لیکوال: م . فراهي "توجګي"
د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغوی اغېزې (پنځه پنځوسمه برخه)
د کلتوري یرغل پایلې
کلتوري یرغل د یوې ټولنې د کلتور د له منځه وړلو او د خپل کلتور د ځای پرځای کولو او خپرولو لپاره ترسره کیږي؛ ځکه کلتور د ټولنې هويت جوړوي. له همدې امله، کلتوري یرغل به خورا ویجاړوونکې او خطرناکې پایلې ولري. دلته یې ځینو ته اشاره کوو:
1- د عقایدو او باورونو له منځه وړل؛
د کلتوري یرغل یوه خطرناکه پایله دا ده چې د ریښتیني باورونو او ارزښتونو د تباهۍ او بربادۍ یا کمزورۍ لامل ګرځي.
باورونه د ټولنې د کلتور تر ټولو مهم رکن دی، او د ټولنې غړي معمولا د خپلو باورونو پر بنسټ عمل کوي. که دوی رښتیني عقیدې ولري، چلند به یې عقلي او خدایي وي؛ خو که د ټولنې د غړو رښتیني عقیدې کمزورې او یا له منځه ولاړې شي، نو ښکاره ده چې د هغوی چلند به هم بدل شي او ناسم، خود غرضه او بد اخلاقه چلند به د ښه، خدایي او سالم چلند ځای ونیسي.
له همدې امله، سم او ریښتیني باورونه او ارزښتونه خورا مهم دي او د ټولنې د غړو د کړنو او چلندونو په سمولو کې پرېکنده رول لوبوي؛ ځکه چې ایمان او ریښتینې عقیده اصل او اساس دې؛ لکه څنګه چې د یوې ونې ریښې خرابې شي نو میوه نه ورکوي، همدا شان انسان هم که له رېښتونو باورونو څخه بې برخې شي، ښه او ګټور چلند به ونلري.
له همدې امله په قرآنکریم کې تل له نیکو اعمالو مخکې ایمان ذکر شوی دی ترڅو وښيي چې ایمان اصل او بنسټ دې او د قدر وړ اخلاق او سم چلند د ایمان او ریښتیني عقیدې په اساس جوړیږي.
په دې اړه قرآن کریم فرمایي:«الذین آمنوا و عملوا الصالحات طوبی لهم و حسن مآب»؛( هغه کسانو چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي، د هغوی لپاره تر ټولو پاک ژوند او ښه پای دی) [رعد: ۲۹]
په حقیقت کې د انسان ارزښت او اعتبار د ایمان او ریښتیني عقیدې په اساس دی او که د ټولنې غړي رښتیني باورونه ونه لري نو د حیواناتو په پرتله به ټیټ او ذلیل وي. همدا لامل دی چې خدای تعالی مؤمنان د غوره مخلوق په توګه معرفي کړي دي او کافران چې د ریښتیني عقایدو څخه بې برخې دي د ټیټ او ذلیل مخلوق په توګه معرفي کړي؛ لکه څنګه چې په دې باره کې فرمایي: «ان الذین کفروا من اهل الکتاب و المشرکین فی نار جهنم خالدین فیها أولئک هم شر البریة. ان الذین آمنوا و عملوا الصالحات أولئک هم خیر البریة؛» ( کافران له اهل کتابو څخه او مشرکان په دوزخ کې دي؛ دوی د تل لپاره په کې پاتې کیږي؛ دوی تر ټولو بد مخلوق دي. (مګر) هغه کسانو چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه یې کړي دي (د الله) تر ټولو غوره مخلوقات دي.
کلتوري یرغلګر د خپلې مطلوبې ټولنې د کلتور د له منځه وړلو او د خپل فاسد کلتور د ځای پر ځای کولو لپاره، ترټولو لومړی او مهم کار دا کوي چې حقیقي او ریښتینې دیني عقیدې له منځه یوسي او تخریب یې کړي او د ټولنې د غړو ریښتیني عقیدې کمزورې او یا له منځه یوسي؛ ځکه چې په دې کړنې او د کلتور د ونې د ریښې او بنسټ په له منځه وړلو سره، دوی کولی شي په چټکۍ سره خپلې موخې ترلاسه کړي. د اسلام دښمنان د ایمان او د ټولنې د غړو د باورونو د تحریف او له منځه وړلو لپاره له بېلابېلو لارو چارو لکه د حقايقو تحريفول، درواغ ويل، د مقدساتو او ديني مشرانو په خلاف د افواهاتو خپرول، په رسنيو کې د ذهنیتونو د خرابولو په موخه د شک او شبهاتو خپرول او داسې نورو… څخه کار اخلي.