Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»ډیموکراسي»اسلام او ډیموکراسي (یوولسمه برخه)
ډیموکراسي شنبه _20 _جولای _2024AH 20-7-2024AD

اسلام او ډیموکراسي (یوولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال:  م.  فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (یوولسمه برخه)

 د ډیموکراسۍ په نظام کې د خلکو د حاکمیت او د هغه د خنډونو څېړنه
۵. د ټاکنو د ګټونکي په ټاکلو او د څوکیو د وېش په برخه کې خنډونه؛
 په حقیقت کې هر هیواد او سیمه د خلکو لپاره ده، کوم چې دوی ته د خوندي ژوند شرایط او کافي عاید برابروي؛ نو ځکه په یوه هیواد کې د حکومت جوړولو لپاره باید د اکثریت خلکو رضایت ترلاسه شي. کله چې یو ځواک د دې شاخص په پام کې نیولو سره د حاکمیت ډګر ته ننوځي او چارې تنظیم کړي، د هغه  د بریالیتوب هیله کیدی شي او د هغه د ادارې او کنټرول له لارې د ځمکې د ابادۍ او ښېرازۍ هیلي په زړه کې را ژوندۍ کیږي.  خو په زور او فشار او د دوکې او فریب له لارې د واک پر څوکۍ ناست به له شرم او ذلت او  رسوایۍ پرته بله پایله ونه لري. داچې موږ وایو چې ډیموکراسي د حاکمیت او د ټولیز رضایت ترلاسه کولو لپاره مطلوب او مثالي نظام نه دی، علت همدغه دې؛ ځکه چې د ډیموکراسۍ په بنسټ کې د هیواد د ادارې لپاره د یو فرد یا ګوند د ټاکلو لپاره ډیری میتودونه شتون لري، دوی د اکثریت خلکو د رضایت د راجلبولو او ترلاسه کولو ځانګړتیا نلري.
 په لاندې کې، موږ به ورته میتودونه او په انتخاب کې د دوی نیمګړتیا تشریح او توضیح کړو، او موږ به د دوی غیر موثریت افشا او ثابت کړو.
 د رایو له اخیستلو وروسته، د رایو د شمېرلو، د ټاکنو د ګټونکي د ټاکلو او د بریا د اعلانولو او د پارلمان د څوکیو د وېش وخت دی.  د دې هدف لپاره څو لارې شتون لري:
 یو: اکثریت نظام چې په دوه ډوله دی:
۱.  نسبي اکثریت سیسټم یا “plurality”؛ په دې نظام کې د ټاکنو ګټونکی هغه څوک دی چې د نورو نوماندانو په پرتله یې ډېرې رایې ترلاسه کړې وي؛ د بېلګې په توګه:  درې نوماندان دي، چې یو یې ۴۰٪ رایې ګټلې او دوو نورو یې په ترتیب سره ۳۵٪ او ۲۵٪ رایې ګټلي دي.
 په دې نظام کې لومړي کس ټاکنې ګټلي او بریالی دې.  د دې طریقې اصلي نیوکه دا ده چې که د کاندیدانو شمیر له دریو څخه زیات وي، هغه څوک چې ټاکنې وګټي، که څه هم د نورو په پرتله یې ډیرې رایې ترلاسه کړې، خو د ټولو کاندیدانو په پرتله یې تر نیمایي ډیرې رایې له لاسه ورکړي.   د پورتنۍ بېلګې په څېر، هغه چا چې ټاکنې وګټلې، ۴۰ سلنه رایې یې وګټلې، په دې مانا چې ۶۰ سلنه رایه ورکوونکي له هغه ناخوښ دي.   د دې ستونزې د حل لپاره څو لارې شتون لري. یو له هغو حل لارو څخه  دا دی چې د ټاکنو دویم پړاو ترسره شي، او هغو نوماندان چې تر ټولو ډیرې رایې یې ګټلي وي ورته لار مومي.
۲. د مطلق اکثریت سیسټم یا “majority”؛  په دې نظام کې د ټاکنو ګټونکی هغه څوک دی چې نیمایي جمع یوه رایه ترلاسه کړي.  دا طریقه هم یوه ستونزه لري او که یو کاندید هم دا اندازه رایه ترلاسه نکړي، نو انتخابات به هرو مرو  دویم پړاو ته ولاړ شي.
 دواړه یاد شوي سیسټمونه عدالت نشي تأمینولی؛  ځکه چې د رایو لویه برخه ضایع کیږي.  په دوهمه طریقه کې نهه څلویښت فیصده ښکته او په لومړۍ طریقه کې لویه فیصدي چې په تېره بیلګه کې شپیته فیصده وه، غیر موثره ګڼل کیږي.  له همدې امله ډېرو هېوادونو د عدل او انصاف د تامين لپاره د نسبي نمايندګۍ نظام غوره کړی و.
 دوهم: د سیاسي اقلیتونو د نسبي نمایندګۍ یا استازیتوب سیستم
 هغه دوه اکثریتي سیسټمونه چې موږ یې په اړه خبرې وکړې ډیری وخت د “انفرادي”  یا «حوزوي» ټاکنو په بڼه کې کارول کیږي، یعنې هیواد د دوی د شمیر له مخې په څو کوچنیو “حوزو” بدلیږي؛ د بېلګې په توګه: یو ښار به څو ناحیې ولري او په هره ناحیه کې به یوازې یو کس ټاکل کېږي؛ له همدې امله، ډیری وخت د اکثریت سیسټم، انفرادي یا ناحیه یي سیسټم بلل کیږي.  د نسبي نمایندګۍ پر بنسټ نظام کې، د ګوندونو لیست اکثرا د ټاکنو لپاره وړاندې کیږي؛  له همدې امله، دا ډیری وختونه د لیست سیسټم په نوم هم یادیږي.
 په نسبي استازیتوب کې، په پارلمان کې څوکۍ د رایو د تناسب پر بنسټ ویشل کیږي؛  د بېلګې په توګه: که دوه ګوندونه وي، چې یو یې ۶۰٪ رایې او بل یې ۴۰٪ رایې ولري او پارلمان ۱۰۰ څوکۍ ولري، لومړی ګوند به ۶۰ څوکۍ او بل ګوند به ۴۰ څوکۍ ولري.
 دا سیسټم هغو ګوندونو ته اجازه ورکوي چې لږې رایې یې ګټلې وي چې څوکۍ وګټي ترڅو  دوی ګټلې رایې له لاسه ورنکړي.  په دې اساس ویلای شو چې دا طریقه د اکثریت نظام په پرتله عدالت ته نږدې ده.  له همدې امله دوی په ۱۹ پېړۍ کې په اروپا کې پر دغه نظام ډېر باور درلود او له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته یې وکاروله، خو وروسته  په ډېرو هېوادونو کې پرېښودل شو.
دا سیسټم له نیمګړتیاوو  تش نه دې. لومړۍ نیمګړتیا یې دا ده چې ډېر ګوندونه پارلمان ته ننوځي او له همدې امله په ډېرو مواردو کې هېڅ ګوند نه شي کولای چې د پارلمان اکثریت څوکۍ وګټي او له دوو یا ډېرو ګوندونو ایتلافي حکومت جوړېږي، خو ایتلافي حکومت ډېر ژر له ړنګیدو سره مخ کیږي او ناکامه کیږي او د وزیرانو استقرار نه کیږي  دا وضعیت په مقننه (پارلمان) او اجراییه دواړو قواوو اغیزه کوي.  په فرانسه کې هم همدا حالت و او له همدې امله د فرانسې نظام د دې نظام د نیمګړتیاوو او عیبونو یوه بشپړه بېلګه بلل کېده، تر ۱۹۵۸ کال پورې اجراییه څانګه پیاوړې شوه او ولسمشر ته ډېر واکونه ورکړل شول.  موږ په ترکیه کې نن ورځ وضعیت وینو چې پارلمان او حکومت یې څومره ګډوډ دی.
 په بل عبارت، د سیاسي ګوندونو د عدالت د تامینولو او د ډیموکراسۍ په لاره کې، یو ګډوډ پارلمان او یو ضعیف حکومت جوړیږي او دا یو بل دلیل دی چې که موږ یو پیاوړی حکومت غواړو، نو موږ لږ ډیموکراسۍ ته اړتیا لرو.
 نو د هغه څه له مخې چې تېر شو، داسې برېښي چې په ډیموکراسۍ کې د خلکو حاکمیت د عمومي افکارو د غولولو لپاره بې اساسه ادعا ده، چې هر شخص یا ګوند یوازې د ولس له رایو څخه د ځان د ځای پر ځای کولو او د خپلو مشخصو او هدفمندو موخو د پلې کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او له بریا وروسته د خلکو هیلو او غوښتنو ته پام نکوي .
ادامه لري…
Previous Articleد رسول اللهﷺ اخلاق (لومړۍ برخه)
Next Article سیکولاریزم (یوولسمه برخه)

اړوند منځپانګې

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره ټکر (برخه: ۱۱)

سه شنبه _13 _جنوري _2026AH 13-1-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۴)

دوشنبه _12 _جنوري _2026AH 12-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD9 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶) سریزه د قران…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD9 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲) د مغز په ژور ځای…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD9 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۵) د فراماسونرۍ مشهور لیکوالان او د هغوی ملاتړي په…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD22 Views

لیکوال: ابو‌ رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.