لیکوال: "ابوعائشه"

معتزله (دري څلوېښتمه برخه)

د اهل سنت نظر
اهل سنت او جماعت په دې عقیده دي چې د امامت یو شرط قریشیت دی. مطلب دا چې امام باید د قریشو له قبیلې څخه وي.
د اهل سنت او جماعت اکثره علماء په دې نظر دي چې دا شرط باید موجود وي او په دې اړه د صحابه کرامو او تابعینو اجماع راغلې ده او دا د څلورو امامانو نظر هم دی.
په «شرح القعائد النسفیة» کې راغلي دي: «او بل دا چي امام د قريشو څخه وي او له دوی پرته بل څوک نه وي. البته امامت د بني هاشم او د حضرت علي د اولادونو پورې ځانګړی نه دی.»
د اهل سنتو دلایل
اهل سنت او جماعت د دې مسئلې د ثابتولو لپاره له دریو منابعو څخه کار اخیستی دی چې هر یو یې په تفصیل سره بیانوو:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «الأئمة من قریش»؛ (امامان د قریشو څخه دي.)
دلته الف او لام [په الائمه] د استغراق لپاره دی، یعني ټول امامان له قریشو څخه دي.
امام رازي رحمه الله د دې حدیث په اړه داسې عقیده لري: «فرق نه لري چې د دې حدیث څخه مطلب امر وي یا یوازې خبر، دا حدیث د دې منع کوي چې امام له غیرقریشو څخه وي، دا حدیث د دې خبرې ثبوت دی چې باید لوی امام او امیر د قریشو څخه وي.»
امام سیوطي رحمه الله په خپل کتاب “تاریخ الخلفاء” کې د «فی بیان أن الأئمة من قریش والخلافة فیهم» په مطلب کې له احادیثو څخه څو دلایل بیان کړي، چې موږ به یې لاندې بیان کړو:
  • رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «امامان له قریشو څخه دي تر څو چې په خپلو احکامو کې عدالت پلي کړي او خپلې ژمنې پوره کړي او د رحمت او شفقت په وخت کې له خلکو سره رحم او شفقت وکړي.»
  • رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «پاچاهي په قریشو کې ده او قضاوت د انصارو په منځ کې او د اذان ورکولو مسوولیت د حبشې د خلکو په لاس کې دی، او د امانت صفت د ازد یعنې د یمن خلکو کې دی.»
  • رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «خلافت د قریشو په لاس کې دی، حکم د انصارو په لاس کې دی او د بلنې مسؤلیت د حبشې په خلکو دی.»
  • په بل ځاې کې فرمایي: «حاکمان د قریشو څخه دي، د هغوی صالحین د صالحینو حاکمان دي او د هغوی ګناهکاران د ګناهکارانو حاکمان دي.»
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version