لیکوال: "ابوعائشه"
معتزله (پنځه پنځوسمه برخه)
عقل په اصطلاح کې
د عقل د اصطلاحي تعریف او د هغه د ماهیت د بیان په اړه، ډېر نظرونه شتون لري چې ځینې یې لاندې ذکر کوو:
ځينې خلک وايي: ” عقل هغه ځواک دی چې په واسطه يې د معلوماتو د حقايقو تر منځ جلاوالی رامنځته کوي”.
ځينې وايي: “عقل هغه اړخ دی چې د نورو علومو او اړخونو سره مخالفت کوي”؛
ځینې وايي: “عقل د غريزې، حکمت او هوښیارۍ ترکیب دی.”
ډاکټر محمد عبد الفتاح په خپل کتاب کې د عقل د اصطلاحي تعریف په اړه له مختلفو څرګندونو وروسته لیکي: «دا ویلای شو چې «عقل» په خپل اصطلاحي معنا کې، د توپيرونو، اختلافاتو او بېلابېلو نظرونو سره سره یوه مشترکه نقطه کې سره یوځای کیږي او هغه ټکی دا دی چې عقل د انسان په ادراکي فعالیت کې یو لازمي عنصر دی او عقل لومړۍ قاعده ده چې انسان د هغه په واسطه تأمل، تفکر، دقت او استنباط پيل کوي، او عقل د سمې لارې د موندلو غوره وسیله ده. البته، په دې شرط چې د منفي اغیزو څخه لرې وي.»
د معتزلهو په وینا د عقل مقام
معتزله په خپلو ډېرو نظريو کې پر عقل تکيه کوي او هغه د قوي دليل په توګه مني، نو ځکه دوی له ډېرو هغو شيانو څخه انکار کوي چې له عقل سره سمون نه خوري.
امام نووي رحمه الله د عقل په باره کې د معتزلهو د نظر په اړه داسې وايي: «معتزله په دې عقیده دي چې ثواب، عقاب، جنت، دوزخ، واجب، حرام، مکروه او داسې نور په عقل سره ټاکل کیږي. هغه څه چې عقل يې حرام ګڼي هغه حرام دی او کوم شي چې عقل يې حلال ګڼي هغه حلال دی، او هغه څه چې عقل یې واجب بولي هغه واجب دی، او هغه څه چې عقل یې مباح وګڼي هغه مباح دی؛ ځکه چې د معتزله په اند عقل د نصوصو قاضي او حاکم دی. نو عقل اصل دی او نص فرع.»
ځینې معاصر اندپوهان په دې برخه کې د معتزلهو د نظر ستاينه کړې ده او د اوسني روښانتيا او عقلانيت لپاره يې هغه نظریه مناسبه بللې ده، چې په راتلونکيو برخو کې به پرې تفصيلي خبرې وکړو.
د موضوع خلاصه دا ده چې د معتزله له نظره عقلي استدلال پر کتاب او سنت مقدم دی. ځکه چې په عقل سره ښه له بدو سره توپیر کیږي او په عقل سره دا درک کیږي چې کتاب، قياس او اجماع حجت دي او که نه، او عقل د نورو منابعو لپاره د اعتبار ورکولو اصل دی، او د هغه په واسطه د دلایلو ثبوت او بطلان معلومیږي، او زموږ لپاره مناسبه نه ده چې د نورو شرایعو د بطلان ادعا پرته د عقل له نظارت څخه وکړو.
له همدې امله معتزله عقل لومړی دليل ګڼي او له نورو اصولو او عقايدو مخکې يې ګڼي او عقل (د دوی په اند) په نورو دلايلو مخکې دی. ځکه چې عقل د هر څه په پوهېدو کې چې وروسته راځي لومړی منځګړی دی، نو عقل لومړی هغه شی دی چې نور مهم دلایل لاسته راوړي او د عقل یو امتیاز دا دی چې د هغه له لارې د کتاب حجیت معلومېږي او عقل د تکلیف مدار او اصل دی.
دغه نظر قاضي عبدالجبار په صراحت او وضاحت سره ذکر کړی دی چې: «لومړی دلیل، عقلي دلیل دی؛ ځکه د هغه په واسطه پوهېدل کیږي چې کتاب الله حجت دی، او همدارنګه سنت او اجماع. کېدای شي چې ځینې د دې ترتیب څخه تعجب وکړي او داسې ګمان وکړي چې ادله په ترتیب سره: کتاب الله، سنت رسول الله او اجماع دي، او ګمان وکړي که چیري عقل په دې شیانو دلالت وکړي هغه مؤخر دی، نو باید وویل شي چې داسې نه دی؛ ځکه الله تعالی د عقل خاوندانو ته خطاب کړی دی، او د عقل په وسیله پوهېدل کیږي چې کتاب الله، سنت رسول الله او اجماع حجت دي، نو عقل د دې باب اصل دی.»
د معتزلهو یو اصل په نقل باندې د عقل تقدیم دی، په نقل باندې د عقل تقدیم دا معنا لري چې معتزله د تقبیح او تحسین مسله د عقل په اختیار کې ایښې ده، او هغه څه چې تقبیح او تحسین کوي هغه عقل دی.