لیکواله: ام عایشه


مرجئه (اته ویشتمه برخه)

د معاصرې ارجاء د درملنې وسیلې
  1. د سلف صالحينو د دين د خپراوي لپاره هڅې او د عقیدې د ترلاسه کولو لپاره د هغوى طريقه؛ د دې موضوع یو له مهمو اړخونو څخه د شریعت په نصوصو باندي پوهېدل دي په هغه طریقه باندي چې سلف صالحین پرې پوه شوي و، او د دې لپاره باید له ټولو شته امکاناتو لکه: مجلسونه، خطبې، مقالې، اعلانونه. پروګرامونه، او داسې نورو څخه کار واخیستل شي؛
  2. د ټولو مرجئه و د انحراف اصل بیان، چې د کتاب او سنتو څخه مخ اړول دي، چې د هغه لپاره یې مختلف نومونه او اصطلاحات جوړ کړي دي، او همدارنګه دوی د سلف صالحينو اجماع پرې ایښی دی. لکه څنګه چې شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله وايي: «مرجئه په دې اصل کې له کتاب، سنت او د صحابه کرامو له قوله څخه انحراف کړی او په خپل قول تکیه کړې ده، چې همدا طریقه د بدعتیانو طریقه ده.» او همدارنګه امام احمد رحمه الله ویلي دي: «ډیری هغه څه چې د خلکو د خطا لامل کیږي تأویل او قیاس دی.»
له همدې امله د معتزله، مرجئه، روافض او دې ته ورته نورو ډلو د قرآن کریم په تفسیر او تأویل کې د هغه د لغت څخه تفسیر کوي. دوی د رسول الله صلی الله علیه و سلم د احادیثو، صحابه کرام او د مسلمانانو د امامان او سلفو په اجماع او د هغوی په روایاتو تکیه نه کوي. بلکې دوی یوازې په خپل عقل او شخصي تأویل او د خپلو د مشرانو لخوا د ادبیات او کلام په کتابونو باور لري.
  1. د اهل غلو (خوارج او معتزله) او اهل تفریط (مرجئه) او د نورو فرقو په پرتله د عقیدې په چارو کې د اهل سنت او جماعت د اعتدال او میانه روۍ اړخونه وړاندې کول.
  2. پکار ده چې د عقيدې په اصولو کې د مذموم جدال څخه ډډه وشي، ځکه د هغه څخه ستونزو رامنځته کېږي؛ مذموم جدال: له شرعي پوهې پرته جدال دی چې شرعي مصلحت نه پوره کوي او د باطل د رد او د حق د څرګندېدو لامل نه ګرځي. امام احمد رحمه الله په خپل وصيت کې ویلي: «په سنتو او حديثو باندې ټينګ اوسئ، چې د هغه په واسطه به الله تعالی تاسو ته ګټه رسوي او له ژورو لانجو او شخړو څخه ډډه وکړئ، ځکه څوک چې د علم کلام سره مینه لري، نجات نه مومي. ځکه چې کلام، خیر ته بلنه نه ورکوي. زه د کلام او جدال سره مینه نه لرم، بلکې سنت او هغه فقهي روایاتو ته ژمن یم چې تاسو ته یې ګټه رسیږي. له شبهاتو والا سره له مناظرو او بحثونو ځان لرې وساتئ. موږ مخکي خلک وليدل او پوه سولو چي په دغو جدالونو نه پوهېدل. د کلام د علم پایله خیر نه دی، الله تعالی دې موږ او تاسې له دې فتنو څخه وساتي او د هلاکت له اسبابو دې عافیت راکړي.»
له دې مسئلې څخه د سلفو او دیني مشرانو منع کول لامل دا نه و، مګر چې دوی د دې مسلې په خطرونو پوه شوي و، چې له هغو څخه:
  1. a. په مذهب کې جنجال یو سړی تلوّن (هره ورځ رنګ بدلول) ته رسوي. داسې چې اختلاف کوونکی په خپل دین کې په یوه رایه نه پاته کیږي. لکه څنګه چې حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ویلي دي: «څوک چې خپل دين د دښمنۍ او لانجې هدف وګرځوي، په بې ثباتي او فکري بدلون به اخته کیږي.»
ب. د انحراف او ګمراهۍ سبب ګرځي؛ ابوقلابه رحمه الله ویلي دي: «د هوا او هوس له خلكو سره مه كښېنئ او بحث مه كوئ، ځكه زه ډاډه نه يم چې هغوى به تاسو ګمراه كړي او يا به د دين كومه برخه چې دوى په شكمن وي، تاسو هم شکمن كړي.»
ج. د شخړو او دښمنیو په وخت کې شیطان، عالم په خطا او تیښتې اخته کوي. لکه څنګه چې مسلم بن یسار ویلي دي: «له جدال څخه ځان وساتئ، ځکه د عالم د ګمراهۍ لامل کيږي او شيطان د شخړې له لاري هغه ګمراه کوي.»
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version