لیکوال: "ابوعائشه"

معتزله (نهه څلوېښتمه برخه)

 
د معتزله‌و دلایل
 معتزله د خپلې ادعا (د قيامت په ورځ د ميزان انکار) د ثابتولو لپاره څو دلايل بيان کړي دي او هغه يې د شبهې په توګه بيان کړئ دي چې د هغو انکار وکړي.
۱. اعمال اعراض دي؛ شايد د هغو راګرځېدل شوني وي، خو وزن کول يې ناشوني دي؛
۲. اعراض په سپکوالي او دروندوالي نه متصف کیږي، هغه څه چې په هغه توصيف کيږي هغه جوهر دي؛
۳. ټول عملونه خدای تعالی ته روښانه او مشخص دي؛  نو وزن یې بې ګټې دی.
 د معتزله‌و د دلایلو ځواب
 له مخکنیو مواردو څخه څرګندیږي چې معتزله د وزن او ميزان د انکار هیڅ دلیل هم نه لري، پرته له ځینو عقلي شبهو چې د عقیدې په بحث کې یې د هغو څخه استدلال صحیح نه دی. [ځکه چې عقيدتي مسایل باید په قران کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحیح احادیثو ثابت وي]؛ خو دا ډله د عقل په تقديس اخته شوي او هغه يې له خپل مقام څخه په لوړ مقام کې ايښي دي. علمای کرامو د دغه ډلو لپاره مختلف ځوابونه بيان کړي چې موږ يې ځينې ذکر کوو:
 الله سبحانه و تعالی هغه عملونه چې اعراض دي په اجسام او جوهرو بدلوي او هغه وزن کوي، په اسمانونو او ځمکه کې هیڅ شی شتون نلري چې خدای سبحانه و تعالی عاجز کړي، او الله سبحانه و تعالی په هر څه قادر دی، ځينو متکلمينو له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت کوي چې وايي: « الله جل جلاله اعمال په اجسامو بدلوي، او بیا به یې د قیامت په ورځ وزن کړي.» او د دې لپاره بې شمیره دلیلونه او شواهد شتون لري.
 علامه تفتازاني په “شرح عقائد” کې د معتزله‌و د نظر له څرګندولو وروسته په ځواب کې لیکي:  « په حديث شريف کې راغلي چې اعمال وزن کيږي، نو کومه ستونزه نشته.»
 دی د هغو په ځواب کې چې وايي: “د اعمالو وزن عبث دی.” داسې لیکي: «که فرض کړو چې د الله سبحانه و تعالی اعمال په اعراضو او مقاصدو معلل دي، خو بيا هم د هغه په وزن کې داسې حکمتونه شته چې موږ نه پوهیږو. او دا چې موږ د هغه له حکمت څخه خبر نه یو، دليل نه شي کېدای چې هغه عبث وګڼو.»
 او دا چې لومړني معتزله ميزان د عدل او انصاف باندې تعبیر کوي هم باطل دی، ځکه چې ميزان له عدالت څخه توپير لري او له کتاب او سنت څخه ثابته شوې ده چې دا هغه حقیقي ترازو دی چې په هغه سره عملونه تول کیږي او په وزن سره د نېکيو او حسناتو فوقيت په بدیو باندې او برعکس معلوميږي. د هغه په وزن سره عدالت څرګندیږي؛  البته، د هغه کیفیت د نورو غیبي امورو په څیر دی [چې له الله سبحانه و تعالی پرته بل څوک نه پوهیږي].
 د دې په اړه چې عملونه وزن کیږي یا صحیفې؟ دلته دوه احتمال شتون لري چې دواړه په احادیثو ثابت دي:
  1. دا چې پخپله اعمال وزن کيږي: په صحیح مسلم کې راغلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: نظافت او پاکي د ایمان نیمه برخه ده، او الحمدلله ميزان ډکوي.
حضرت ابو درداء رضي الله عنه وايي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایي: «په میزان کې له ښو اخلاقو څخه هیڅ شی دروند نه دی.»
۲. او بل داچې صحيفې د خپل منځپانګې سره يا پخپله عامل وزن کيږي: امام احمد رحمه الله له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت کوي – چې نرۍ پښې يې درلودلې- چې يوه ورځ يې د اراک د لرګیو په پرې کولو بوخت و چې د غاښونو مسواک جوړ کړي، چې باد یې کالي پورته کړه او پښې یې ښکاره شوې او حاضرو خلکو باندې وخندل، رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې وپوښتل: ولې خاندی؟  هغوی وویل: د ابن مسعود د پښو د نريوالي له امله.  هغه وفرمايل: قسم په هغه ذات چې زما ژوند یې په لاس کې دی، دا دواړه د احد له غره هم درانه دي.
 حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنهما وایي: «د بندګانو د اعمالو کتابونه وزن کیږي.»
 ډاکټر فهد صالح الخنه په یوه مقاله کې چې د دارالعلوم کلیه مجله کې خپره شوې ده، د اعمالو د وزن په اړه د آیتونو، احادیثو او اقوال له بیانولو وروسته دا مسایل په لاندې ډول را لنډوي او لیکي:
«خلاصه دا ده چې اعمال په صحیفو کې لیکل شوي دي او د بندګانو ټول اعمال د قیامت په ورځ په داسې کچه تول کیږي چې خدای تعالی د هغې په حقیقت او کیفیت ښه پوهیږي. نو کله چې د نېکیو پَلې درنې شي نو بنده به جنت ته ځي او کله چې پَلې یې سپکې شي او د بدیو پَلې درنې شي نو بنده به جهنم ته واستول شي او که کافر وي نو هلته به د تل لپاره پاتې شي. خو که مؤمن وي نو د الله جل جلاله په اراده کې به وي [که وغواړي هغه ته به بښنه وکړي او که وغواړي سزا به ورکړي] خدای دې موږ او تاسو د دوزخ او د هغې وحشتناکه صحنې وژغوري.»
 په دې اړه د علماوو اقوال مختلف دي چې ایا عمل وزن کیږي یا عامل او د اعمالو صحیفه، او دا موضوع په تفصیل سره نه ده ذکر شوې ځکه چې دا یوه جلا موضوع ده او زموږ له موضوع سره تړاو نه لري.
 یادونه: په پای کې د یوه مهم ټکي یادونه اړینه ګڼم: ځینې خلک د معتزلهو د تبرئې هڅه کوي او وايي چې د دغې خبرې[د میزانو اعمال] نسبت دوی ته صحیح نه دی، لکه څنګه چې د علماوو اقوال هم مخکې بیان شول، د “شرح المواقف” کتاب د لیکوال “ایجي” له قوله معلومیږي چې د میزان انکار د ټولو معتزلهو مذهب دی.  په دې کې که څه هم ځینې یې مختلف نظرونه لري؛  مګر بیا هم دوی میزان توجیه او تأویل کوي.
 د معتزله دغه نظر بې شمېره علماوو په خپلو کتابونو کې په تفصیل او د مثالونو په حواله بیان کړي دي چې موږ یې د خبرې  اوږدېدلو د مخنیوي لپاره نه دي ذکر کړي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version