راټولونه: نعمان سعید


د محدثینو او فقهاوو له نظره د امام ابوحنیفه «رحمه الله» علمي مقام

په دې لیکنې کې د امام اعظم ابو حنیفه ـ رحمه الله په باب یوازې د یو څو تنو فقهاوو، محدثینو او علماوو نظرونه را ټول کړل شوي دي، چې د دوی په منځ کې د ده مبارک علمي مقام ثابتوي.
لوی محدث او فقیه علامه عبدالله ابن مبارک ـ رحمه الله وایي: ” امام ابوحنيفه ـ رحمه الله ـ تر ټولو ستر فقيه و او ما په فقه کې د ده په شان څوک نه دی لیدلی”.
د شافعي مسلک بنسټګر امام شافعي ـ رحمه الله ـ وايي: “خلک په فقه کې د امام ابوحنيفه کورنۍ (اولاد) دی”.
مسعر بن کدام ـ رحمه الله ـ وایي: “زه په کوفه کې پر دوو کسانو غبطه کوم، ابوحنيفه باندې د فقهې په وجه او حسن بن صالح باندې د زهد له امله”.
امام ذهبي رحمه الله وايي:” امام اعظم د امامت درجې ته رسېدلی و، یو عملي عالم و، پرهیزګار، عبادت ګزار او د جليل القدر شخصيت خاوند و، د پاچاهانو نذرونه يې ونه منل او خپله روزي يې له سوداګريز کاروبار څخه ترلاسه کوله”.
د مالکي مسلک بنسټګر امام مالک ـ رحمه الله ـ د ده په اړه وايي: “ما هغه (ابو حنيفه) داسې يو څوک وموند، چې که یې غوښتل، چې دا ستنه د سرو زرو ثابته کړي، نو د خپل علم په قوت يې دا کار کولاى شواى”.
امام یحیی ابن معین ـ رحمه الله ـ وایی: “زما په اند قرأت د حمزه او فقه د ابوحنيفه ده”.
امام وکیع ـ رحمه الله ـ یې په اړه وايي: ” داسې کوم عالم ما ندی لیدلی، چې له ابو حنیفه څخه زیات فقیه وي او تر هغه زیات لمونځ ګزار وي*.
امام سفیان ثوري ـ رحمه الله: “سفیان ثوري ـ رحمه الله ـ یو کس ته (چې د امام اعظم له مجلس نه ستون کېده) وویل:” ته د ځمکې پرمخ د تر ټولو ستر فقیه له حضور څخه ګرځې”.
او امام اوزعي ـ رحمه الله ـ وايي: “ما به د امام ابوحنيفه ـ رحمه الله ـ په زیات علم او کامل عقل باندې غبطه کوله”.
Leave A Reply

Exit mobile version