لیکوال: ابوعائشه


معتزله (شپږویشتمه برخه)

د علماوو اقوال
علماء د اهل سنت والجماعة د رأیي په اړه ليکي چې په دې مسئله (امر بالمعروف او نهي عن المنکر) کې د دوی نظر د معتزله وو له رأیي سره يو شان دې، يعنې د دوی په نظر هم امر بالمعروف او نهی عن المنکر فرض کفائي دی. د دې مبارک آيت «کنتم خیر أمة أخرجت للناس تأمرون بالمعروف وتنهون عن المنکر»؛ په اړه ابن تيميه رحمه الله ليکي: «الله تعالی لکه څنګه چې موږ او تاسو ته خبر راکړی دی چې دا امت امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي؛ نو الله تعالی دا مسئله په هغوی واجب کفائي ګرځولې؛ خدای تعالی په بل ځای کې فرمایي: «ولتکن منکم أمة یدعون إلی الخیر ویأمرون بالمعروف وینهون عن المنکر وأؤلئک هم المفلحون»؛ «او په تاسو کې باید داسې یوه ډله وي چې نېک کار ته بلنه ورکوي او په نېکیو امر کوي او له بدیو منع کوي او هغوی په خپله ژغورل شوي دي».
ابن تیمیه رحمه الله په بل ځای کې فرمايي: «په نېکۍ امر کول او له بدۍ څخه منع کول په هر انسان باندې په ټاکلي ډول فرض نه دي، بلکې دا مسؤوليت واجب او کفائي فرض دې، لکه څنګه چې قرآن وفرمایل.»
علامه سعد بن سعید لیکي: «زموږ دین، موږ ته په امر بالمعروف امر کوي؛ ځکه چې په دې کې خیر نغښتی ده او دا موږ له بدیو او منکر څخه منع کوي؛  ځکه چې منکر له بدیو ډک دې ؛ ډېرو علماوو د اسلام شپږم رکن “امر بالمعروف او نهي عن المنکر”  بللی دی، په نېکیو امر کول او له بدیو څخه منع sکول یو له بل سره تړاو لري؛ ځکه چې یو له هغو څخه د تخلیې او بل یې د تحلیې په شان دی او بل دا چې دا دواړه نفی او اثبات دي؛ ځکه چې یو شی هغه وخت بشپړیږي چې شرایط پکې وموندل شي او خنډونه ترې لرې شي.»
نوموړی په بل ځای کې فرمایي:« په نیکۍ امر کول او له بدیو منع کول د پیغمبرانو دنده او د هغوی د پیروانو مسؤولیت دې، هغوی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لپاره اور ته اچول شوي او په ارو باندي پرې شوي دي، ځورول شوي، رټل شوي او جګړې ورسره شوي؛ خدای تعالی په خپل کتاب کې، رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې مسؤولیت سره توصیف کړی او هغه یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر ټولو ستر صفت بلکې لومړنی صفت بللی دی؛ الله تعالی فرمایي: «الذین یتبعون الرسول النبي الأمي الذي یجدونه مکتوبا عندهم في التوراة والإنجیل یأمرهم بالمعروف وینهاهم عن المنکر»؛ (هغه کسان چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي کوي، هغه څوک چې نوم یې په تورات او انجیل کې له دوی سره موندل کیږي، دوی ته په نیکۍ امر کوي او له بدیو منع کوي)؛ په نېکۍ امر کول او له بدو منع کول د مؤمنانو تر ټولو ستر صفت دی؛ ځکه چې دوی په دې صفت سره د نورو په پرتله غوره دي.»
اسحاق بن راهويه وايي: «په نېکۍ امر کول او له بدو منع کول پر هر مسلمان واجب دي؛ مګر دا چې په خپل ځان وېره ولري».
ډاکټر محمد بن عبدالله سحیم په خپل کتاب «الإسلام ومبادئه» کې لیکي: «د اسلامي شریعت یوه له ښېګڼو او د هغه له خورا ښایسته ځانګړنو څخه «امر بالمعروف او نهی عن المنکر » دی، کوم چې په هر مسلمان نارینه او ښځینه، عاقل او بالغ انسان باندې، چې توان او وړتیا یې ولري، واجب دی.»
حرب بن اسماعیل وايي چې ما له اسحاق بن راهویه څخه اورېدلي چې داسې یې ویلي: «له ابو عبدالله څخه پوښتنه وشوه چې ایا په مسلمان باندې په نېکیو امر کول او له بدیو منع کول واجب دي، هغه وویل: هو!   هغه ووېل: که ډارېږې؟  هغه وفرمايل: په نيکۍ امر کول او له بديو منع کول واجب دي، خو کله چې يې پر خپل ځان وېره وي، نو دا کار دې نه کوي.»
عبدالکریم الخضیر په «شرح التجرید الصریح لأحادیث الجامع الصحیح» کتاب کې لیکي:« واجبات ډېر دي، د علماوو یوه ډله وايي:  امربالمعروف او نهي عن المنکر د اسلام له ارکانو څخه یو رکن دی.»
د رياض الصالحين په شرحه کې داسي راغلي دي: « دا پخپله د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پر وجوب دلیل او ثبوت دې او هغه فرض دې او د دین له اړینو فرائضو او واجباتو څخه ګڼل کیږي، تر کومه حده چې ځینو علماوو دا د اسلام شپږم رکن ګڼلی دې؛ البته دا سمه ده چې په امر بالمعروف او نهي عن المنکر شپږم رکن نه دې؛ بلکې دا یو له مهمو دندو او اړینو مسوولیتونو څخه دې.»
یادونه:  که څه هم دا اصل د معتزله وو په منځ کې اوږده بحثونه لري؛ خو د معتزله او اهل سنتو تر منځ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د حکم په اړه ډېر لږ د اختلاف ټکي شته، په دې مبحث کې زموږ هڅه دا وه چې یوازې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر حکم  د اهل سنت و الجماعة او معتزله وو تر منځ، د دواړو خواوو دلایل او د دواړو لورو د علماوو اقوال بیان کړو؛  خو دا چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر څه مقام او مرتبه لري، شرطونه او خنډونه یې څه دي او کوم مسایل ورسره تړلي دي، دا موضوعات به د دې موضوع په راتلونکو برخو کې وڅېړو، ان شاءالله.
Leave A Reply

Exit mobile version