بشري تاریخ د نړۍ په کچه د قومونو، تمدنونو او د کوچنیو او لویو پېښو واقعیت بیانوي او کله ناکله د ملتونو د ځواک او وړتیاوو څرګندونه کوي او ډېر لږ د ځینو ملتونو د غندنې او مظلومیت څرګندونه کوي. دا تاریخ د ځینو خلکو لپاره یو رښتینی محرک ګڼل کیږي، مګر ډېری یې دا حقیقت له پامه غورځوي.
اسلام له ظهور څخه تر دې دمه، په هیڅ قوم او سیمي پوري یې تړاو نه درلود، او هر انسان ته یې خطاب کړی دی، او رنګ، قوم، نژاد او وطن ته یې لومړیتوب او تقدس نه دی ورکړی. بلکې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د الله تعالی لخوا د بندګانو د لارښوونې لپاره یو بشپړ او جامع نظام په حیث نازل شو.
د اسلام د پېغمبراکرم صلی الله علیه و سلم او د هغه د صحابه کرامو رضي الله عنهم له د ديارلس کلو دعوت وروسته، اسلام د يثرب په خاوره کې د حکومت او واک خاوند شو او د هرې ورځې په تېرېدو سره د دغه ځواک پراخوالى زياتېده، ان دا چې د خلفای راشدینو او له دوی وروسته خلفاو په زمانه کې په یوه پراخه او وسیع ځمکه بدل شول چې افریقا، اروپا او اسیا پکي شامله وه، او ځواکمن، نه ماتېدونکی او عادل نړیوال حکومت یې تر خپل واک لاندې درلود او د هغه ټول اتباع(مسلمانان او غیر مسلمان) په دې ویاړل چې د اسلام مبارک بیرغ لاندې په عادلانه او سوله ییزه فضا کې ژوند کوي. دا نه یوازې د امت لپاره ریښتینی سپر و، بلکه هغه د ټول انسانیت لپاره پلان درلود او د اروپا د واکمنانو فاسد او غیر انساني پلانونه یې په یو پیغام سره لغوه کول.
د یوه حکومت په تبعیت سره به مسلمانانو کولای شوی چې د اسلام تر بیرغ لاندې د نړۍ په هر ګوټ کې په امن کې ژوند وکړي، او د نن ورځي غوندي په څېر یې بېلابېل نومونه نه درلود، او ملت یو وو، چې یوه ځمکه، یوه ګډه پوله، یو مشترک ارزښت او یو حکومت یې درلود.
نن موږ د پرون په پرتله ډېر زيات يو، د پرون په پرتله ډېر فوق العاده سرچينې او اسانتياوې لرو، بې شمېره وړتياوې او استعدادونه هم لرو، خو یو ډېر خطرناک او ویښ سیالی لرو، کاذب او استعماري سرحدونه هم لرو. ایا کولای شو بېرته خپل لومړني تاریخ او تمدن ته وګرځو؟ داسې تاریخ چې په زرینو پاڼو زینت شوی او د دې امت قیمتي خزانه ده.
د اسلامي امت ځلانده تاریخ ته په لنډه کتنه سره ویلای شو؛ که ملت وحدت ولري، استعمار او استثمار به نه وي. او هغوی به زموږ له طبیعي، سمندري او فضایي اسانتیاوو څخه ګټه وانخلي. زموږ ستراتیژیکې سیمې به د یو بل پر ضد ونه کاروي. او دوی نشي کولی تیل، ګاز، یورانیم، لیتیم او نور امکانات لوټ کړي. د اسلامي امت په خاوره کې به هیڅ جاسوس، اجیر یا ګوډاګی نه وي. د دوی بې ځایه او بې بنسټه نظریات به د ملت په منځ کې ځای ونه لري. د ملت خاوره به د وسلو، نشه يي توکو، شرابو او فحشا بازار نه ګرځي. د امت انرژي به په غلطو پولو کې د امت په صفت خلاصه نه شي. د اسلامي امت پوځ به په خپل منځ کې جګړه او وینه توی نه کړي.
نو ایا غرب او شرق به ددې وړتیا ولري چې ددې امت پر وړاندې ودریږي؟ ملیاردر امت په اسانتیاوې، اردو، او بشپړ او ټولشموله اصل سره، چې په هر وخت کې د بیا یوځای کیدو امکان یې شته؛ لويديځ د پورتنيو خبرو په درک کولو سره، زموږ پر وړاندې د خنډونو د رامنځته کولو تر وروستي پورې هڅه کوي؛ ځکه چې هغه زموږ له یووالي څخه وېره لري او د خپلو ټولو جنایتونو، خیانتونو او تورونو تاوان به ورکړي ان شاء الله.