لیکوال: محمد الافغاني


د اسلامي تمدن طلایي عصر (دوهمه برخه)

تمدن په لغت او اصطلاحات کې
“تمدن” په لغت کې د “مَدَن” څخه اخیستل شوی چې معنی یې «اوسېدل» دي. او په انګلیسي ژبه کې Civilzation کلمه د دې مفهوم لپاره کارول کیږي چې دا هم د استوګنې معنی لري، چې په ټولنیز تعریف کې همهغه «ښاري کول» دي.
«د عمید قاموس» د دې کلمې لپاره پراخه معنا ذکر کړې ده چې په هغه کې مخکني ذکر شوي معناګاني هم شامل دي. (تمدن – ښاري کېدل، د ښار خوی نیول او د ښاریانو په اخلاقو پوهېدل، ټولنیز ژوند، د ژوند په چارو کې د یو بل سره د خلکو مرسته او د پرمختګ او هوساینې د لارو چارو تیارول).
تمدن د کلتورونو او ټولنیزو دودونو ټولګه ده چې د پرمختګ په حال کې وي.
د ابن خلدون له نظره د تمدن تعریف
ابن خلدون، د یو مسلمان مفکر په توګه، تمدن د ټولنیز حالت بولي.
د شمالي افریقا یو ساینس پوه د ابن خلدون څخه څو پیړۍ وروسته، تمدن په دې ډول تشریح کوي: «تمدن د اخلاقي او مادي عواملو ټولګه ده چې ټولنې ته فرصت ورکوي چې هر کس ته د ژوند په هر پړاو کې (د ماشومتوب څخه تر سپېن ږېرتوب پوري) د ودې لپاره اړینه همکاري چمتو کوي. تمدن د انسان د ژوند د خوندیتوب لامل ګرځي او د انسان د خوځښت او پرمختګ ضمانت کوي او دا د هغه د ملي او دیني شخصیت د ساتنې وسیله هم ګڼل کیږي.»
له دغو دوو نظریو څخه دې نتیجې ته رسیږو چې تمدن د کلتورونو تکامل او د هغه ټولنې د ټولنیز نظم منل دي چې له بربریت یا بدو شرایطو څخه وتلې وي او د ټولنیزو چارو د بنسټیز کېدو په لور یې ګام اخیستی وي.
په حقیقت کې تمدن د یوه مدني او ټولنیز انسان هغه لاسته راوړنه ده چې د فکري، معنوي، داخلي او سلوکي ځانګړتیاوو لرونکی وي چې د خلکو د اهدافو او انساني اصولو او ارزښتونو د تحقق لپاره له هیڅ ډول هڅې څخه لاس نه اخلي.
په حقیقت کې، له دې تعریف څخه دوه شیان ترلاسه کیږي:
تمدن د ژوند هغه لاره ده چې خلک او ټولنه په ټولو معنوي، ټولنیزو، سیاسي، مدني او مادي برخو کې د خپلو اهدافو د پرمخ بېولو لپاره ټاکي او له ځینو ارزښتونو، اصولو او قوانینو څخه سرچینه اخلي.
تمدن دوه اړخونه لري؛
لومړی اړخ: د مادي پرمختګ څرګندونې (مظاهر) دي، چې د صنعت، تجارت، کرني، اختراع، اکتشاف، تخنیکونه او د ژوند ټول اړخونه پکې شامل دي.
دویم اړخ: د معنوي پرمختګ څرګندونې دي، چې په معنوي ارزښتونو، اخلاقي اصولو، فکري لاسته راوړنو، ادبي نوښتونو او داسې نورو پورې اړه لري.
په حقیقت کې تمدن تر هغه وخته پورې انساني ارزښت لري چې مادي او معنوي پرمختګونه دواړه ولري.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version