لیکوال: محمد الافغاني


اسلام په هندوراس کې

دا هیواد په مرکزي امریکا کې، د هندوراس او فونسکا خلیجونو او د کارائیب بحیرې تر څنګ موقعیت لري او په لویدیځ کې د ګواتمالا سره، په سویل لوېدیځ کې له السلوادور او په سویل ختیځ کې له نیکاراګوا سره موقعیت لري.
د امریکا براعظم ته د اروپایانو د رسېدو دمخه، هندوراس د «مایا» د لوی تمدن مرکز و، چې ناڅاپه د نامعلوم دلیل لپاره ویجاړ شو. په 1502 کې، هندوراس اسپانیایي امپراتورۍ ته ضمیمه شو. په 1812 کې، هندوراس له اسپانیا څخه خپلواک شو او د مکسیکو برخه شو، او د سیمې د نورو هیوادونو سره یوځای یې د مرکزي هیوادونو فدراسیون جوړ کړ. هندوراس په 1838 کې د جمهوري حکومت سره په بشپړه توګه خپلواک شو.
د دې هېواد کې ۹۰ سلنه وګړي دو رګه (سور او سپین پوستي) او نور یې سور پوستي، تورپوستي او سپین پوستي او د هغوی د نسلونو څخه دي. د دې هیواد ډیری خلک کاتولیک دي.
د هندوراس رسمي ژبه اسپانیایي ده، او انګلیسي هم په پراخه کچه ویل کیږي، او یو شمېر د سورپوستانو په ژبو هم خبرې کوي.
د ۲۰۱۲ کال د سرشمېرنو له مخې د دغه هېواد نفوس څه باندې اته میلیونه تنه وو. په دغه هېواد کې د مسلمانانو د شمېر په اړه تر اوسه معلومات نشته.
د «سن پدروسولا» جومات د سرشمېرنو له مخې په دغه سیمه کې د مسلمانانو نفوس څه باندې ۱۱ زره تنه دی.
د ډیرو کلونو لپاره، هندوراس د لاتینې امریکا یوازینی هیواد و چې جومات یې نه درلود.
اوس مهال دغه هېواد یوازې دوه جوماتونه لري، چې یو یې په سن پدروسولا کې او یو کوچنی جومات د هندوراس په پلازمېنه تګوسیګالپا کې دی. هغه مسلمانان چې په هندوراس کې له جوماتونو لیري په ښارونو او سیمو کې ژوند کوي باید د جمعې د لمانځه کې لپاره اوږد سفر وکړي.
هندوراس ته د عربانو تر مهاجرت وروسته د دغه هیواد د مسلمانانو نفوس زیات شو. دې سیمې ته د عربو مهاجرت په دریو مرحلو کې ترسره شو.
1. د عثماني امپراتورۍ د بحرانونو له امله لومړی د 1895 او 1915 کلونو ترمنځ مهاجرت
2. بیا د 1925 او 1940 کلونو ترمنځ او د لومړۍ نړیوالې جګړې په جریان کې
3. او په پای کې د 1950 او 1970 کلونو ترمنځ هندوراس ته د ویزو ورکولو د اسانتیا له امله
که څه هم د هندوراس اساسي قانون د دیني ازادۍ ملاتړ کوي، خو د دغه هېواد حکومت یوازې کاتولیک کلیسا په رسمیت پېژني او نورې دیني ډلې د دیني انجمنونو په توګه پېژني او لږ حقوق او امتیازات لري.
په حقیقت کې، اسلام اوس په هندوراس کې د یو دیني اقلیت په توګه پېژندل شوی او په نوې څیړنه کې د مسلمانانو شمېر له 300-500 زرو تنو ته رسیږي.
که څه هم دا احصائیه د پام وړ نه مالومیږي، خو ښه انګېرل کیږي، ځکه چې په لومړي سر کې دې هیواد ته د مسلمانو عربو مهاجرینو شمېر له سلو څخه زیات نه و او دا معلومه شوه چې دغو مسلمانانو په هندوراس کې د اسلام پیغام په ښه توګه خپور کړی دی.
د هندوراس مسلمانان اوس په ټولنیز ډول د خپلو دیني عبادتونو د ترسره کولو لپاره درې موقت مرکزونه لري چې په پلازمینه او نورو ښارونو کې موقعیت لري. په دې وروستیو کې په دې هیواد کې یوه اسلامي اداره په کار اچول شوې او پلان لري چې په هیواد کې لومړی اسلامي مرکز، چې یو جومات، ښوونځی، پوهنتون، کتابتون او د کنفرانسونو تالار په کې شامل دی، د پلازمینې تګوسیګالپا په ښار کې جوړ کړي.
دغه سازمان د اسلام په مشهورولو او د دې دین د اصولو په خپراوي کې مهم رول لوبوي او په ګواتمالا، السالوادور او نیکاراګوا کې یې له اسلامي سازمانونو سره اغېزمنه همکاري پیل کړې ده، چې هم د دغو هېوادونو د مسلمانانو په واسطه د اسلام د دین تبلیغ او خپراوي وکړي، او هم دا چې د مرکزي امریکا په سیمه کې یوه ځواکمنه اسلامي شورا جوړه شي.
او د همدې روحیې پر بنسټ، د هندوراس مسلمانانو هم په خپل منځ کې د خیریې صندوق جوړ کړ، چې د دې صندوق له عاید څخه اجتماعي او تنظیمي چارې پرمخ وړي.
سره له دې چې مسلمانان په دغه هېواد کې يو ډېر محدود اقليت دى، خو په ډېرو مواردو کې يې رول لوبولى او د خپل اتحاد په ملاتړ يې په ټولنه کې عملي ګامونه پورته کړي دي.
Leave A Reply

Exit mobile version