په یوه اسلامي نظام کې د دیني رسنۍ په اړوند بله انګېرنه هم شتون لري او دا انګېرنه له دین څخه زموږ په تفسیر او مفهوم اخیستلو کې څرګندیږي.
که موږ دین د ژوند تګلاره او دستور وګڼو، له دین څخه بهر هیڅ شی معنی نه لري او په اسلامي نظام کې هرڅه باید دیني وي. د دې مطلب پر بنسټ به رسنۍ د اسلامي ټولنې د کلتور او دیني ژوند د بېلګې دودولو او خپرولو وسیله وي. په دې مفهوم حتی د هډوکي پېژندنې او ګل او بوټو خپرونه یا د ټرافیکو راډیو او د سیاحت او ګرځندوی تلویزیوني چینلونه او نور باید دیني رسنۍ وبلل شي؛ ځکه چې په یوه اسلامي نظام کې باید د ټولو موخو، پروګرامونو، بنسټونو او کلتور جوړوونکو رسنیو چوکاټ د دین د محور په شاوخوا کې جوړ شي. پر دې سربېره دين ځانګړې معنی هم لري؛ دین کله کله د دیني رسمونو، قوانینو، پوهې او اخلاقو په معنی هم وي. د دین په دې عبارت کې، په یوه اسلامي نظام کې رسنۍ کولای شي په مناسبو څیړنو، لومړیتوبونو او پالیسیو سره د دین په ډګر کې د خپلو لیدونکو بېلابېلو اړتیاوو او ذوقونو ته ځواب ووایي.
د دې سره سره، د دیني رسنیو او نورو رسنیو ترمنځ اصلي توپیر دا دې چې دیني رسنۍ اساسا د رسنیو د اهدافو او نورمونو له مخې تعریف کیږي. دیني رسنۍ هغه رسنۍ دي چې د دیني اصولو، نورمونو او ارزښتونو مراعات کوي. هغه مسؤولیت منونکې، لارښود، خدای پالې، اخلاقي او ارزښت پاله دي.
د فلمونو، ټلویزیوني سریالونو، سوداګریزو، خبرونو، کیسې، تحلیلونو، راپورونو او د سپورټ او پخلي پروګرامونو د خپریدو په مقابل کې دیني رسنۍ، دین محوره، ارزښتپاله او خدای پالونکې ده او د خپلو عامو او خاصو مخاطبینو او د خدای د رضا لپاره د لیدونکود جلب او جذب په برخه کې عمل کوي؛ له همدې امله د ديني رسنيو تر ټولو مهمه ځانګړنه د هغو مسووليت دې او د ديني او اخلاقي ارزښتونو په ترويج او د اورېدونکو او خداى په وړاندې ځان مسوول ګڼي. دیني رسالت او داسلامي پوهې ترویج خپله ارثي دنده ګڼي.
په دیني کلتور کې لکه څنګه چې په جومات کې سوداګریز کار هیڅ معنی نلري، دیني رسنۍ هم د سوداګریزو سیالیو ډګر ته نشو راوستلای؛ نو په اسلامي نظام کې بايد ديني رسنۍ د هغو کسانو لخوا اداره شي چې د ديني اصولو او لارښوونو مراعات وکړي او کړنې یې د مؤمنانو له کړنو سره موافق وي. د مومنانو ترمنځ د اړیکو جوړول د دیني رسنیو اصلي دنده ده. د دې رسنیو دندې او فعالیتونه باید د دې خلکو د اړتیاوو سم جوړې او ترتیب شي.
د دیني رسنیو دنده دا ده چې د مومنانو لپاره تعلیمي، تفریحي، معلوماتي او ټولنیز یووالي پروګرامونه ترتیب کړي؛ په بل عبارت، په یوه اسلامي نظام کې باید د دیني رسنیو اصلي دنده د دین، قرآني لارښوونو او اخلاقي ارزښتونو خپرول وي. د دې کار لپاره اړتیا ده چې د مدیریت وړتیا، د رسنیو پېژندنه او د هغوی اړتیاوې او همدارنګه له دین څخه کافي پوهه، د دیني رسنیو د سم او بریالي مدیریت لپاره دا درې عناصر اړین دي.