لیکوال: زید


حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه (شپږمه برخه)

حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه د حدیثو د روایت په ډګر کې
لکه څنګه چې په تېرو برخو کې یادونه وشوه، حضرت سیدنا فیروز دیلمي رضي الله عنه د هغو خلکو څخه و چې له لرې سیمو لکه: صنعا، یمن او حبشې څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته حاضر کېدی، او د رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه به پوښتنې کولې، او هغه حدیثونه چې به یې اورېدل، هغه به یې نورو ته روایتول.
د ده د رواياتو د اعتبار په هلکه دومره کفایت کوي چې ووایو: د ده اکثره احاديث د محدثینو او امامانو په آثارو کې ذکر شوي دي؛ کولای شو د صحیحینو (بخاري او مسلم شریف) او سنن اربعه و کتابونو ته اشاره وکړو. د دې پوښتنې په ځواب کې چې له ده څخه څومره احادیث روایت شوي دي؟ باید ووایو چې د هغه راټول ستونزمن دي او ژر نه شي کېدای. خو ښکاره خبره ده چې دی نه په هغو خلکو کې دی چې د احادیثو شمېر یې ډېر کم دي او نه هم د هغو کسانو په ډله کې دي چې د حدیثونو شمېر یې سلګونو یا زرهاو ته رسېږي. بلکي دی د متوسطو کسانو څخه دي او متوسط شمېر احادیث یې روایت کړي دي.
د بېلګې لپاره به د ده درې روایتونه ذکر کړو؛ مثلاً: امام احمد بن حنبل رحمه الله په خپل مشهور کتاب “مسند احمد” کې له خپل استاد امام هيثم ابن خارجه څخه، هغه د خپل شیخ امام ضمره څخه، هغه له امام یحیی بن ابو عمرو شیباني څخه روایت کوي چې حضرت عبدالله د حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه زوی له خپل پلار څخه روایت: «قال رسول‌الله صلى‌الله‌عليه‌وسلم لينقضن الإسلام عروة عروة كما ينقض الحبل قوة قوة»؛ ژباړه: «حضرت رسول اکرم صلی الله علیه و سلم وفرمایل: بې شکه اسلام به بند پر بند ماتیږي، لکه څنګه چې رسۍ په ډېرو کښېدو او زور خلاصېږي.»
که مسلمانان همغږي وي، نو اسلام او مسلمانان به هيڅکله زيانمن نه شي او ورځ تر بلې به پياوړي او پياوړي شي. لکه یو قوي او ټینګه رسۍ چې هیڅکله نه شکيږي، او که مسلمانان له یووالي څخه ډډه وکړي او د اسلام دښمنان د دوی په منځ کې ځای ونیسي، نو د رسۍ په څیر به ټوټه ټوټه شي، او ګران اسلام به ورو ورو وشکیږي.
امام نورالدین هیثمي رحمه الله د حضرت سیدنا فیروز دیلمي رضي الله عنه په خپل کتاب “مجمع الزوائد و منبع الفوائد” کې روایت کوي چې هغه وویل: «إن وفد ثقيف قدموا على رسول‌الله صلى‌الله‌عليه‌وسلم فقالوا: رأيناه يصلي في نعلين متقابلتين»؛ژباړه: «د ثقیف له قبیلې څخه یوه ډله د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت ته حاضر شول، او تللو وروسته يې موږ ته وويل: چې موږ رسول الله صلى الله عليه وسلم وليدی چې د هغه دواړه چمپل يو بل ته ورته وه او لمونځ یې کاوه.» يعنې که څوک بوټان یا چمپل په پښو کړي او لمونځ وکړي شرعي مشکل نشته په دې شرط چې چمپل پاک وي.
همدارنګه امام ابوبکر احمد شیباني رحمه الله په خپل کتاب “الآحاد و المثاني” کې له خپل استاد امام عبد الوهاب ابن ضحاک څخه روایت کوي چې د هغه شیخ امام اسماعیل عیاش رحمه الله له خپل استاد امام اوزاعي رحمه الله څخه یو حدیث واورید چې امام عبده ابن ابولبابه رحمه الله له حضرت سیدنا فیروز دیلمي رضي الله عنه څخه روایت کوي: «قال رسول‌الله صلى‌الله‌عليه‌وسلم: صوت يكون في رمضان. قالوا: يا رسول‌الله! يكون في أوله أو في وسطه أو في آخره؟ قال: لا، بل في النصف من رمضان، إذا كان ليلة نصف ليلة الجمعة يكون صوت من السماء يصعق له سبعون ألفاً ويخرس له سبعون ألفا ويعمي سبعون ألفاً ويفيق سبعون ألفاً ويصم سبعون ألفاً. قالوا: يا رسول‌الله! فمن السالم من أمتك؟ قال من لزم بيته وتعوذ بالسجود وجهر بالتكبير لله عزوجل، ثم يتبعه صوت آخر، فالصوت الأول صوت جبريل عليه‌السلام والثاني صوت شيطان والصوت في شهر رمضان، والمعمعة في شوال، وتميز القبائل في ذي‌القعدة، ويغار على الحاج في ذي‌الحجة، وفي المحرم وأما المحرم أوله بلاء على أمتي وآخره فرج لأمتي، الراحلة في ذلك الزمان بعينها ينجو عليها المؤمن خير من دسكرة تغل مائة ألف»؛ ژباړه: « یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحاب کرامو په ډله کې وفرمایل: د روژې په مبارکه مياشت کې يو ډول اواز اورېدل کېږي. صحابه کرامو رضي الله عنهم وویل: ای د خدای رسوله! آیا دا غږ د روژې په پیل کې دی که په منځ کې او که په پای کې؟ رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: نه، بلکې د رمضان په نيمايي کې چې شپه شي، دا غږ اورېدل کېږي، کله چې د جمعې شپې نيمایي وي، له اسمان څخه دا غږ اورېدل کېږي؛ تر څو اویا زره خلک یې په اوریدو بې هوښه کیږي. او اویا زره خلک ګونګي کیږي. اویا زره خلک ړانده کیږي. اویا زره کسان به هوښیار شي او اویا زره به کاڼه شي.
صحابه کرامو رضي الله عنهم وویل: ای د خدای رسوله! نو ستا په امت کې به څوک له دې عذابه خوندي وي؟
رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: څوک چې خپل د کور الزام ونیسي (د بهرنیو فتنو څخه د ځان ساتلو لپاره) او د سجدې له لارې له الله تعالی څخه پناه وغواړي او په لوړ غږ الله تعالی ته تکبیر ووایي. له دې وروسته بل غږ د لومړي غږ پسي راځي، لومړی غږ د جبرائیل علیه السلام او دوهم غږ د شیطان دی. دا اواز د روژې په مياشت کې ترسره کېږي او هغه غږ چې له وېرې څخه ډک وي د شوال په مياشت کې راځي او د قومونو پېژندنه او توپير د ذوالحجې په کې کېږي. – د ذوالحجې په میاشت کې د حاجیانو عزت او حرمت کیږي، او د محرم میاشت لومړۍ کې زما د امت لپاره امتحان دی او د هغې پای زما د امت لپاره راحت او وسعت دی.»
دا د حضرت فیروز رضی الله عنه د حدیثو څو بېلګې وې چې د پیغمبر صلی الله علیه و سلم له حضور څخه یې زده کړل.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version