سیاسي لیبرالیزم، چې یوه سیاسي نظریه ده، د زغم او تساهل، فردي حقونو او آزادیو په اصولو ولاړه ده. د دې نظریې له مخې، دولت بايد د هېوادوالو په شخصي چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او شخصي حریم او فردي حقونو ته درناوی وکړي. د دغو حقونو له جملې څخه د بیان او عقیدې ازادي ده، چې د دیني عقیدې او نظریاتو ازادي هم پکې شامله ده؛ دا په دې مانا چې د ټولنې هر وګړی باید په ازاده توګه خپله دیني عقیده او باور څرګند کړي. فريدريش شلایر ماخر، جرمنی فيلسوف (۱۸۳۴-۱۷۶۸) د دیني ليبراليزم د معمار په توګه پيژندل کيږي.
د ژغورنې عقیده؛
دا عامل چې د دیني پلورالیزم یا کثرت پالنې په رامینځته کیدو کې ترټولو مهمه کلامي مسله ده ، د عیسویت په کلام کې پدې معنی ده چې یوازې هغه څوک چې د عیسی مسیح په ربوبیت او فدیه یي مړینې باور لري د الهی عذاب څخه به خلاص او وژغورل شي. هغه خلک چې دا ډول عقیده نلري یا تعمید شوي نه دي، هغوی نشي کولی جنت ته ننوځي. د دې ځانګړي او انحصاري نظر په وړاندې، کاتولیک کشیش کارل راینر (1904-1984) د شمولیت نظریه وړاندې کړه، چې په دې باور وو چې د نورو مذهبونو صالح پیروان هم ژغورل کیدی شي؛ ځکه چې په حقیقت کې دوی هم په یو ډول مسیحیان ګڼل کیږي. په هرصورت، ټولشمولیت لا تر اوسه عیسویت د نجات یوازینۍ لار ګڼي.
د اروپا د دین او ملت په اړه لنډه لیکنه
په تاریخي کتنې سره دا ویلی شو چې اروپایان له دوه درې زره کلونو راهیسې له اصلي آسماني دین سره ډېر اشنا نه وو. په اروپا کې د دینونو تاریخ دا په ګوته کوي چې حتی که عیسویت دې وچې ته رسیدلی وي، دا لیږد د یهودانو لخوا د تحریفونو سره مل و؛ له همدې امله عیسویت چې په لومړۍ پیړۍ کې اروپا ته داخل شو د اصلي آسماني تعلیماتو څخه خورا لرې و او په یو بدل شوي او تحریف شوي دین بدل شو چې د نفسي خواهشاتو او انساني نیمګړو افکارو او نظریاتو سره ګډ و.
د اروپا د عیسویت په تاریخ کې د دې مذهب پیل د شائول په نوم یو کس ته منسوب کیدی شي چې د پاول په نوم پیژندل کیږي. پاول، کله ناکله په بائبل کې “سولس” نومیږي، د لسم عیسوي کال په شاوخوا کې په طرسوس ښار کې په یوه یهودي کورنۍ کې زیږیدلی و، چې اوس د عصري ترکیې برخه ده. د روم خدمت ته د ننوتلو وروسته، هغه د خپل عبراني نوم ساؤل پر ځای د پولس یوناني نوم غوره کړ، چې معنی یې “کوچنی” دې. پولس په یوناني او رومي ژبو مسلط و او د یوناني کلاسیک ادب د مشهورو اثارو سره بلد و؛ همدا رنګه هغه د خیمو د ګنډلو په سوداګرۍ کې هم بوخت و او څو ځله یې بیت المقدس ته سفر کړی و. په بیت المقدس کې یې دیني علوم او تلمود له ګملیل بن هیلیل څخه زده کړل چې یو له مشهورو مقاماتو څخه و. لومړی، هغه د عیسویانو سخت مخالفت وکړ او په بیت المقدس کې ډیری یې ووژل. له یو لړ پېښو وروسته یې ظاهراً عیسوي مذهب ته مخه کړه او په دې توګه دغه آسماني دین له انحرافاتو او بدلونونو سره مخ شو او تثلیث یې د مسیحیت تر ټولو مهمه عقیده وبلله، چې له مخې یې یواځینی خدای په درېیو کسانو کې (پلار، زوی او روح القدس) شتون لري او عبادت یې کیږي.
په څلورمه میلادي پیړۍ کې د روم واکمن قسطنطین (۲۸۰-۳۷۷هـ ق)مسیحیت په رسمیت وپېژاند؛ خو دا عیسویت ریښتیني او آسماني نسخه نه وه، بلکې یوه تحریف شوې بڼه وه چې د خپل دولتي ځواک په کارولو سره یې په اروپا کې خپره کړه. ډیری کارپوهان په دې اند دي چې د دې واکمن مسیحي کېدل هم د یهودانو له دسیسو څخه وو چې د عیسویت د تحریف او تخریب لپاره یې په هر کار لاس پورې کول. په نهایت کې ، دا پیښې د دې لامل شوې چې اروپایان د انساني افکارو او غوښتنو پراساس یو تحریف شوی دین په میراث یوسي.
هر سالم انسان د خپل خدای پالونکي او حقیقت غوښتونکي فطرت پر بنسټ تل د خپل ژوند په اوږدو کې د داسې دین په لټه کې دی چې روح یې لوړ او معنوي سکون ترلاسه کړی. په 15 پیړۍ کې، رینسانس پیل شو؛ د اروپا خلک د کلونو له سرګردانۍ او حيرانتيا وروسته دې پايلې ته ورسېدل چې مسيحي دين نه شي کولای دوی ته عزت او وقار ورکړي او روحونه يې په فضيلتونو سينګار کړي؛ ځکه د خدای، انسانیت، انساني صفاتو او کایناتو په اړه د د غه تحریف شوي دين نظریات غلط او له خطا ډک وو.
له همدې امله د اروپا خلکو په فکري او کلتوري انقلاب لاس پورې کړ او د دوی کارپوهانو پریکړه وکړه چې له یوې خوا خپل دودیز دین پریږدي او له بلې خوا د لرغوني یونان اثار مطالعه کړي او د هغه پر بنسټ یو مکتب او آئین جوړ کړي چې د هغه د ښوونو او تعلیماتو په رڼا کې وکولی شي نېکمرغۍ او هوساینې ته ورسیږي، اما له دې څخه ناپوه چې ریښتینې خوښي او نېکمرغي په بل څه کې دې.
له همدې امله، دوی د یونان تیر آثار، افکار او فلسفې بیاځلي ژوندۍ کړې او د خپل نړۍ لید او باورونو بنسټ یې ورګرځول. نو بې له شکه ټول هغه فکري مذهبونه چې نن ورځ په لوېديځه نړۍ کې مطرح شوي دي ريښې يې د پخوانيو يوناني فيلسوفانو په افکارو او فلسفو کې موندل کېدی شي البته د ډاروینیزم، مارکسیزم، ډیموکراسۍ، کثرت پالنې او نورو فکرونو په شمول. په بل عبارت، ټول هغه نظريات او نړۍ لیدونه چې نن ورځ له لوېديځې نړۍ څخه نورو هېوادونو ته صادرېږي، په لرغوني يونان کې موجود وو او د هغه وخت فيلسوفانو وړاندې کړي دي. په داسې حال کې چې د دغو فیلسوفانو اکثریت مشرک او ګمراه خلک وو او په څو خدایانو یې باور درلود.
د ناپوهۍ پروګرام
لکه څنګه چې مو يادونه وکړه، د انساني ژوند په ټول تاريخ کې انسان تل د رڼا او ژغورنې او خلاصون لارې په لټه کې دی، خو دا څرګنده او روښانه ده چې انسان هيڅکله په خپل انساني عقل او پوهې باندې په تکیه کولو سره د خلاصون او نېکمرغې د ترلاسه کولو توان نلري؛ ځکه چې انسان یو کمزوری او محدود موجود دی او د عقل، اورېدو، لید او زړه وده یې محدوده شوې ده. نو ځکه انسان نه شي کولای چې له دې چوکاټه بهر مسایل په یوازې ځان سره درک کړي او په خپل عقل تکیه وکړي. امام شافعي رحمه الله فرمايي:«د انسان عقل یو حد لري چې نهایتا تر همغه حده پورې یې کارولی شي، لکه څنګه چې د انسان لید یو حد لري چې تر همغه حده لیدلی شي.»
عقل هغه غریزه ده چې د انسان په وجود کې د ښه او بد د پوهیدو او د حق او باطل د توپیر لپاره خلق شوې. دا غریزه د انسان د چاپیریال، تجربو او مطالعاتو پر بنسټ د ودې او مثمریت وړتیا لري.
نو د انسان د عقل وروستۍ محدوده او چوکاټ عبارت دې د هغه د ټولو تجربو او هغو علومو څخه چې د ژوند په اوږدو کې یې ترلاسه کړي دي، نو د انسان عقل محدود دی ځکه د هغه ژوند، تجربه او مطالعه هم محدوده ده.
له یوه عالم نه پوښتنه وشوه چې ایا عقل زیاتیږي؟ هغه ځواب ورکړ: «هو، د علماوو او فقهاوو په ملګرتیا سره» د «عقل» کلمه د “عَقَلَ” له ریښې څخه اخیستل شوې چې معنی یې محدودول یا تړل دي. ښایي د عقل د نومولو لامل همدا وي چې دا وړتیا د انسان د نامناسبو کارونو مخه نیسي. له همدې امله، عقل د پوهیدو او ژوند کولو وسیله ده، نه د اندازه کولو لپاره یو خپلواک او بشپړ معیار؛ ځکه چې هوښیارتیا د مختلفو خلکو او چاپیریال له مخې توپیر لري او محدودیتونه هم لري. حتی د ټول انسانیت عقل هم محدود دی او د مادي نړۍ له ادارکاتو، حسیاتو او ترلاسه شوو تجربو څخه بهر نه ځي.
که فرض کړو چې موږ د تاریخ په اوږدو کې د خلکو په منځ کې تر ټولو پوه، کامل، هوښیار او زړه سوانده خلک راغونډ کړو، په دې شرط چې دا خلک د علم له لامحدود سرچینې یعنې وحیې سره تړلي نه وي، او یوازې د خپل عقل او حکمت پر بنسټ د انسان د مصلحت او نېکمرغۍ په اړه یوه طرحه جوړه کړي، دا طرحه یا پروګرام د “ناپوهۍ پروګرام” پرته بل نوم نه لري؛ ځکه چې یوازې د انسان عقل د دې توان نه لري چې حتی د خپل وجود په جزیاتو هم بشپړ پوه شي، د نورو موجوداتو بشپړ پېژندنه او د انسان د نېکمرغۍ او خلاصون لپاره د پروګرام وړاندې کول خو لا پرېږده. دا ډول مکتب چې د انسان لخوا وړاندې شوی د غیب او شهادت د پوهې د محدودیتونو او د نورو پیښو او موجوداتو سره د محدود ارتباط له امله نیمګړی او د جهالت سره مل دی او نشي کولی انسان وروستي هدف ته ورسوي. نو هغه پروګرام چې يوازې د انساني عقل او تجربو پر بنسټ وي خامخا به نيمګړتياوې، ناپوهي او ظلم ولري او نشي کولی حکیمانه او عادلانه پروګرام واوسي.
هغه فرضي وضعیت چې موږ پورته پرې بحث وکړ ، هغو کسانو پورې اړه لري چې له وحیې پرته د نورو انساني ښو صفتونو او کمال څخه برخمن وي. که موږ د نړۍ اوسني حالت ته په رښتيني ډول نظر واچوو، نو وبه ګورو چې په نننۍ نړۍ کې د اوسنیو مکتبونو او نافذو قوانينو زياتره بنسټ ايښودونکي او جوړوونکي نه يوازې مصلح او خير غوښتونکي نه دي، بلکې له بده مرغه د ګټې غوښتونکي او ګوند پاله او توکم پاله دي او له ایمان او تزکیې څخه لرې دي. په صفاتو سره ، موږ له داسې نړۍ څخه څه تمه کولی شو چې د داسې خلکو په پروګرامونو سره اداره کیږي؛ هغه نړۍ چې په فساد، ګمراهۍ او ظلم کې ډوبه او له اصلاح او نجات څخه لرې ده؟
د نړۍ اوسنی حالت د سورت روم په 41 آیت کې په لاندې ډول بیان شوی دی:«ظهر الفساد فی البر و البحر بما کسبت ایدی الناس لیذیقهم بعض الذی عملوا لعلهم یرجعون»؛ په ځمکه او سمندر کې تباهي او فساد د هغو کارونو له امله دی چې خلکو کړي دي؛ خدای به دوی ته د خپلو عملونو ځینې پایلې وڅکي ترڅو دوی له خوبه راویښ شي او د ګناه کولو مخه ونیسي» دا آيت په ښکاره ډول څرګندوي چې په نړۍ کې ستونزې او فسادونه د انسانانو د اعمالو له امله رامنځته کېږي او له دغو مصيبتونو څخه موخه د هغوى راويښېدل او سمې لارې ته راګرځول دي.