د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (یو پنځوسمه برخه)
د اسلام د څلورو لښکرو پر وړاندې د جګړې لپاره د رومي پوځونو وېش
هرقل په خپل ذهن کې ډیر ژور او دقیق پلانونه لرل، هغه خپل ورور تذارق له اویا زره جنګیالیو سره د جګړې لپاره د سیدنا عمرو بن عاص رضی الله عنه په لور فلسطین ته، د نسطوس زوی الفیقار یې د شپیتو زرو کسانو سره د جګړې لپاره د سیدنا ابوعبیده رضي الله عنه په لور حمص ته، د توزرا زوی ژرژره یې د پنځوس زره کسانو سره د یزید مقابلې لپاره دمشق ته او دراقص یې د پنځوس زره جنګیالیو سره د سیدنا شرحبیل سره د جګړې لپاره د اردن خاورې ته ولېږل.
د اسلام د پوځونو په پرتله دا ځواکونه څو چنده ډېر په وسلو سمبال او د مسلمانانو سره د جګړې لپاره تږي وو.
مجاهدین د رومي لښکرو له زیات شمیر څخه وویریدل
مسلمانان د روميانو له شمېر او جنګي وسايلو څخه وېرېدل، خو صبر او استقامت يې ضروري وګڼل او د اوسني حالت په اړه يې حضرت سيدنا ابوبکر او عمر رضی الله عنهما ته په يوه ليک کې خبر ورکړ، تر څو په دې اړه د هغوی وړانديزونه واوري.
حضرت سیدنا عمر بن الخطاب رضي الله عنه ورته په ځواب کې وویل: زموږ نظر او رایه د لښکرو په اتحاد او پیوستون کې ده؛ که تاسو متحد یاست، نو تاسو به د کمیت له مخې ماتې ونلري او که تاسو ګډوډ او متفرق شئ، نو تاسو به د هغو دښمنانو سره د مخامخ توان ونلرئ کوم چې تاسو سره د جګړې لپاره یې ځانونه چمتو کړي. نو لازمه ده چې په یرموک کې سره یوځای شئ او د دښمن پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړئ.
سیدنا ابوبکر صدیق رضي الله عنه هم د سیدنا عمر رضی الله عنه د خبرو په څېر ورته یو لیک ولیږه چې متن یې په دې ډول دی: لښکرې په یوه ځای کې راټولې کړئ او د شرک لوی لښکر وځپئ؛ په حقیقت کې تاسو د الله سبحانه وتعالی یاران یاست، او یقیناً الله تعالی د هغه چا مرسته کوونکی او یاري ورکوونکی دی چې هغه ته مرسته کوي او بیشکه الله تعالی د هغو کسانو په مقابل کې غالب دی چې کافران دي. ستاسو په شان لوی لښکر د کمیت له اړخه نه ماتیږي، بلکې د ګناهونو او د الله تعالی د نافرمانۍ له امله ماتیږي؛ نو له ګناهونو ځان وساتئ؛ په یرموک کې سره راټول شئ ؛ یو بل پیاوړی کړئ او لاسونه سره یوځای کړئ.”
هرقل په دې ښه پوه شوی و چې که دا ځل عربان او مسلمانان وګټي نو خپل سرحد به شام ته پراخ کړي او له دې وروسته به د رومیانو لپاره هیڅ ځواک پاتې نه شي؛ له همدې امله دوی باید په دې جګړه کې خپل ټول ځواک وکاروي.
دواړه خواوې په یرموک کې د واقوصه په نوم د یوې درې په دواړو غاړو کې سره مخامخ شوې او درې میاشتې (صفر، ربیع الاول او ربیع الثاني) یې یو بل ته انتظار کاوه؛ خو په دې موده کې د دواړو لورو ترمنځ کومه نښته و نشوه. همدارنګه مسلمانان هم د مرکزي حکومت د مرستندویه ځواک په تمه وو.
په همدې وخت کې سیدنا ابوبکر صدیق رضی الله عنه وفرمایل: د دې میدان یوازینی سړی خالد دی؛ په خدای قسم، زه باید د خالد په رالیږلو سره د روم شیطاني فتنې لیرې کړم. په همدې اساس یې هغه ته یو لیک واستاوه او امر یې وکړ چې ژر تر ژره د شام په لور رهي شي او په یرموک کې د مسلمانانو له لښکر سره یوځای شي. هغه کولی شي د شام له فتح کولو وروسته عراق ته راستون شي او خپلو فتوحاتو ته دوام ورکړي.
د سیدنا خالد بن ولید رضي الله عنه سفر او د هغه ستونزې به ان شاءالله په نورو برخو کې وڅیړو.