو د امنیت د دوو ډولونو (شخصي او ټولنیز امنیت) سربېره د امنیت نور ډولونه هم ذکر کړي دي. البته بايد يادونه وشي چې په دې اړه بېلابېل نظرونه شته او هر ليکوال هڅه کړې، چې د امنيت لپاره بېلابېل ډولونه بيان کري؛ لاندې غواړو د ځینې توضیحاتو او تفصيلاتو سره د امنیت مهم ډولونه تشریح کړو:
1. د کورنۍ امنیت؛ کورنۍ د ټولنې او امت په جوړولو کې تر ټولو کوچنی وحدت دی. کورنۍ هغه بنسټ او ستون دی چې ټولنه په جوړښت، صلاح، عدم صلاح او د هغه سموالي په اړه تکیه باندې کوي؛ نو د یوې کورنۍ سم او ښه حالت د یوې ټولنې د ښه وضعیت لامل کیږي، او که د یوې ټولنې کورنۍ ناروغه او ناصالحه وي، نو ټولنه هم د ستونزو او ناخوالو سره مخ کیږي.
هره کورنۍ ممکن د انسانانو یا څارویو لخوا له ځينو خطرونو سره مخ شي. ټول هغه اقدامات چې یوه کورنۍ د دې ډول خطرونو په وړاندې د ساتنې لپاره کوي، لکه: د پرمختللو کیمرو نصبول، د الکترونيکي دروازو قلفونو کارول، په دیوالونو کې محافظ اېښودل، او داسې نور ټول د کورنيو د امنيت لپاره دی.
شخصي او فردي امنیت(چې مخکې ذکر شو)د ټولنې د جوړولو بنسټیز اساس دی؛ خو کورنۍ یوه پراخه دایره ده چې یو کس پکې ژوند کوي؛ ځکه چې کورنۍ د زده کړې او پالنې او د فرد او ټولنې ترمنځ د اړیکو ځای دی؛ په همدې خاطر قرآن کریم او احادیثو د کورنۍ د صلاح او سموالي په خاطر ډېره پاملرنه ورته کړې ده.
امنیت یو له هغو موضوعاتو څخه ده چې د انسان ذهن یې په بېلابېلو زمانو کې مشغول کړی دی. خو په ټولنه کې د امنیت رامنځته کول او د نظم او امنیت د ټینګښت لپاره د ټولنې د خلکو په قانونمندۍ پورې اړه لري. له بلې خوا کورنۍ د ټولنیز جوړښت بنسټ دی، او د ټولنې او کورنۍ روغتیا په یو بل پورې تړلې ده. امنیت د انسان سره يو ځای زیږېدلی دی او د تاریخ په اوږدو کې موږ هیڅ داسې ټولنه نه پېژنو چې د امنیت له اندېښنو او ستونزو څخه يې څه وخت فارغه تېر کړی وي.
2. د مقابل لوري لپاره د امن‌او‌امان اعلام، ښايسته خبرې، ښکلي وينا، سم چلند، تګ راتګ، روغبړ او نورو شيانو نه شتون. حقیقت دا دی چې کله انسان په یوه ټولنه کې خوندي نه وي، په هغه ټولنه کې ژوند د هغه لپاره دوزخ جوړیږي؛ ځکه چې په هره شېبه کې فکر کوي چې پر ده به بريد وشي او تباه به شي؛ خو هغه څوك چې د پخوا څخه مخالف و، امان ورکول شي، او دا ضمانت وركړل شي، چې هيڅوک ستونزه نه ورته جوړوي، نو كولاى شي په ډېره اسانۍ او له كومې اندېښنې پرته خپل ژوند ته دوام وركړي.
3. د عقيدې او باور امنیت؛ د اسلام په دين کې ټول افکار او عقايد، محترم او خوندي دي. د هرې عقیدې خاوندان په بشپړ امنیت کې دي او هیڅکله نه مجبور کيږي چې خپلې عقیدې پرېږدي او د نورو عقاید ومني.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version