« د کبیرې مرتکب » هغه چا ته ويل کېږي چې له لويو ګناهونو څخه يې يوه یا څو ګناه کړې وي او د ایمان په اړه یې اختلاف د مسلمانانو په منځ کې له لومړيو اختلافاتو څخه دی، د اسلامي په ځینو فکري مکتبونو کې د دې پر ځای چې خپل دلایل له قران او حدیث څخه راواخلي ټول نظریات له سیاسي تفکر څخه اخیستل کیږي. مرجئه هم د ظاهري مسلمان د پاکوالي لپاره ډېر تفریط کړی دی، او د هغه وخت د واکمنانو د ظالمانه چلند د توجیه کولو په برخه کې ډېري هڅي کړي دي، موږ د مقالې په دې برخه کې غواړو د لوی(کبیرې) ګناه په اړه د مسلمانانو او مرجئه و په اند خبرې وکړو.
د کبیره ګناهونو په اړه د مرجئه و نظر
د دوی له عقیدو څخه دا دی، که څوک ایمان ولري او لوی ګناهونه وکړي لکه: د خلکو وژنه، زنا، غلا کول، د قرآن او کعبې سوځول، د هغه ایمان ته زیان نه رسیږي او د هغه ایمان د جبرائیل او میکائیل په څیر دی. .
د یوې لویې ګناه د مرتکب په مسله کې د مرجئه و د نظر په څیړلو سره، موږ وینو چې د لوی ګناه مرتکب په عفوې او نه مجازات کېدلو باندي یقین لري. «آمدي» په دې مساله کې د خپل نظر د وړاندې کولو په ترڅ کې داسې بیانوي: «ځینې مرجئه په دې باور دي چې مؤمن د خپلې ګناهونو په خاطر د هېڅ ډول سزا مستحق نه ګرځي، که دا سزا ژر وي یا وځنډول شي، لکه څرنګه چې مشرک د عبادت په کولو سره د ثواب خاوند کېدی نه شي، له همدې امله د مومنانو ګناه کول دوی ته تاوان نه رسوي، بلکي په دنيا کي د دردونو، تکليفونو، مالي زيانونو، او د ژوند ضايع کيدو په توګه سزا ورکول کيږي.
د بقرې سورت له دریم څخه تر پنځم آیتونو کې راغلي: «الذين يؤمنون بالغيب ويقيمون الصلاة ومما رزقناهم ينفقون والذين يؤمنون بما أنزل إليك وما أنزل من قبلك وبالآخرة هم يوقنون أولئك على هدى من ربهم وأؤلئك هم المفلحون»؛ ژباړه: «هغه کسان چې په غیبو ایمان لري، لمونځ کوي، او هغه رزق چې موږ ورکړی د هغه څخه صدقه ورکوي(یا زکات ورکوي) او په قرآن او نورو سپېڅلو کتابونو او همدارنګه په قیامت ایمان لري، او په آخرت باندي یقیل لري. دغه کسان د هدایت په نېغه لار به وي او نجات به ومومي.» له دې آيتونو څخه مرجئه دا نتيجه اخلي چې په دې آيتونو كې د لويې ګناه نه كول د خلاصون شرط نه دى ياد شوى، او له دې حقيقته سترګې پټوي چې پورتني ټول صفتونه د پرهېزګارانو له ځانګړتياوو څخه دي، چې د دغه سورت په دوهم آيت كې راغلي دي. او د کبیره ګناهو مرتکب د تقوا سره نه ده جوړه.
«دا غلط فکر تر هغه اندازې پورې مسلمانان په ښکاره ډول ګناهونو ته هڅوي، چې په حقیقت کې یوازې دوی اړ دي چې خپل اسلام اعلان کړي؛ او بیا کوم جرم چې وغواړي کوي یې.»
د مرجئه فرقې د ګناهونو په تعیین کولو کې اختلاف لري، ځينې يې په دې اند دي چې هره ګناه لويه ګناه ده او بله فرقه په دې اند ده چې ګناهونه دوه ډوله دي: وړه او غټه(صغیره او کبیره). مرجئه اعتقاد لري چې د خیر کارونه، ګناهونه د الله سبحانه وتعالی د فرمان له مخې لرې کوي، څنګه چې فرمايي: «إن الحسنات یذهبن السیئات»؛ ژباړه: بېشکه ښه کارونه بد کارونه له منځه وړي. او هغه به خامخا بخښل کیږي، او کله چې یو څوک په توحید مړ شي، که څه هم کومه ګناه یې کړې وي، هغه ته به زیان ونه رسوي.
لنډه دا چې دا فرقه پر دې اجماع ده چې د مسلمانانو ګناهګاران، پوره ایمان لري او ګناهونه به ورته ضرر نه رسوي او ګناهونه به یې بخښل کېږي، او هیڅ څوک کافر نه ګڼي، تر څو چې امت په دې اجماع و نه کړي. او دا چې د توحید په اړه د دوی څرګندونې د امت له فطرت سره مخالفي دي.