لیکوال: م . فراهي "توجګي"

د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (پنځه څلوېښتمه برخه)

 
 د دیني رسنیو دندې، د فعالیت ساحه او محتوا
 یوه دیني ټولنه او هغه ټولنه چې دیني او اخلاقي رنګ ولري او خلک یې له خدای، معنویت، اخلاقي او دیني ارزښتونو سره مینه ولري، باید دیني رسنۍ ولري؛ ځکه چې په اسلام او اسلامي ټولنه کې بايد کلتور جوړوونکي وسيلې، د دين ترويج کوونکي او د ديني پوهې معرفي کوونکي وي؛ نو له دې امله ديني راډيو او تلويزيون په خپل هنري ماهيت سره دا کار کولای شي او بايد له خپل هنري ميکانيزم څخه په ټولنه کې د خدای پالنې، دين پرستۍ او د ديني ارزښتونو د پياوړتيا لپاره کار واخلي؛ ځکه چې د پوهې او معرفت موضوع تل په هره ټولنه کې د انسانانو لپاره مهمه ده. دا چې انسان په خپل ماشیني او صنعتي ژوند کې د غفلت په خوب ویده نشي او ځان او خدای هېر نکړي؛ له همدې امله، دوامداره ویښتیا، منطقي بیدارۍ او عقلاني ځیرکتیا ته اړتیا لري. ټولیزې رسنۍ کولی شي په دوامداره توګه د هنري وسایلو په کارولو سره دا ویښتیا او پوهاوی رامنځته او پیاوړی کړي. دیني او بشري رسنۍ د دیني فکر او خدای پاله لیدلوري او نظریې سره  کولی شي ریښتیني ، ارزښت پاله ، حقیقت پاله ، ویښوونکي او لارښود اوسي.
 په دې رسنیو کې واک غوښتونه، بشر پالنه او د خپلو ګټو غوښتنه سانسور شوي او د کلتور سوځول، بې حرمتي او سپکاوی، فحاشي، حیوانیت، په مخاطبینو کې نا امیدي او ناهیلېتوب پیدا کول، د تاوتریخوالي او اخلاقي بدیو ترویج، فحاشي او کرکې ته لمن وهل، د انساني ارزښتونو تر پښو لاندې کول دي او دا د منل شوي بنسټونو سره په ټکر کې دي، هیڅکله معنی او مفهوم نه لري او نه یې اعلان شوی یا خپور شوی.
 له بل اړخه، دیني رسنۍ او رسنۍ د دین له نظره په لاندې دوو شکلونو کې وي: یو دا چې رسنۍ د دین له نظره د دین او اخلاقو د پیغام د لېږد او خپراوي وسیله ده؛ بله دا چې رسنۍ د انسان په ژوند کې یو حقیقت دی چې د بایدونو او نه بایدونو پر بنسټ ولاړ وي؛ په بل عبارت، دین د رسنیو  پر فعالیت او محتوا د خپلو ځانګړو لارښوونو او احکامو له لارې اغېزه کوي. د دغو دوو معناوو په بیان کې ویلای شو: دین د نړۍ لید، نظریې، بصیرت، تمایلاتو او کړنلارو لرونکی دې. دین خلکو ته وایي چې څنګه فکر او عمل وکړي. دا د دين يوه ارثي ځانګړنه ده او له مخاطبینو سره د خبرو کولو پرته بله چاره نه لري؛ ځکه چې طبیعت، ژوند، فکر، نظریه، عقیده او ایډیالوژي له خپریدو او پراخیدو سره تړلې ده؛  له همدې امله، د “دین” مفهوم د “نبوت” او د پیغمبرانو لیږلو او تبلیغاتو سره تړلی دې. د اسلام دين او قرآن کريم يو آسماني وحي او الهي پيغام دې چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم او مخاطبینو مستعدو زړونو ته استول شوی دې. د دین مخاطبان لکه د الهي پېغمبرانو په څېر بايد د ټولو خلکو لپاره يو پېغمبر وي او ټولو ته بلنه ورکړي چې د دين پيغام واوري، و یې مني او عمل پرې وکړي. له همدې امله، دین رسنیو ته د ژوند د دوام او د خپل پیغام خپرولو لپاره د یوې وسیلې په توګه ګوري؛ په بل عبارت رسنۍ باید په اسلامي او دیني نظام کې د دین په خدمت کې واوسي او د دیني او اخلاقي لارښوونو او زده کړو د ترویج او خپرولو وسیله وي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version