لیکوال: ابورائف


سیکولریزم «په اروپا کې د اقتصاد سیکولر کول» (دېرشمه برخه)

 یو بل ډګر چې سیکولریزم پرې ژوره اغېزه وکړه او په یو ډول یې ټول دیني تعلیمات له هغه څخه جلا کړل، د لوېدیځ اقتصادي زاویه وه. دا په داسې حال کې ده چې لوېدیځ د خپل تاریخ په اوږدو کې تل د دنیا ژوند سپک او کم ارزښته بلل کړی او حتی هغه څه یې هم بې ارزښته ګڼل چې الله تعالی حلال کړي وو او تل یې فقر او ساده ژوند ته لومړیتوب ورکاوه او لوږه او فقر یې برکت او ښایست ګڼل او هغه یې د «لومړۍ تېروتنې» څخه د ژغورلو لاره ګڼله.
 خو ناڅاپه د دوی دغه ځانګړنه بدله شوه او اروپا د اقتصاد او معیشت په ډګر کې په یوه ښکاره ځناور بدله شوه او په خپل ټول قوت سره یې د دنیا په تلونکو او نه پاتې کېدونو توکو او مالونو باندې برید وکړ او خپلې سترګې یې د شهوتونو په لور واړولې؛ په دې ډول چې آخرت يې هېر كړ او په دنيا كې ډوب شو او د مادي او اقتصادي دولتونو رښتينى غلام شو.
 د اروپا په تاریخ کې اقتصادي مذهبونه
 د اروپا د تاریخ په اوږدو کې بېلابېل اقتصادي مذهبونه خپاره شوي، چې تر ټولو مهم یې په لاندې ډول دي:
 1- د کلیسا تیوري او د ارباب رعیتي نظام؛
 که څه هم کلیسا د اروپا د خلکو د ژوند په بدلون کې کوم رول نه دی لوبولی او په دې لاره کې یې هیڅ ډول هڅې نه دي کړي، خو د منځنیو پیړیو په اقتصادي ډګر کې یې یوه فعاله نظریه او فکر درلود، په داسې توګه چې یاد مرکز د ارباب رعیتي نظام تائید او تصویب کړ او په یو ډول د کلیسا له موسساتو څخه و. کلیسا هغه ظلمونه تائیدول او منل چې یاد نظام د بېوزلو او کمزورو په وړاندې ترسره کاوه. په لومړي سر کې کلیسا سود خوړل او اخیستل منع کړي و،  مګر د 14 پیړۍ وروسته او د 15 پیړۍ په پیل کې دا حکم هم لغوه شو او د کلیسا رایې یوازې د نظریې او ټیورۍ په بڼه پاتې شوې او له پامه وغورځول شوې.
نو څرګنده شوه چې کلیسا په دې خاطر سود حرام کړی و چې د سرمایه دارۍ نظریه وده ونه کړي او د ارباب رعیتۍ ريښې وچې نشي او دا بندیز د دیني اصولو د مراعاتولو له امله نه و.
 په همدې خاطر«جورج سول» لیکي:  «په منځنیو پیړیو کې کلیسا او د هغې فیوډالو متحدینو دا احساس کاوه چې د سرمایه دارۍ د نظام په ودې سره به د دوی واکمنۍ او سوکالۍ ته خطر پیښ شي؛ له همدې امله، د سود بد ګڼل یو له هغو موخو څخه و چې دا یې په ګوته کړه چې یوه نوې وسیله لګیا ده چې د ارباب رعیتي د نظام بنسټونه مات کړي.»
 د فیوډال (ارباب رعیتي) نظام ځانګړتیاوې
 فیوډال نظام له څو کسانو څخه جوړ وو:
۱- آغا او څښتن یا مالک چې اصلي حاکمان وو او قوي نفوذ یې درلود او غیر منحصر او نامحدود حقوق یې درلودل. حتی کولی شو د خپلو غلامانو سرونه ووهي او له دولت څخه لوړه مالیه راټول کړي او …
۲- دیني رجال یا مذهبي سړي؛  دیني سړي د دوی د روحاني واکمنۍ له امله د غلامانو د بادارانو او لویانو په ډله کې شمېرل کیدل.
 ۳-  غلامان او مریان؛  دا هم هغه خلک وو چې عیسویت یې نه وو منلی م او د سوداګریزو او مالي توکو په څېر ورسره چلند کېده.
 ۴-  د ځمکې غلام؛  دا سړی هم د فیوډالانو د یوې ټوټې ځمکې کروندګر و او د دې ځمکې خاوند به هر وخت چې وغوښتل، اخراج او یا یې رد کولای شوای او د دې ځمکې ټول مسوولیت د هغه پر غاړه و. په پای کې، بزګر باید د هغې لویه برخه آغا او سید ته بیرته ورکړي.
 هغه څه چې د فیوډالیزم د نظام د اغېزې لامل شول، دوه مهم ټکي وو:
 ۱-  د فئوډالیزم (ارباب رعیتي) نظام او عیسوي مذهب ترمنځ اړیکه؛ 2- مطلق ثبات او په ټولو زاویو او ډګرونو کې د هیڅ ډول بدلون نه منل.
 دا اقتصادي نظريه، يوه مذهبي او اقتصادي نظريه وه.

 

 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version