د اهل سنت او جماعت ځانګړنو ته یوه کتنه (دوهمه برخه)
په قرآن او سنت کې د اهل سنت او جماعت اصطلاح
د اهل سنت او جماعت اصطلاح د رسول الله صلی الله علیه وسلم له معتبرو احادیثو او د قرآن کریم له آیاتونو څخه اخیستل شوې ده. د قرآن کریم په ډېرو آیتونو کې د اسلام د پیغمبر او د هغه د اصحابو د پیروانو یادونه شوې ده. د هغه آیتونو څخه ځینې دا دي:
1. «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ»؛ ژباړه: «ای مؤمنانو د الله او رسول اطاعت وکړئ.»
2. «وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَاحْذَرُوا»؛ ژباړه: “د خدای او رسول اطاعت وکړئ او د خپل ځانونو ساتنه وکړئ [د خدای او پیغمبر له مخالفت څخه].”
د صحابه کرامو د اتباع په اړه هم الله تعالی فرمايي:
1. «وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ»؛ ژباړه: «د لومړنیو مهاجرینو او انصارو مخکښان او هغه کسان چې د هغوی لاره یې په نیکۍ سره تعقیب کړه او د هغوی لاره یې مخته بوتله، خدای هم له هغوی څخه راضي دی او هغوی هم له الله تعالی څخه راضي دي».
2. «وَمَنْ يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيرًا» ژباړه: «څوک چې له پیغمبر سره دښمني وکړي وروسته له دې چې د هدایت لاره ورته څرګنده شي او د مؤمنانو له لارې پرته بله لاره غوره کړي، موږ به هغه، هغه لوري ته هدایت کړو چې هغه خوښوي او دوزخ ته به یې داخل کړو، او دوزخ څومره بد ځای دی.»
بې له شکه چې رښتیني مومنان د اسلام د پیغمبر اصحابان دي. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی دوی ریښتیني مومنان بولي او فرمایي: