لیکواله: "ام عایشه"

په اسلام کې د ښځې مقام (نهمه برخه)

 د قرآن له نظره د ښځې مقام
 د یتیمو نجونو حقوق هم په اسلام کې بیان شوي دي. الله سبحانه و تعالی فرمایي: «و ان خفتم الا تقسطوا فی الیتامی فانکحوا ما طاب لکم من النساء مثنی و ثلاث و رباع»؛ ژباړه: او که تاسو د یتیمو انجونوسره د عدالت په پلي کولو کې وېره لرئ، هر هغه (نورې) ښځې چې تاسو یې خوښوئ؛ دوه ـ دوه، درې – درې، څلور ـ څلور، واده کړئ.
 په اسلام کې د سړي له خوا د مهر ورکول لازمي ده او خاوند د خپلې ښځې د مهر په ورکولو مکلف دی. لوى څښتن تعالی فرمايي: «وَآتو الْنِسَاءَ صدقاتهن نحلة فان طبن لکم عن شیء منه نفسا فکلوه هنیئا مریئا»؛ ژباړه: د ښځو مهر د ډالۍ او الهي فریضې په توګه هغوی ته ورکړئ، که په خوښۍ او رضایت سره د خپل مهر یو څه تاسو ته در وبخښي، هغه په حلاله او خوندوره توګه مصرف کړئ.
 خدای تعالی نارینه ته د خپلو میرمنو سره د ښه ژوند کولو امر کړی دې او فرمایلي یې دي:  «وعاشروهن باالمعروف »؛ یعنې تر خپلې وسې د خپلو ښځو سره ښه او نېک چلند وکړئ؛ لکه څنګه چې تاسو تمه لرئ ستاسو مېرمنې له تاسو سره ښه چلند وکړي.
 الله تعالی فرمایلي دي: «ولهن مثل الذي علیهن بالمعروف»؛ ژباړه: او د ښځو لپاره هم د نارینه پر غاړه مناسب حقوق دي، لکه څنګه چې د نارینه وو لپاره د هغوی پر عهدې حقوق دي.
 پر خاوند واجب دې چې له خپلې مېرمنې سره ښه چلند وکړي، که څه هم نه یې خوښیږي. الله سبحانه وتعالی فرمایي: «فان کرهتمونهن فعسی ان تکرهوا شیئا و یجعل الله فیه خیرا کثیرا»؛ ژباړه: که تاسو له دوی څخه نفرت کوئ، نو ښایي تاسو یو څه خوښ نه کړئ، او خدای به په هغه کې ډېر خیر ایښی وي.»
يعنې هیله ده چې که له خپلې مېرمنې سره د هغوی د نه خوښېدو سره سره ښه چلند وکړئ، نو خدای تعالی به هغه ښځه ستاسو لپاره په دنيا او آخرت کې د ډېر خیر او نعمتونو سرچينه وګرځوي.
د اسلام مبارک دين په ځانګړې توګه مور ته چې په اسلام کې لوړ مقام لري درناوی کوي. په قرانکریم کې الله تعالی له خپل عبادت وروسته له مور سره د نیکۍ کولو نصیحت کوي او فرمايي: «و قضی ربک الا تعبدوا الا ایاه و باالوالدین احسانا»؛ ژباړه: (ای انسانه!) ستا رب امر کړی دې چې له هغه پرته د بل چا عبادت مه کوئ، او له مور او پلار سره نیکي وکړئ.
 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version