لیکوال: ابورائف


سیکولاریزم (اتمه برخه)

 د کلیسا سیاسي پاڅون
 یو بل ډګر چې کلیسا پکې په بغاوت او سرکشۍ لاس پورې کړ، سیاسي ډګرونه و؛ دا طبیعي خبره ده چې  علما او د دین اهل په هغه ملت باندې د سیاسي واک حق لري، کوم چې پر هغه باور لري؛ مګر دا تصور هم ممکن نه دی چې هغه خلک چې مومنان دي او الهي شریعت ته یې غاړه ایښې، د هیواد په چارو او د هغه په ​​​​سیاست کې هیڅ نفوذ او رول ونلري.
 خو هغه څه چې هېڅکله به سم نه وي هغه دا دي چې د دین اهل په ظالمانو او تحریف کوونکو سیاستوالو بدل شي چې الهي قانون له پامه و غورځوي او پر هغه حساب ونکړي او پر ځای یې پر نورو د تسلط او ولکې په موخه ظلم او زورواکي ته لاره هواره کړي .
 په دې کې شک نشته چې د کلیسا اصلي موخه د پاچاهانو او واکمنانو د انحرافاتو اصلاح او سمون او د الهي احکامو او دیني لارښوونو څخه د سرغړونې په وخت کې پر هغوی د فشار راوړل وو او باید له دې دندې څخه هېڅکله شاته پاتې نه شي، حقیقت دا دی چې کلیسا پخپله د دین د تحریف او بدلون په ډګر کې رول لوبوي او بیا ځان د پاچاهانو او ټولواکانو روحاني مشر بولي او دوی مجبوروي چې د هغه په ​​​​وړاندې سجده وکړي او د دوی د صلاح اندازه د هغه خدمت په ​​اندازې  پورې اړه لري چې دوی د کلیسا لپاره کوي او نه د الهی حدودو د رعایت او اطاعت کولو په اندازه، دا به ډیره بده او له شرمه ډکه مسله وي.
 د اروپا پاچاهان په ټولو چارو کې په ځانګړي توګه په سیاسي چارو کې د کلیسا له لاسوهنې څخه ستړي شوي وو.  دوی د دې مداخلې لپاره هیڅ دلیل ونه موندل، حتی د اروپا د پاچاهانو له نظره، د کلیسا اهل او پر دین باور لرونکو خلکو په دوی باندې د  “پاکۍ یا قداست ”  پرته بل هیڅ غوره والی نه درلوده.  د اروپا تاریخ پوه او د«اروپا تاریخ» کتاب لیکوال « هربرټ فشر » لیکي: په اروپا کې واکمنو کورنیو خپله بقا له هغه ملګرتوب څخه اوږدوله چې له یوه قدسیانو سره یې درلوده. دوی ته له دې لارې خپل قداست په میراث پاتې دی او له دې وروسته عامو خلکو د دوی په کړنو نیوکه نه ده کړې؛ ځکه چې هغوی مقدس وو.
اروپايي پاچاهانو د کلیسا له تسلط څخه د ځان د خلاصون لپاره بې شمېره هڅې وکړې، خو هېڅکله بریالي نه شول، د انګلستان پاچا «لومړی اډوارډ » او «څلورم فلیپ » د فرانسې پاچا اعلان وکړ چې جنت ته د رسېدو لپاره پاچا اړ نه دی چې د پاپ په وړاندې سر ټیټ کړي.
 دوی هڅه کوله چې د کلیسا د دولت او سلطنت د چارو د څارنې مخه ونیسي، خو په دې کار کې ناکام شول؛ ځکه چې کلیسا په دې باور وه چې د کلیسا څخه د پاچاهانو اطاعت سپارښتنه نه کیږي، مګر واجب دی، او دا د کلیسا د مذهبي مرکزيت او د هغې د روحاني حاکمیت اړتیا ده.
 همدغه مسله  پاپ  “نیکولا ” په لاندې ډول بیان کړه:  “په حقیقت کې د خدای زوی ( نعوذ بالله ) کلیسا جوړه کړه؛  په دې ډول چې د  “پیټروس استازی” یې د هغه لومړی مشر وټاکه، او د روم پاپانو د پیټروس  دا حاکمیت نسل په نسل په میراث یووړ ، له همدې امله، پاپ په ځمکه کې د خدای استازی دی، او اړینه ده چې د هغه له خوا په ټولو عیسویانو باندې لوړ مشرتابه او لوی سلطنت ولري، که هغه عیسویان واکمن وي یا محکوم وي.”
 سرکش پاپ، «ګریګوري » اعلان کړی و چې کلیسا له دې امله چې الهي نظام دې، د نړیوالې واکمنۍ مستحق دی، او دا چې د پاپ یو له حقوقو او وظیفو څخه چې په ځمکه کې د خدای د استازي په توګه د ظالم پاچاهانو ګوښه کول او د خلکو لخوا د واکمنانو او د هغوی لقبونه تصویب یا رد کول دي.
 په دې ادعاوو سره به يې په پاچاهانو باندې تسلط درلود او حتی په هغو به يې ملنډې وهلې او په هر ډول جنايتونو او فريبونو به يې تورنول. کلیسا تل په منځنیو پیړیو کې معنوي واکمني او د نظامونو ټاکل او مطلق استبداد یې درلود، او پاپان یوازې هغه څوک وو چې د واکمنانو او پاچاهانو تاجونه یې کښېښودل او فاسد او نافرمانه پاچاهان یې له مینځه وړل او هیچا د دوی له حکمونو څخه  د سرغړونې توان نه درلود، او هرچا به چې بغاوت او سرغړونه وکړه، د پاپانو لپاره دا جواز درلود چې د هغه په ​​​​وړاندې د صلیبی جګړې اعلان وکړي او هغه او د هغه ملت تحریم کړي .
 د پاپ سره د پاچا د مخالفت او بیا د کلیسا لخوا د هغه د بایکاټ او ردولو او د پاچا لخوا د هر ډول سختیو او کړاوونو ګاللو په اړه  بې شمیره کیسې ویل شوي. په انګلستان کې، د پاچا هینري او د کانټربري د پاپانو مشر توماس بیکټ ترمنځ شخړه رامنځته شوه؛ د دې دلیل هغه حکم و چې پاچا د مذهبي مشرانو لخوا ترلاسه شوي معافیتونو لغوه کولو لپاره صادر کړ. بیا د پاپانو مشر ووژل شو، او عیسویان په دې کار ډیر اندیښمن شول، او دوی خپل غچ له هینري څخه واخیست، او هغه یې له هرڅه څخه ګوښه کړ.
په پایله کې، پاچا درې ورځې په خپله کوټه کې ځان پټ کړ او هیڅ یې ونه خوړل؛ بیا یې د قاتلینو د نیولو امر وکړ او پاپ یې له جریمې څخه معاف کړ او ژمنه یې وکړه چې پاپ به په هر ډول چې وغواړي د خپلو ګناهونو کفاره به ادا کړي.  هغه خپل پخوانی حکم هم لغوه کړ او د کلیسا ټول حقوق او جایدادونه یې ورته بېرته ورکړل، خو له دې ټولو کارونو سره سره بیا هم د کلیسا بخښنه ونه شوای کړای، تر دې چې په پیاده او د زیارت لپاره کانټربري ته راغی او هلته یې له کلیسا بخښنه وغوښته. وروستنۍ درې هیلې یې په ښیښه ډبرو باندې په وړو پښو ولاړې او په داسې حال کې چې له هغو څخه وینې روانې وې. بیا یې د خپل دښمن د قبر مخې ته په خېټه کېناست او له راهبانو یې وغوښتل چې په چړو ووهي. هغه د دوی ګوزارونه وخوړل او دا ټول سپکاوی یې د پاپ او د هغه د پیروانو د رضایت ترلاسه کولو لپاره ومنل.
 خو تر ټولو لوی پاچا چې د کلیسا د واکمنۍ پر وړاندې یې مبارزه وکړه او د اوږدې مودې لپاره یې مقاومت وکړ، هغه  “فریدریچ”  و د هغه د پیاوړتیا اصلي لامل د هغه په ​​شخصیت باندې د اسلامي کلتور او فکر اغیزه وه.  هغه په ​​عربي ژبه ښه خبرې کولې او د اسلامي تمدن تر اغېزې لاندې و، په داسې توګه چې د کلیسا لخوا د اسلام په منلو تورن شو او هغه یې  د «لوی زندیق» په نوم یاد کړ  خو د نن ورځې لیکوالانو هغه د  “د نړۍ عجایب”  ګڼلی او ځینو بیا هغه  “د عصري پوهانو لومړنی”  ګڼلی دی.
 هغه د ختیځو سیمو یرغل چې امر یې د کلیسا لخوا صادر شوی و،  رد کړ، په دې توګه یې د کلیسا له حکمونو څخه سرغړونه وکړه او د لومړي ځل لپاره یې هڅه وکړه چې د کلیسا او سیکولر واکمنانو ترمنځ چې نوي فکر کونکي وو، جلا والی راولي.
 د اروپايي هېوادونو او د هغو هېوادونو د پاچاهانو پر وړاندې د کليسا دغه ډول سياسي بغاوت د سيکولريزم د پراخېدو او له سياست څخه د مذهب د جلا کېدو لپاره ورځ په ورځ زمينه پرانيستله.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version