لیکوال: شکران احمدي


حضرت علی کرم الله وجهه (دیرلسمه برخه)

د فتنې اخرنی حد
دلته د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهادت د فتنې کیسه په داسې حال کې چې په ​​خپل کور کې محاصره شوی، د ابن کثیر رحمه الله د “البدایة والنہایه” کتاب په اساس تاسو ته خلاصه کوو. په مصر کې داسې ډله وه چې د حضرت عثمان رضي الله عنه سره یې دښمني درلود او د هغه په ​​اړه یې نا مناسبې خبرې کولې او په هغه باندې یې نیوکه کوله چې هغه ځیني صحابه کرام له منصبو څخه ګوښه کړي، او داسې کسان یې د هغو په ځای ټاکلي چې په ښکته درجه کې دي، او یا د دغو وظیفو صلاحیت نه لري. مصريانو د عمرو بن عاص له ګوښه کېدو وروسته د عبدالله بن سعد بن ابي سرح ولايت نه خوښاوه، نو عبدالله بن سعد په مغرب، اندلس او افریقا کې په جهاد بوخت شو. له بلې خوا په مصر کې یوې ډلې، خلک د عثمان رضي الله عنه پر ضد راپارول او ځانونه یې د اصحابانو منسبین بلل، او هڅه یې کول چې خلک د حضرت عثمان رضي الله عنه پر خلاف راپورته کړي. له هغو څخه یو محمد بن ابی بکر او محمد بن ابی حذیفه و، دغه دوو نفرو د رجب په مياشت کې يو لښکر تيار کړ چې ظاهراً د عمرې خو په حقيقت کې د عثمان رضي الله عنه په خلاف د ګډوډۍ او اعتراض لپاره مدینې ته حرکت وکړ، عبدالله بن سعد بن ابي سرح رضي الله عنه حضرت عثمان رضي الله عنه ته خبر ورکړ چې دغه ډله ظاهراً مدینې ته د عمرې د اداء کولو لپاره خو په باطن کې د بغاوت لپاره درځي.
کله چې دا ډله مدینې ته نږدې شوه، عثمان رضي الله عنه علي رضي الله عنه واستاوه چې دوی ته په بیړه ورشي او مخکې له دې چې دوی مدینې ته ننوځي، هغوی ولیږي. د بل روایت په اساس هغه د دې کار لپاره د خلکو یوه ډله ټاکلې وه خو حضرت علي رضي الله عنه په خپله خوښه خپل چمتووالی اعلان کړ، نو حضرت عثمان رضي الله عنه هغه ته استازيتوب ورکړ او د هغه سره نور معتمد کسان هم وه. حضرت علي رضي الله عنه هغوی سره په «جحفه» کې ولید، او هغوی حضرت علي رضي الله عنه ته په ډېر درنښت کتل، نو حضرت علي رضي الله هغوی توبیخ کړل، او په داسې حال کې چې دوی یو بل ملامتول، حضرت علي رضي الله عنه ته یې اشاره وکړه او ویې ویل: ایا دا هغه څوک دی چې د هغه لپاره له امیر سره جګړه کوی؟ حضرت علي رضي الله عنه له دوی څخه د بغاوت لامل وپوښت، هغوی ځیني قضيې يادې کړې، چې حضرت علي رضي الله عنه ورته د حضرت عثمان رضي الله عنه په استازيتوب ځواب ورکړ او وضاحت يې ورته وکړ. او بیا یې دوی د دې نامناسب عمل لپاره ملامت کړل او له هغه ځایه یې واستول. په دې توګه دوی له هغه ځایه راوګرځېدل او خپل ناوړه هدف ته ونه رسېدل. علي رضي الله عنه بېرته عثمان رضي الله عنه ته د هغوی د ستنېدو خبر ورکړ، له هغه وروسته یې حضرت عثمان رضي الله عنه ته ځينې وړاندیزونه وکړل او حضرت عثمان رضي الله عنه هغه نېک وړاندیزونه ومنل.
څه موده تېره شوه او یو ځل بیا د مصر، بصرې او کوفې څخه د مخالفو ډلو مشرانو د مدینې په لور د بغاوت او حرکت لپاره یو له بل سره مکاتبه وکړه او د دې لپاره چې د جاهلانو په منځ کې د دوی بلنه نوره هم اغېزمنه شي، د اصحابانو لخوا یې جعلې خطونه جوړ کړل، او ویې ویل چې دوی غواړي د خليفه پر ضد راپورته شي او د مدينې په لور حرکت وکړي. په نتیجه کې مصریانو د ۳۵ هجري قمري کال د شوال په میاشت کې مدینه ښار خوا ته په داسې حال کې حرکت وکړ چې ګواکې دوی د حج مراسم ته روان دي، او مدینه یې محاصره کړ. ډېری څېړونکي په دې اند دي چې یهودی عبدالله بن سبأ چې د یمن د صنعا اوسېدونکی او ځان یې مسلمان ګڼه، چې د دې فتنې اصلي راپاروونکی و، او د عثمان په خلاف یې د غلط لیک په جوړولو او د خلکو په هڅولو کې یې فعاله ونډه درلوده.
د مدينې صحابه کرام او خلکو دغه کار وغندی او مدينې ته يې د ننوتو مخه ونيوله، او کله چې هغه مأیوس شول، نو په حیلې يې لاس پورې کړ، او په ظاهر بېرته ستانه شول. د مدينې خلک په پوره ډاډ سره خپلو کورونو ته ولاړل، او ډاډه شول چې رښتيا هم ستانه شوي. خو ډېر وخت نه و تېر چې بغاوت کوونکي بېرته راغلل، حتی حضرت علي رضي الله عنه د مصر خلکو ته وويل: څه وشول چې د ستنېدو وروسته بېرته راغلاست؟ هغوی ځواب ورکړ چې په لاره کې موږ ته د یوه قاصد له خوا یو لیک راورسېد چې په هغه کې زموږ د قتل امر شوی و، او د بصرې او کوفې خلکو هم ورته ځواب ورکړ او ویې ویل: راغلي یو چې د خپلو ملګرو سره مرسته وکړو. اصحابانو ورته وویل: تاسو خپل د ملګرو څنګه خبر سولاست په داسې حال کې چې ستاسو په منځ کې څو فرسخونه لاره وه؟ په حقیقت کې، دا هغه دسیسه ده چې تاسو مخکې جوړه کړې وه.
Leave A Reply

Exit mobile version