لیکوال: ابورائف


سیکولریزم «د ډاروین د نظریې په اړه د لوېدیځوالو نظرونه او اندونه» (درویشتمه برخه)

 ډېرو مفکرینواو د لوېدیځو پوهنتونونو استاذانو او همدارنګه هغه کسان چې د ټایپولوژي (نوع پېژندنې) او جنتیک په علومو کې پوهه او فعالیت لري؛ د ډاروین د تکامل نظریه رد کړې او هغه یې له خیال او ګومان سره ورته ګڼلې؛ دا انکار او رد له دې نظریې څخه د دوی د انګېرنو او هم له علمي قواعدو او قوانینو سره د مخالفتونو او تضادونو پر بنسټ ولاړ دې.
 د ډاروين د تکامل نظريه له همغه پېل څخه په بېلابېلو لوېديځو ټولنو کې د علمي شخړو او لانجو د رامنځته کېدو لامل شوې وه او بې شمېره خلکو پرې تبصرې کړې دي. په حقيقت کې ځينو لوېدیځو ټولنو دغه نظریه د مخلوقاتو د پيدايښت د پېل د پوهېدو او د هغوی د تکامل او ودې د څرنګوالي طریقه بلله او په دې توګه يې د کايناتو او مخلوقاتو د خالق په وړاندې له تسلیمۍ او د موجوداتو او د دوی د جوړښت د پېل او پای له ټاکلو څخه ډډه کړې. له همدې امله ډېرو غربي مفکرينو چې د مخلوقاتو په پيدايښت کې يې ديني لارښوونو او د خداى د ذات نفوذ ته ډېره پاملرنه کړې، په دې نظريه کې يې شک کړى او دا يې له خرافاتو پرته بل څه نه دي ګڼلي چې د مخلوقاتو تېر او راتلونکي مبهم او د منلو وړ نه بولي.
 د اسلامي لیکوالانو سربېره چې د ډاروین د نظریې په ردولو کې یې کتابونه او مقالې لیکلي دي، ډېرو لوېدیځوالو مفکرانو هم د دې نظریې او فکر په وړاندې کرکه او شک څرګند کړی دې. په دې مبحث کې به د دغو ځینو نظرونو یوې برخې ته اشاره وکړو.
 سکاټلنډي لیکوال، اناټومیست او بشرپوه  “سرآرټر کیټ” لیکي: «د تکامل تیوري تر اوسه له برهان او دلیل څخه تشه ده او په راتلونکي کې به هم همداسې وي او یوازینی دلیل چې موږ لاهم پرې باور لرو دادې چې د هغه یوازینی بدیل چې د موجوداتو «مستقیم خلقت» دې، یوه ناڅرګنده اوغیر یقیني مسله ده.»
 د لندن د پوهنتون استاذ پروفیسور “واټسن” وايي: «د حیواناتو ساینس پوهان د څېړنې یا تجربو د پایلو یا منطقي استدلال پر بنسټ په تکامل باور نه لري، مګر یوازې له دې امله باور لري چې د شیانو مستقیم خلقت د انسان له تصور څخه لرې دې.»
پروفیسور “سکاټ” په دې مسله ټینګار وکړ او لیکلي یې دي: «په دې کې شک نشته چې د تکامل نظریه د پاتې کېدو لپاره راغلې ده او دا ممکنه نه ده چې پرېښودل شي حتی که دا یوازې له دلیل پرته خالصه عقیده هم وي.»
 ښاغلي “سر داوسن” زیاته کړه: «دا عقیده یو ډول ړوند باور دې چې له سادګۍ او خرافاتو سره ګډ شوی دې.»
 پروفیسور “جې بیب”  لیکي: «هغه عجیب بدلونونه چې پر خرافاتي کیسو منحصر دي د تکامل او ارتقا په تیورۍ کې عادي چارې ګڼل کیږي.»
 د اکسفورډ پوهنتون په علمي مجله کې ډاکټر” ماکنیر ویلسون” لیکي: «د تکامل نظریه د خرافاتي کیسو پرته چې ځيني مخلوقات پکې یاد شوي، بل څه نه ده.»
 د کلیسا ډېرو پوهانو هم دغه نظریه رد کړې ده. د لبنان د عیسوي پوهانو څخه یو هم ” پاپ جرجس فرج” دې چې په دې اړه یې یو کتاب لیکلی او په هغه کې یې د تکامل نظریه د دوو کسانو د خبرو په طریقه رد کړې ده چې یو یې انسان دې او بل یې بیزو ده .
“خیر سټیفن” یو بل عیسوی عالم او کشیش دې چې په خپلو لیکنو کې دغه نظریه ردوي. هغه د  “صفوةعلم الیقین في حقیقة المذهب داروین” په نوم یو کتاب لیکلی او دا یې تشریح کړې چې د ډاروین ناسمه او باطله نظریه څنګه وده او پراختیا موندلې او په دې اړه لومړني اعتراضونه څه وو.
 هغه د تکامل نظریه رد کړې او دا نه مني چې انسان له بل حیوان څخه په انسان تبدیل شوی وي؛ ځکه د ده په وینا دا مسله په علمي ډول نه ده ثابته شوې او نه چا په اړه یې ګواهي ورکړې ده؛ همدارنګه هغه د دې مذهب له پلویانو وغوښتل چې هغه  “ورکه شوې کړۍ”  معرفي کړي چې دوی یې باور لري؛  ځکه چې موږ د ژوندیو، مړیو او ورک شویو په منځ کې د هغې هیڅ نښه نه  شو موندلی.
 ډاکټر «حلیم عطیه سوریال» هم د ډاروین د تکامل نظریه رد کړه او په دې برخه کې یې د«تصدع مذهب داروین و الاثبات العلمی لعقیدة الخلق» په نوم کتاب لیکلی او په هغه کې يې دغه مذهب په علمي او منطقي دلايلو رد کړی دې. هغه د ډاروین دا  نظریه رد کړه چې باور لري: «انسان د خپل تکامل په ځینو پړاوونو کې ضعیف او کمزوری بدن او نیمګړی عقل درلود.» ډاکټر سوریال زیاته کړه:«د کمزوري بدن او نیمګړي عقل لرونکي مخلوق لپاره دا څنګه ممکنه ده چې خپل ژوند ته دوام ورکړي پداسې حال کې چې د هغه شاوخوا زمریان، پیلان، پړانګان او نور وحشي ځناور وي؟»
هغه د “ورکه شوې کړۍ” په اړه چې د ډاروین د تکامل د تیورۍ په ثابتولو کې قوي سند دی وايي: «د ډولونو ترمنځ د ورکه شوې کړۍ کړکېچ د ډاروین د تیورۍ د پاک ښودلو لپاره ترټولو لویه ستونزه ده او دا ستونزه د ډاروین د ډولونو د اصل د کتاب له څرګندېدو سل کاله وروسته لا هم دوام لري او په خپل قوت پاتې ده.
 “ابراهیم حوران” یو بل عالم او ژبپوه دې چې د ډاروین مذهب یې په علمي توګه رد کړی دې او په خپلو دوو اثارو کې چې د “مناهج الحکماء فی نفی النشوء والارتقا” او بل یې “الحق الیقین فی الرد علی بطل داروین” په نومونو دي، د ډاروين دلايل یې څيړلي دي او د هغو په کمزوره ښودلو یې یاد مذهب رد کړی دې.
 د ده د څېړنې طريقه داسې ده چې د ډاروين د مذهب ضعیفو او کمزورو برخو ته يې پاملرنه او تمرکز کړی ده او د هغه دلائل یې بې بنسټه ګڼلي او ثابته یې نه دي بللي؛ همدارنګه هغه په دې باور دې چې د ډاروين مذهب نه شي کولاى د انسان شکونه لرې کړي او ډاډ او اطمینان ورکړي، بلکې اټکل او تناقض ته چې د دې مذهب بنسټ دې، لاره هواروي.
 هغه د دې مسلې په ردولو سره چې ډاروین د “طبیعت ټاکنه” د ژوندي موجوداتو د تکامل او ودې اساس ګڼي، ووېل: «طبیعت په موجوداتو باندې اغېزه لري او نشي کولی په معدوم او غیر موجود څیز باندې اغیزه وکړي چې لا تر اوسه شتون نلري؛ له همدې امله، طبیعت کولی شي سترګې ړندې کړي اما نشي کولی ړوند، روغ کړي.
 هغه دا هم وويل چې د ډاروين مذهب د غوښتنې له مخې ټيټ او لوړ ډولونه يو له بل سره نه راټوليږي، بلکې په پرله پسې توګه او له دویم څخه د لومړي په وړاندې کېدو سره منځ ته راځي، په داسې حال کې چې د دې مواردو یووالی چې ډاروين یې ردوي، د ورک شوو او شته ژوندي موجوداتو په اړه ترلاسه کېدی شي.
 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version