لیکوال: شکران احمدی


عقیده او د انسان په فردي او ټولنیز ژوند کې د هغې رول (لومړۍ برخه)

لنډیز
د انسان په بدن کې د “عقیدې” شتون د هغه روح په څیر دی چې هغه ته ژوند او پرمختګ ورکوي او عملونه یې ژوندي او تازه کوي. عقیده له داسې ځواکه او تودوخې برخمنه ده چې ډيری وختونه د لرې واټن څخه مړه او ويده نفسونه راويښوي. عقیده د انسان د فردي او ټولنیز ژوند په ټولو اړخونو کې د پام وړ اغیزې لري او همدارنګه زمونږ فردي او ټولنيز ژوند ټاکي او اداره کوي، په داسې حال کې ادعا کولی شو چې انسان او د عقيدې درلودل، لازم او ملزوم دي.
بنسټيزې کلمې: عقيده، اغیز، جوړښت، وګړی، ټولنه

 

که د خپل ژوند په عادي کړنو لنډ نظر واچوو، هغه څه چې له مونږ څخه کیږي یا هغه څه چې د کولو څخه یې ډډه کوو غور وکړو، همدارنګه د کومې کړنې چې ترسره کول یې پر ځان حتمي ګڼو یا هغه کړنې چې نه کول یې پر ځان حتمي ګڼو، یا هم د هغه شيانو لاسته راوړل او نږدې کېدل چې زمونږ د خوښې دي او ورسره مینه کوو او له هغه شيانو څخه چې وېره او ډار لرو او په اجتناب او لرې کېدو کې یو، او دې ته ورته موارد کې که دا ټول موضوعات په ژوره توګه وڅېړو دې پایلې ته به ورسېږو، چې زمونږ ټول اعمالو او کړنو ریښه او سرچینه له هغه عقایدو او باورونو څخه اخيستل کېږي چې مونږ یې په خپلو نفسونو کې لرو او زمونږ د زړه او د دماغ په ژورو کې رسوخ کړی دی.
په اصل کې دا باورونه له داسې نفوذ او اغیزې برخمن دي چې زموږ هرې کړنې او اعمال ته لارښوونه کوي، او ډیر په سختی سره کولی شو چې يو نفر د هغه د عقيدو او باورونو پر خلاف کار کولو باندې مجبور کړو، د بيلګې په توګه: هیڅ هوښيار انسان په یوازې د دې غوښتنې په سبب چې ځان اور ته واچوي اورته به ځان وا نه چوي مګر دا چې، دې کار ته اړیستل شي، او دا هم فوق العاده ځواک ته ضرورت لری؛ خو داچی ولې یاد کس ځان اور ته په سادګی نه تسلیم وي؟ معلومه ده د اور په اړه چې، دی کوم باور لري او کوم تصور چې له سوځولو په ذهن کې لري هغه دا دې ته نه پرېږدي چې ځان دې په خپل لاس وسوځوي، او همدارنګه باور چې یو کس په زهرو ککړ یو ګیلاس اوبه څخه ولري، هېڅکله به هغه ته اجازه ورنکړي چې د ککړ ګیلاس اوبه وڅښي.
په دې وضاحت سره دا روښانه شوه چې باورونه، برداشتونه او مفاهیم چې له مخکې څخه د یو انسان په ذهن کې ځای نیولی دی د اهرمونو په څیر دی چې د هغه اعمالو ته لاره برابره وي او د تحقق او وجود زمینه یې برابروي د شریعت په اصطلاح کې، دا رنګه باورونو او ذهنې مفاهیمو ته «اعتقادات» ويل کېږي، چې د خورا اړين او ځانګړي اهميت څخه برخمن دي. د انسان په وجود کې د “عقیدې” ځای (مقام) د روښانه کولو لپاره، د عقیدې او نورو عملونو ترمنځ اړیکه په دې ډول پرتله کیدای شي چې باور د یوې وسیلې او انجن په څیر دی چې د انسان ټول حرکتونه او کړنې پرمخ وړي؛ آن تر دې چې ديو انسان احساسات او دننه انګیزې هم سمبالوي او د عقېدې لمنځه تللو او ځنډ پاتې کیدلو په صورت کې د یو ژور خلا او نه جبران کیدونکي کمۍ یې په اعمالو کې رامنځته کیږي.
«عقیده» له داسې رڼا او ځلا څخه برخمنه ده چې، د قرآن کريم د شهادت له مخې د لارې تیارې له منځه وړي او د ژوند د لارو په څنډو کې خپل مالک ته تګلاره ورښايي:
«أَوَ مَن كَانَ مَیتاً فَأَحْیینَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُوراً یمْشِی بِهِ فِی النَّاسِ كَمَن مَّثَلُهُ فِی الظُّلُمَاتِ لَیسَ بِخَارِجٍ مِّنْهَا»؛ ژباړه: «ایا هغه څوک چې، [د کفر او ګمراهۍ له امله لکه] مړی وي او موږ هغه [د قرآن په رڼا کې د ایمان په ورکولو سره] ژوندی کړ او د هغه په لاره کې مو [د ایمان له رڼاوو څخه] رڼا راولېږله، د هغه په رڼا کې، د خلکو په منځ کې په لاره ځي [او سترګو ته یې رڼا ورکوي، غوږونو ته یې د اورېدو توان ورکوي، ژبې ته یې د خبرو کولو ځواک ورکوي، او د هغه لاس او پښو ته د کار کولو توان وربخښي] د هغه کس په څیر دی چې، د تیارو په منځ کې ډوب وي [د کفر ډېرو ډکو تیارو هغه یی خپل ځان کې خوړلی او بې ځانه او بې فکره او بې حرکته جسم یې د هغه پر ځای ايښودلی دی] او هغه نشي کولی له دې تیارو څخه راووځي؟»
له همدې امله، عقيده هغه روح او ژوند څخه دی چې، په لاسه ورکولو سره یې د ژوند لاسه ورکولو او ژوندون کولو له حقوقو څخه بې برخې کيدو په منزله ده، نن يو له هغه کارونو څخه چې په خورا کمه توګه ورته پاملرنه کېږي او په ځینو مواردو کې د هیرېدو ځای ته سپارل کېږي د عقيدې سمول او زدکړه ده؛ که څه هم د احکامو ښوونه او روزنه د دې امت له مکلفیتونو او دندو څخه ده؛ خو د عقيدو سمول چې د ټولو احکامو اساس او ریښه ګڼل کېږي، وړاندې له هر شي څخه بايد په پام کې ونیول شي؛ دا ځکه چې د کومې ونې ریښې وچې او کمزورې وي، څنګه غټې څانګې، پاڼې او مېوه ولري؟
 او هغه کور چې پایې یې کږې او نازکې وي څنګه کولی شي درانده چتونه وځغمي؟
 روښانه ده چې د صحیح عقیدې له زده کړې او ترویج څخه ناپامي کول او په بل تعبیر، د ضروری شیانو او د ذات باری تعالی او د اسلام د لومړنیو اصولو د صحیح معرفت څخه ناپامي کول او په جزئیاتو او مستحباتو بوختیدل هغه هم په داسې کچې چې د اصولو او لومړنیو عقایدو اهمیت کم کړی، چندان مطلوبه نتیجه به ونلري او زیاتې هڅې به ضایع شي؛ ځکه يو کروندګر هله کولی شي چې له خپلې کروندې څخه د پام وړ پایلې او حاصلات ترلاسه کړي چې دمخه یې د تخم د کرنې لپاره مناسبه ځمکه چمتو کړي وي، که نه نو يواځې د تخم شيندل په هوا کې هيڅکله د پام وړ ګټه ونکړي.
 په همدې توګه د دعوتګر او د دیني مشرانو هڅې هغه وخت ګټورې پایلې درلودلی شي چې له هر څیز څخه مخکې د عقیدې موضوع ته پام وکړي او د صحیح عقیدې خپرول د خپلې اجنډا مقدمه وګرځوي.
که څه هم د صحیح عقیدې پرته او له صحیح باور او ژورې پوهې څخه خالي د عبادت او ظاهری نښې ممکن په لږه موده کې انجام ومومي او له زیات کمیت څخه هم برخمنې وي؛ او باید ومنو چې دا دول نښې په لږ اصطکاک او ټکر سره په چټکۍ سره به ونړیږي او د ناخوالو او کړاوونو په وړاندې به د استقامت توان لا لاسه ورکړي، دا یو حقیقت دی چې نن ورځ په ډیرو اسلامي ټولنو کې لیدل کیږي ځینې مسلمانان د اسلام د ظاهري بڼې او د دین د ظاهري چارو د ساتلو سره سره که څه هم ظاهرا داسې ښکاري چې دا ډول خلک به د شریعت له حدودو څخه سرغړونه ونکړي او له اصولو څخه به یې سترګې پټې نکړي؛ خو په حساسو او ځانګړو حالاتو کې همدغه خلک له اساسي ضوابطو څخه سرغړونه کوي او د دين تر ټولو مهم بندیزونه ماتوي او په لږ فشار او ګواښلو سره خپل جهت او لوری بدلوي، تر دې چې د شخصي ګټو او شرعي ګټو په ټکر کې، یا د دیني احکامو او قومي ګټو په ټکر کې، دا ډول خلک اکثرا د مادي او توکمیزو ګټو اړخ اخلي او په پوره ذلت او ناپوهۍ سره شریعت پریږدي او تر پښو لاندې یې کوي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version