خوارج (لسمه برخه)
د خوارجو د غندنې او له هغوی سره د مقابلې په اړه د مخکنيو او وروستنیو علماوو ويناوې
ديارلسم قول: قال الإمام ابي الحسن بن القطان: «وأجمعوا على ذم سائر أهل البدع منهم، وهم الروافض، والخوارج، والمرجئة، وترك الاختلاط بهم» وقال: «وأجمعوا على أن قتال الخارجين حلال إذا سفكوا الدماء وأباحوا الحرام»؛ امام ابن قطان رحمه الله فرمايي: او دوی په خپل منځ کې د پاتې نورو بدعتيانو په غندلو باندې اتفاق وکړ، او هغوی روافض، او مرجئه دي، او همدارنګه پر دې یې هم اجماع وکړه چې له دوی سره دې ناسته او ولاړه او ملګرتیا نه کوي او هم ویې فرمایل :دوی د خوارجو سره د جګړې د جواز په اړه موافقه وکړه کله چې دوی په ناحقه وینه توی کړه او حرام ،حلال وګڼي.
څوارلسم قول : قال شيخ الإسلام إبن تيمية: «وأهل السنة ولله الحمد متفقون على أنهم مبتدعة ضالون، وأنه يجب قتالهم بالنصوص الصحيحة، وأن أميرالمؤمنين علياً كان من أفضل أعماله قتاله للخوارج، وقد اتفق الصحابة على قتالهم»؛ شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله وايي: او اهل سنت په دې متفق دي چې دوی (خوارج) بدعتيان او ګمراهان دي او د صحيح نصوصو له مخې له هغوی سره جګړه واجب ده او د اميرالمؤمنین تر ټولو غوره عمل له خوارجو سره جنګېدل وو او په حقیقت کې صحابه کرام، له هغوی سره د قتال پر وجوب متفق وو.
پنځلسم قول: قال: «وما روي من أنهم «شر قتلى تحت أديم السماء وخیر قتيل من قتلوه» فإنهم كانوا مجتهدين في قتل كل مسلم لم يوافقهم، مستحلين لدماء المسلمين وأموالهم وقتل أولادهم مكفرين لهم، وكانوا متدينين بذلك لعظم جهلهم وبدعتهم المضلة»؛ او هغه څه چې د دوی په اړه روایت شوي دي: (خوارج) د اسمان تر چت لاندې ترټولو بد وژل شوي دي او ترټولو غوره وژل شوي هغه دي چې د دوی لخوا وژل شوي دي . دوی د مسلمانانو د اولادونو وینه، مال او وژنه حلال ګڼله، او دوی د لویې ناپوهۍ او ګمراهۍ له امله خپل اولادونه تکفیر کړل او ویې وژل او دا کارونه یې د قربت الی الله لپاره.
شپاړسم قول: قال شيخ الإسلام إبن تيمية: «وهؤلاء (يعني الخوارج) أمر النبي بقتالهم؛ لأن معهم ديناً فاسداً لا يصلح به دنيا ولا آخرة»، «لا ريب أن الجهاد والقيام على من خالف الرسل، من أفضل الأعمال التي أمرنا الله أن نتقرب بها إليه، لكن يجب أن يعرف الجهاد الشرعي الذي أمر الله به ورسوله من الجهاد البدعي، وأهل الضلال الذين يجاهدون في طاعة الشيطان وهم يظنون أنهم مجاهدون في طاعة الرحمن، كالخوارج ونحوهم الذين يجاهدون في أهل الاسلام»؛ شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوارجو سره د جنګ کولو امر کړی، ځکه چې د دوی په منځ کې فاسد دين دی چې نه به يې دنيا او نه آخرت سم شي، په دې کې شک نشته چې جهاد او پاڅون د هغه چا په خلاف چې د رسولانو نافرماني یې کړې ده، له هغو غوره اعمالو څخه دي چې الله جل جلاله موږ ته د تقرب لپاره د هغې د اجرا کولو امر کړی دی؛ خو هغه اسلامي جهاد چې الله تعالی ورته حکم کړی دی باید له بدعتي جهاد څخه توپیر ولري، ګمراه خلک د شیطان په اطاعت کې جنګیږي، په داسې حال کې چې دوی فکر کوي چې دوی د خدای په اطاعت کې جنګیږي لکه د خوارجو او د هغوی د خلکو په څیر چې د اسلام په وړاندې جهاد کوي.
اولسم قول: قال ابن رجب رحمهالله مبينا ثبوت الأحاديث الواردة في ذم الخوارج: «وقد صح عن النبي الأمر بقتال الخوارج وقتلهم، وقد اختلف العلماء في حكمهم فمنهم من قال: هم كفار فيكون قتلهم لكفرهم، ومنهم من قال: إنها يقتلون لفسادهم في الأرض بسفك دماء المسلمين وتكفيرهم لهم»؛ ابن رجب رحمه الله د هغو احادیثو د تاییدولو په ترڅ کې چې د خوارجیانو په غندلو کې راغلي دي، وایي: د خوارجانو د قتال او وژلو حکم له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په سمه توګه روایت شوی دی او علماوو په خپل حکم کې اختلاف کړی دی؛ له دوی څخه ځینو وویل: دوی کافران دي، نو دوی ووژنئ، او د دوی د کفر له امله دې او ځیني یې وایي: دوی په ځمکه کې د فساد او د مسلمانانو د وینو د تویولو او د هغوی د تکفیر کولو له امله وژل کیږي.
اتلسم قول: قال الحجاوي المقدسي: «الخوارج الذين يكفرون بالذنب، ويكفرون أهل الحق، وعثمان، وعلياً، وطلحة، والزبير، وكثيراً من الصحابة، ويستحلون دماء المسلمين وأموالهم إلا من خرج معهم، فهم فسقة، يجوز قتلهم ابتداء والإجهاز على جريحهم»؛ الحجاوي المقدسي وايي :خوارج هغه څوک دي چې د لويو ګناهونو مرتکب او د اهل الحق، عثمان، علي، طلحه، زبير او د ډېرو اصحابو تکفير کوي او د مسلمانانو وينه او مال د ځان لپاره حلال ګڼي، پرته له هغو کسانو څخه چې له دوی سره بهر شوي وي . نو دوی فاسق دي، دا روا ده چې لومړی د دوی وژل پیل شي او بیا یې ټپیان ختم کړل شي.
نولسم قول: امام آجری رحمهالله در کتابش چنین میگوید: «لَمْ يَخْتَلِفِ الْعُلَمَاءُ قَدِيمًا وَحَدِيثًا أَنَّ الْخَوَارِجَ قَوْمُ سُوءٍ عُصَاةٌ لِلَّهِ تَعَالَى وَلِرَسُولِهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَإِنْ صَلَّوْا وَصَامُوا، وَاجْتَهَدُوا فِي الْعِبَادَةِ، فَلَيْسَ ذَلِكَ بِنَافِعٍ لَهُمْ، نَعَمْ, وَيُظْهِرُونَ الْأَمْرَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّهْيِ عَنِ الْمُنْكَرِ، وَلَيْسَ ذَلِكَ بِنَافِعٍ لَهُمْ؛ لِأَنَّهُمْ قَوْمٌ يَتَأَوَّلُونَ الْقُرْآنَ عَلَى مَا يَهْوُونَ، وَيُمَوِّهُونَ عَلَى الْمُسْلِمِينَ، وَقَدْ حَذَّرَنَا اللَّهُ تَعَالَى مِنْهُمْ، وَحَذَّرَنَا النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَحَذَّرَنَاهُمُ الْخُلَفَاءُ الرَّاشِدُونَ بَعْدَهُ، وَحَذَّرَنَاهُمُ الصَّحَابَةُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَمَنْ تَبِعَهُمْ بِإِحْسَانٍ، وَالْخَوَارِجُ هُمُ الشُّرَاةُ الْأَنْجَاسُ الْأَرْجَاسُ، وَمَنْ كَانَ عَلَى مَذْهَبِهِمْ مِنْ سَائِرِ الْخَوَارِجِ يَتَوَارَثُونَ هَذَا الْمَذْهَبَ قَدِيمًا وَحَدِيثًا، وَيَخْرُجُونَ عَلَى الْأَئِمَّةِ وَالْأُمَرَاءِ وَيَسْتَحِلُّونَ قَتْلَ الْمُسْلِمِينَ، فَأَوَّلُ قَرْنٍ طَلَعَ مِنْهُمْ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: هُوَ رَجُلٌ طَعَنَ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَهُوَ يَقْسِمُ الْغَنَائِمَ، فَقَالَ: اعْدِلْ يَا مُحَمَّدُ، فَمَا أَرَاكَ تَعْدِلُ، فَقَالَ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «وَيْلَكَ، فَمَنْ يَعْدِلُ إِذَا لَمْ أَكُنْ أَعْدِلُ؟» فَأَرَادَ عُمَرُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَتْلَهُ، فَمَنَعَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ قَتْلِهِ وَأَخْبَرَ: «أَنَّ هَذَا وَأَصْحَابًا لَهُ يَحْقِرُ أَحَدُكُمْ صَلَاتَهُ مَعَ صَلَاتِهِ وَصِيَامَهُ مَعَ صِيَامِهِ، يَمْرُقُونَ مِنَ الدِّينِ» وَأَمَرَ فِي غَيْرِ حَدِيثٍ بِقِتَالِهِمْ، وَبَيَّنَ فَضْلَ مَنْ قَتَلَهُمْ أَوْ قَتَلُوهُ»؛ د پخوانیو او اوسنیو علماوو په دې کې اختلاف نه دی چې خوارج بد خلک دي او د خدای او د هغه د رسول نافرماني کوي، که څه هم دوی لمونځ کوي، روژه نیسي او په عبادت کې سخت زیار وباسي، او دا (اعمال او افعال) به دوی ته هیڅ ګټه ونلري. هو، او دوی امر بالمعروف او نهی عن المنکر خپله تګلاره او سرمشق ګڼي؛ مګر دا د دوی لپاره ګټور نه دی؛ ځکه چې دوی د قرآن په هر ډول تفسیر او تأویل باندې لاس پورې کوي او دین له مسلمانانو څخه پټوي، الله تعالی او د هغه پیغمبر او خلفای راشدینو او صحابه کرامو او ټولو هغو کسانو چې په نېک نیت یې د هغوی پیروي کوله، موږ ته د هغې ګمراه ډلې په وړاندې خبرداری راکړی او موږ یې له هغوی څخه منع کړي یو. خوارج ناولي عناصر دي او هرڅوک له نورو خوارجو څخه چې د هغوی په مذهب دي او دا فاسد مذهب یې له تېر او اوس څخه په میراث وړی او پر امامانو او امیرانو یې خروج کړی او د مسلمانانو وژل یې حلال ګڼلي.
د دوی لومړۍ څانګه چې راپورته شوه، هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې وه. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د غنایمو په ویشلو بوخت و، یو سړي د پیغور په شکل رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: اې محمده! انصاف وکړه، زه ګورم چې تاسو انصاف نه کوئ؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: افسوس په تاسو، که زه انصاف ونه کړم، نو څوک به انصاف وکړي؟ عمر غوښتل هغه ووژني؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه منع کړ او ویې ویل: دا سړی او هغه ملګري به یې چې وي، ستاسو لمونځ به د دوی د لمانځه په پرتله او ستاسو روژه د دوی د روژې په پرتله لږ وي، او دوی به له دین څخه جلا شي .
په ډېرو احادیثو کې له هغوی سره د جګړې امر شوی دی او د هغو کسانو فضیلت هم بیان شوی چې دوی وژني او یا د دوی لخوا وژل کیږي .
د امت د مشرانو او اسلافو له خبرو څخه معلومیږي او په دې کې هیڅ شک نشته چې دغه ګمراه ډله، باغي، واجب القتل، او د فتنې او او ګمراهۍ لامل دي او په هر ځای کې چې د دوی ناولي ګامونه پورته شي او د دوی ښکر راښکاره شي، له جنایت، جګړې او فتنې پرته پر مسلمانانو څه نه راځي.