لیکوال: شکران احمدي


ښځه او په ټولنه کې د هغې رول (دوهمه برخه)

په پخوانیو ټولنو کې د ښځو موقف
هنديان په دې باور وو چې مرګ او وبا، دوزخ او اور، زهر او ماران تر ښځو غوره دي. د “منوشاستر” په فرمانونو کې راغلي: “ښځه په خپل ژوند کې واک نه لري، كه پېغله وي نو اختيار يې د پلار په لاس كې دى او كه د مېړه په كور كې وي نو اختيار يې د مېړه په لاس كې دى او كه کونډه وي نو اختيار يې د مېړه د زامنو په لاس كې دى.  او هغه باید د میړه له مړینې وروسته هیڅکله واده ونه کړي. “
یونانیان په دې باور وو: “ښځه د پیرودلو او پلورلو لپاره ده.” په تورات کې راغلي دي: “ښځه تر مرګه ډېره ترخه ده. ” د پادریانو(کشیشانو) یوه لویه غونډه په روم کې جوړه شوې وه، چې د پاپ مرکزي ځای دی، دوی په پای کې دې پایلې ته ورسیدل چې: “ښځه بې روح مخلوق دی، نو ځکه هغه د اخرت د ژوند څخه محرومه ده. “
له اسلام څخه د مخه د عربو رويه هم ډېره واضحه ده، موږ يې يوازې يوه برخه يادوو، چې قرآن فرمايي: «وَ إِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالْأُنْثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَداً وَ هُوَ كَظِيم * يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوء ما بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُوْنَ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التَّرَابِ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُون»؛ژباړه: «او کله چې له دوی څخه یوه ته د انجلۍ د زیږون زیری ورکړل شوی وای، نو د هغه مخ به (له ډېر غم او غضب څخه دومره بدل کېدی چې) تور او له غصې، غم او خپګان څخه به ډک شو. ځان به یې د قوم او قبیلې د دې بد زېري څخه پټاوه او (په حیرانتیا به یې له ځانه سره وویل:) ایا دا بې عزتي باید ومني او نجلۍ وساتي او که ژوندۍ یې تر خاورو لاندې ښخ کړي؟ هان! دوی څومره بد قضاوت کول.»
ښځې په معاصرو ټولنو کې
په ۱۵۸۶ کال کې د ښځو د چارو په اړه په فرانسه کې یو کنفرانس جوړ شو او په هغه کې د بحث موضوع دا وه چې آیا ښځه انسان ده او که نه؟
له اوږدو بحثونو وروسته بالاخره دې پایلې ته ورسېدل چې ښځه انسان ده؛ مګر دا د نارینه وو خدمت کولو لپاره رامینځته شوې. په نتیجه کې، فرانسويانو د ښځو انسان والی چې په هغه کې شکمن وه ثابت یې کړ.
په 1938 کې، فرانسویانو یو قانون تصویب کړ چې د دوی پخوانی قوانین چې ښځې یې د پانګونې او بانکي حسابونو پرانستل منع کړي وې، هغه یې لغوه کړ، او په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، په فرانسه کې ښځو ته اجازه ورکړل شوه چې په انګلستان کې د ځان لپاره بانکي حسابونه پرانیزي ، میرمنې تر 1850 پورې د بریتانیا اتباع نه ګڼل کېده. په اکسفورډ پوهنتون کې تر ۱۹۶۴ پورې د نارینه او ښځینه محصلینو په حقوقو او امتیازاتو کې توپیر موجود و.
Leave A Reply

Exit mobile version