لیکوال:  م.  فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (اوومه برخه)

 ډیموکراسي د غربي څېړونکو د نیوکو په تله کې
 په راتلونکې لیکنه کې به هم لکه د پخوا په شان د ډیموکراسۍ د غندلو په اړه د غربي پوهانو ځینې نظریات تر بحث لاندې ونیول شي چې په لاندې ډول دي:
 اوسوالډ اشپنګلر، چې په ۱۹۳۶ کال کې مړ شوی، یو ستر الماني فیلسوف دی او د هغه یو نوښتګر قلمي اثار «د لویدیځ زوال» نومیږي. اشپنګلر د ډیموکراسۍ په جوړښت کې د خلکو اصلي دریځ په سمه توګه پیژندلی او په دې ډګر کې اصلي لوبغاړي یې د ګوند مشران او د تبلیغاتي وسایلو خاوندان ګڼلي دي.
 “حقیقت دا دی چې عامو خلکو ته د رایې ورکولو د حق په ورکولو سره ټاکنو خپل اصلي او لومړنی معنی او مفهوم له لاسه ورکړی دی ؛ [ځکه چې خلک به] د نویو قدرتونو یعنی د ګوندونو د مشرانو په منګولو کې راګیر شي او دا مشران به د تبلیغاتو او توطیې له ټولو وسایلو څخه په استفادې سره خپله اراده پر خلکو تحمیل کړي”.
 رنه ګنون، چې په ۱۹۵۱ کال کې مړ شو، یو له خورا نامتو معاصر فرانسوي فیلسوفانو څخه دی.  د نورو په څېر هغه هم د خلکو پر وړاندې د خلکو د حکومت په جوړښت کې دوه ګونی حالت درک کړی او  هغه ناشونی ګڼي.
 “که موږ دا ومنو چې ثابت او واحد خلک په ورته وخت کې حاکم او محکوم دواړه کیدی شي، موږ له یو تناقض سره مخ شوي یو.”
 هانا ارنټ، چې په ۱۹۷۵ کې مړ شو، د معاصر الماني تاریخ پوهانو او فیلسوفانو څخه دې . هغه، چې یهودی دی، د ډیرو کلونو لپاره په امریکا کې سیاسي علوم تدریس کړي.
 “هغه څه چې موږ نن ورځ ورته ډیموکراسي وایو د حکومت یوه بڼه ده چې په کې لږ تعداد- لږ تر لږه په فرضي توګه – د ډیر تعداد د ګټو لپاره حکومت کوي. له دې ټولو سره سره، دا حکومت کولی شي   oligarchic الیګارشیک وبلل شي؛  په دې معنا چې عمومي نیکمرغي او د ټولو ازادي بيا د دې وړې شمېرې  ځانګړی او انحصاري حق ګرځېدلې ده.
 میشل فوکو، چې په ۱۹۸۳ کال کې مړ شو، یو معاصر فرانسوی تاریخ لیکونکی او مفکر دی چې د تاریخ، سیاست او ټولنې په اړه یې مطالعې په ټوله نړۍ کې شهرت ترلاسه کړ او د وروستیو وختونو یو له خورا اغیزمنو علمي شخصیتونو څخه دی.
 “په لیبرال ټولنو کې افراد په غلامانه ډول د نظم د فرعي ډولونو تابع دي چې حاکم مفهوم یې تحمیلوي.”
 “د عصري ټولنې (لیبرال ډیموکراسۍ) ډیری آزادونکي فعالیتونه او نظرونه په حقیقت کې د زندان په ټاپو کې د انضباطي کنټرول د ډیرو سختو او زیانمنو ډولونو بنسټیز کول دي.”
 جان راولز چې په ۲۰۰۲ کال کې مړ شو، د خپل ډېر مشهور کتاب له امله د عدالت فیلسوف بلل کېږي.  هغه د شلمې پیړۍ یو له مهمو سیاسي فیلسوفانو څخه دی او حتی د ځینو مفکرینو په وینا د دې پیړۍ د سیاسي فلسفې تر ټولو مخکښه څیره ده.  د دې نامتو او اغېزمن فیلسوف اثار له پنځوسو کلونو راهیسې چاپېږي او په ټوله نړۍ کې یې سیاسي فلسفه په زیاتېدونکي توګه اغېزمنه کړې ده.
“هیڅ دلیل نشته چې هغه څه چې اکثریت یې غواړي سم وي.”
 الن ډوبنوا، په ۱۹۴۳ کې زیږیدلی، یو مشهور فرانسوی مفکر، لیکوال او ژورنالیست دی چې د نوي راست په نوم د غورځنګ یو له مشرانو څخه پیژندل کیږي.  د روسو په څیر، هغه په ​​​​دې باور دی چې د ډیموکراسۍ وړتیا او واک  بې اعتباره ده.
 “ټول مفکرین چې ویل یې ډیموکراسي غوره رژیم دی، په خپل ځان کې د ډیموکراسۍ د مفهوم له ثابتولو څخه یې انکار کړی او معمولا یې پرتله کولو ته لاره هواره کړې او ویلي یې دي چې ډیموکراسي زیانونه لري، مګر زیانونه یې د نورو رژیمونو په پرتله کم دي.”
 “ټاکنې او پارلمانيزم د منځني طبقې ضعیف عقله خلک واک ته رسوي.. ځکه چې په سیاسي فعالیتونو کې د ګډون کوونکو شمیر ډیر دی، سیاسي لوبه د شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره د افرادو په مبارزه کې خلاسه کیږي او دا پخپله د عوام فریبۍ د زیاتوالي لامل کیږي چې پایله یې عامه ګټې هیروي.
 د هارورډ پوهنتون پروفیسور مایکل سنډیل وویل:  “د ډیموکراسۍ په حکومت کې، خلک د خپل ځان او خپل برخلیک د حکومت کولو امکان له لاسه ورکوي.”
 مایکل سنډیل، چې په ۱۹۵۳ کال کې زیږیدلی، د امریکا معاصر سیاسي فیلسوف او د هارورډ پوهنتون پروفیسور دی، چې په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د سیاسي علومو ټولنې لخوا د هغه د تدریسي استعداد له امله ستایل شوی و.  سنډیل په دې باور دی چې له عامه ژوند څخه د اخلاقي او دیني مسایلو خالي کول، ډېرې بدې پایلې لري، چې د تنګ نظرۍ او تعصب طبیعي اخلاق پالنې څخه ډکه فضا ته لاره هواروي. د موجوده شرایطو او د لیبرال ټولنو د عامه ژوند ضعفونو ته په پام سره، سنډیل اعلان کوي ​​چې یوازې اخلاقیاتو ته راستنیدل د عصري سیاست خلا ډکولی شي.
 “د ډیموکراسۍ په حکومت کې، خلک د خپل ځان او خپل برخلیک د حکومت کولو امکان له لاسه ورکوي.”
 اندریو لیوین، چې په ۱۹۶۸ کال کې زېږېدلی، د امریکا د میریلنډ د پوهنتون یو له استادانو څخه دی، چې د سیاسي فکر او د ټولنیزو علومو د فلسفې په برخه کې تخصص لري. دیموکراسي له دې خبرې پرته بل څه نه ګڼي، چې بالاخره د اکثریت د استبداد لامل ګرځي او دا ظلم له شاهي ديکتاتورۍ څخه کم نه دی.
 “که موږ د لیبرال ډیموکراسۍ د سیسټمونو کلیدي بنسټونه او له هغه سره تړلي بنسټیز ملاتړ لکه د ګوند سیسټم وڅیړو، نو پایله به دا وي چې د خلکو واکمني په عمل کې ده مګر په فکر کې نه.”
 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version