لیکوال: شکران احمدي

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځمه برخه)

د شریعت مقاصدو ګټې 
باید پوه شو چې په اسلامي فقه کې د شریعت مقاصد د فقهي احکامو په درک او پوهېدو، او د هغې د استنباط په برخه کې ډېرې او مهمې ګټې لري. اسلامي مفکرینو او فقهاوو د شریعت مقاصدو لپاره څو ګټې بیان کړي دي، چې په لاندې ډول دي:
  1. د احکامو په استنباط کې مرسته کول:
د شریعت د احکامو د علتونو او پایلو پوهه او درک د مجتهد وړتیا او استعداد ته قوت ورکوي، ترڅو د وجوب، استحباب، اباحت، کراهت او تحریم له مخې د شریعت عمومي او خاص حکمتونه او مقاصد په پام کې ونیسي او د شریعت له دلائلو څخه د احکامو استنباط وکړي.
لکه څنګه چې علامه ابن رشد رحمه الله د «بداية المجتهد» په کتاب کې په ډېرو ځایونو کې د اختلاف اسباب او د احکامو علتونه څېړلي دي. په ځانګړې توګه، د دلائلو د تعارض په صورت کې، د مقاصدو پوهه مجتهد ته په غوره پرېکړه کې مرسته کوي.
کله چې په ظاهره د دلایلو تر منځ اختلاف او تعارض څرګند شي، نو مجتهد کولای شي د دې علم په مرسته د اختلافي دلایلو تر منځ جمع، تطبیق یا ترجیح په پام کې ونیسي.
همدارنګه، د شریعت په مقاصدو پوهېدنه له مجتهد سره د احکامو په سم تطبیق کې مرسته کوي. لکه څنګه چې قرآن کریم د قصاص په اړه فرمایي: «وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ» یعنې، (ستاسو لپاره په قصاص کې ژوند دی، ای د پوهې خاوندانو؛ ښایي تاسو پرهیزګار شئ.)
د فقهې ځینې مذهبونه د قصاص د پلي کولو په اړه هغه وخت موافق نه دي چې وژنه د جارحه آلې په وسیله نه وي شوې؛ بلکې په دروند وسیله لکه یوه لویه ډبره ترسره شوې وي. دوی استدلال کوي چې که د قتل وسیله جارحه نه وي، قصاص اړین نه دی. خو ځینې نور مذهبونه بیا د قاتل باطني نیت ته پام کوي او وايي چې د مقتول په وژنه کې د لویې تيږې کارول د نیت څرګندونه کوي، او له همدې امله قصاص واجب دی.
ځکه که په داسې حالت کې قصاص واجب نه وي، هر څوک چې د بلچا د وژلو اراده ولري، په غیر جارحه وسیله یې وژني او د خطا ادعا به کوي. له همدې امله د شریعت مقاصد او موخې په دې صورت کې د قصاص غوښتنه کوي.
2.د مسایلو د حکمونو په استنباط کې لارښوونه:
په نویو مسایلو کې د فتوا سموالی، اعتدال او افراط د فتوا له قواعدو او د شریعت له مقاصدو څخه پېژندل کیږي. نو فتوا باید د دین له اساسي مقاصدو او احکامو سره په ټکر کې نه وي.
ځینې مفتیان د شریعت اهدافو ته د نه پاملرنې له امله د فتوا په صادرولو کې له حده تېري کړي دي او په افراط اخته شوي دي. په هغو مسایلو کې چې شرعي نصوص محدود وي او نوي مسايل زیات او غیر محدود وي، د شریعت مقاصد د حکم د استنباط لپاره غوره لارښود ګڼل کیږي.
ځیني مسایل، لکه د مور د شیدو بانکونه، له یوه انسان څخه بل انسان ته د غړو لیږدول او نښلول، په الوتکه کې لمونځ کول او نور ورته مسایل، د شریعت مقاصدو په پام کې نیولو سره خپل صحیح حکم موندلی شي.
که څوک غواړي له مرګ مخکې خپله نطفه (منوي حیوانات) جامده کړي تر څو له مړینې وروسته یې ښځه حامله شي او وروسته اولاد ولري او هغه ماشوم مړي خاوند ته منسوب شي، نو که څه هم دا په ظاهره ښه ښکاري او د دې کار لپاره په لوېدیځ کې بانکونه شتون لري، خو دا کار د شریعت ګټو او مصالحو خلاف دی.
ځکه چې دا د فحاشۍ او فساد لامل ګرځي او امکان لري چې د بل نارینه نطفه ښځه امیندواره کړي او د کورنۍ او نسبونو د ګډوډۍ سبب شي.
همدارنګه، د اولاد د پیداکولو لپاره د نورو ښځو د رحم اجاره اخیستل هم د شریعت خلاف کار دی، ځکه ماشوم له مور پرته د نورو منوي حیواناتو څخه جوړېږي، او په حقیقت کې د هغه ماشوم مور نه ګڼل کېږي. لکه څنګه چې خدای تعالی فرمایي: «إِنْ أُمَّهَاتُهُمْ إِلَّا اللَّائِي وَلَدْنَهُمْ»؛ یعنې، (دوی هیڅکله د دوی میندې نه دي، یوازې د دوی میندې هغه دي چې دوی یې زیږولي دي.)
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version