مرجئه (شپږ ویشتمه برخه)
د مرجئه و زوال او انحطاط
د دغې فرقې د زوال پړاو له څو پېړيو فعاليتونو او په بېلابېلو اسلامي هېوادونو کې د ډېرو پيروانو په تر لاسه کولو، د امويانو له ړنګېدو او د عباسي دولت له ظهور وروسته پيل شو او بالاخره يې خپل فعاليت پای ته ورساوه. د بني عباس د حکومت له ظهور سره، مرجئه د دوو لاملونو پخاطر له منځه ولاړل:
۱. عباسیانو ګڼل چې مرجئه د امویانو ملګري او ملاتړي دي. له امویانو سره د عباسیانو مخالفت هم له مرجئه و سره یو ډول مخالفت ګڼل کېده او د امویانو په له منځه تللو سره مرجئه هم خپل اهمیت او وقار له لاسه ورکړ. دا دليل ځينو مؤرخينو لکه: احمد امين او نعمان القاضي هم تاييد کړی دی. دوی هم د مرجئه د نسکورېدو لامل له امویانو سره د عباسیانو مخالفت ګڼي.
۲. کله چې عباسیان واک ته ورسېدل، د اهل حدیث مذهب په رسمیت وپېژندل شو او د مرجئه و په ګډون د نورو فرقو ونډه کمه او له منځه ولاړه. د یادولو وړ خبره دا ده چې د دوی دیني افکار په نورو فرقو کې هضم شول او هیڅکله په بشپړه توګه له منځه نه ولاړل.
پایله
مرجئه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته د حضرت علي او حضرت معاویه رضی الله عنهما په اړه قضاوت ونه کړ، لکه څنګه چې نورو فرقو د هغو په اړه افراط وکړ. دغه فرقه چې د هغه وخت د ټولنيز وضعيت او د خوارج د افراطيت له امله رامنځته شوې وه، د زياتو مسلمانانو په تېره بيا د نويو مسلمانانو او موالیو له خوا له تود هرکلي سره مخامخ شول. دغه فرقې د اسلامي حاکمانو د کړنو توجیه کول، او له هر ډول مداخلې او اصلاحاتوڅخه یې خلک منع کول، چې دغه کارونه دوی یې د اسلامي اعمالو او احکامو بې احترامۍ خوا ته کش کړل. او د اموي واکمنانو هم دغه مفکوره د خپلو ظلمونو د توجیه کولو او د دې ډلې د عقیدې پر بنسټ د مشروعیت لپاره وکاروله.
صحیح ده چې د امویانو منفي اغیزې تر یوې اندازې پورې د امویانو د واکمنۍ په پایښت او ساتلو کې مرسته کوله، خو دې مفکورې نورې بېلابېلې پایلې هم درلودې، چې د دې مفکورې په دوه اړخیزه بڼه د امویانو سره د دوی په تعامل او ټکر کې پټې وې. يقيناً د اموي واکمنانو هم د مرجئه و د افکارو په خپراوي کې مرسته کړې وه ځکه چې مرجئه يوازنۍ فرقه وه چې د امویانو خطاګاني يې توجیه کول او دغه معيار ته تر بل هر څه زياته اړتيا وه. په ځانګړې توګه په داسې حالت کې چې خوارجو د امویانو په کفر او د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو د امویانو پر فسق باندي تاکید کول. او معتزله حکم کوی چې ایمان په واجباتو او احکامو، عقیده او عمل دی، او څوک چې په هغه عمل ونه کړي، هغه د همېش لپاره په دوزخ کې دی، که څه هم هغه د اسلام په ټولو ارکانو او اصولو باور ولري، نو ځکه یوازینۍ فرقه چې د امویانو کړنې یې تصویب کولې هغه د مرجئه فرقه وه.
د اسلامي فقهاوو او مورخینو په اثارو او کتابونو کې کې د تاریخي شواهدو پر بنسټ مرجئه داسي فرقه وه چې د امویانو له تګلارو سره مطابقت درلود، له همدې امله په دغو کتابونو کې کله ناکله په سختو الفاظو يادونه شوې او مسلمانانو ته د دې ډلې خطر په ګوته شوی دی. د دې مادې په تایید سره دا هم ویلای شو چې د مرجئه و فرقې زرین دوره او پراخوالی د امویانو د واکمنۍ پر مهال و او د اموي ځواک له کمزورتیا سره تاریخ د دې فرقې د زوال شاهد دی.
ډیری غلط فکرونه، ظلمونه او هغه جنګونه چې د اسلام په نوم او په حقیقت کې د اسلام په ضد تر سره شوي دي، په اصل کې د ارجاء فکر ته ورګرځي؛ دغه فرقه او فکري جریان د اسلام له عملي کېدو، دې دین د نړیوال کېدو خنډونو څخه ګڼل کیدای شي.
تر دې دمه د پخوانۍ مرجئه موضوع تشريح شوې ده، په راتلونکې برخه کې چې وروستۍ برخه به يې (ان شاءالله) وي، هڅه به ذکر کړو چې د مرجئه و هغه عقيدې او افکار چې د ټولنې په منځ کې راپيدا شوي، څرګند کړو.