د جنازې لمونځ؛ روزنيز او ټولنیز ټکي يې (درېیمه برخه)
۵- د ژوند او مرګ په معنی کې تدبر کول
د جنازې لمونځ او د ميت لپاره د لمانځه اقامه کول د ژوندي ژوند ته معنی ورکوي. هغه څوک چې په دې مذهبي مراسمو کې برخه اخلي د ژوند حقیقت او د مرګ ریښتیني معنی به درک کړي. د دنیا ژوند په حقیقت کې د ابدي ژوند لاره ده چې د مرګ له دروازې پرته بله لاره نه لري.
د ژوند او مرګ د معنی په اړه فکر کول د جنازې د لمانځه په مراسمو کې په ښه طريقه ممکنه کيږی؛ ځکه چې د جنازې په لمانځه کې د مهمو روزنيزو ټکو څخه چې انسان ورسره مخ کیږي د ژوند په معنی سمه پوهه ده (دا چې ژوند ډېر لنډ دی او دنيا د اوسیدو ځای نه دی) او له بلې خوا د مرګ معنی پوهېدل کيږي (چې د انسان لپاره د آخرت لاره ده.)
د خپل مسلمان ورور د جنازې په ليدلو سره مسلمان انسان هيڅکله له ژونده نه نا اميده کيږي، بلکي ځان د دين او ژوند د ټولو پلانونو مسوول ګڼي او د خپل ژوند د سوکالۍ لپاره به هلې ځلې کوي. او دا هماغه معنی ده چې هغه د خپل ژوند لپاره اخستې ده او مرګ د ژوند پای نه بلکې د ابدي ژوند لاره ګڼي.
۶- د لذتونو له منځه وړونکی
په حقیقت کې کله ناکله د ارادې د کمزورتیا او کله هم د سستۍ له امله انسان په لنډمهاله لذتونو اخته کیږي او هغه شی چې دا لذتونه له منځه وړي هغه د مرګ یادونه ده.
او د جنازې په لمانځه کې شته منظره د “مرګ” تر ټولو ښه يادونه ده؛ ځکه چې کله انسان د خپل مسلمان ورور جنازه وویني نو پوهيږي چې د هغه وروسته به د ده وار وي او دا فکر هغه اندیښمن کوي او هغه واړه لذتونه چې د لویې تباهي لامل کیږي هېروي او د هغو پر لور یو ګام هم نه پورته کوي.
د مرګ یادونه د ګناه د خوښۍ له مینځه وړو لپاره یو له غوره لارو څخه ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اذکروا هادم اللذات، قیل: ما هو؟ قال: الموت.»
انسان باید په دې پوه شي چې د ګناه په پایلو پوهېدل به د انسان په روح او چلند باندې خورا ګټوره اغېزه ولري. کله چې یو څوک دا مسله په سمه توګه درک کړي، نو هغه به د ګناه په پرېښودلو کې ډېر ثابت وي.
کله چې یو څوک هديرې ته د ننوتلو دعا ووایي: «انا بکم لاحقون» “موږ به تاسو سره یوځای کيږو.” دا د مؤمن په ذهن او روح کې دا احساس پیدا کوي چې د هر انسان وار به په خپل وخت کې راځي او مسلمان باید له دې واره غافل نه وي. داسې يو وار او نوبت چې د هغه ټاکلی وخت له خدای پرته بل څا ته معلوم نه دی.