لیکوال: ابو عائشه


په اسلام کې د امنيت ارزښت (لومړۍ برخه)

لنډيز
امنیت او سوله په ټولنه کې یو له لومړنیو او اساسي انساني اړتیاوو څخه دی. د امنیت مسئله د اسلام له نظره، په ځانګړې توګه په قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو کې دې ته ډېره پاملرنه شوې ده.
د قرآن کریم په ډېرو آیتونو کې د امنیت اهمیت په عمومي ډول څرګند شوی دی. همدارنګه د امنیت او ایمان تر منځ اړیکه، د قرآن کریم د تعلیماتو بنسټ دی.
بې له شکه چې له وېرې او ډار څخه ليرې آرام او هوسا ژوند په ټولنه کې د امنیت په شتون پورې تړلی دی. ځکه چې امنیت یو له هغو اړتیاوو څخه دی چې پرته به یې ژوند کول خورا ستونزمن وي. خدای تعالی جل جلاله د انسانانو په ژوند کې د امنیت د لوړ مقام او مهم رول له امله د دوی په ژوند کې د امنیت شتون د پخوانیو اُمتونو د تمدن او ټولنیز پرمختګ یوه نښه بللې ده.
دا مقاله د اسلام له نظره د امنیت اهمیت او ځای(مقام) څېړي. لیکوال هڅه کوي چې د قرآن، سنتو او د سلفو اقوالو په بیانولو سره د امنیت اهمیت وڅېړي. همدارنګه د څېړنې په جریان کې د امنیت تعریف، ډولونه او د هغه د تحقق لارې چارې په ګوته کوي او لوستونکی ته یې معرفي کوي.
بنسټېزي کلمې: امنیت، اسلام، انساني اړتیاوې، فردي امنیت، ټولنیز امنیت، د امنیت عوامل، د امنیت پر وړاندې خنډونه
سريزه
د اسلام سپیڅلی دین چې محور او مرکز یې قرآن کریم دی، همغږي اصول لري او د انسانانو د فردي او ټولنیز ژوند څارنه کوي.
اسلام هغه دين دی چې د انسان د ژوند ټول اړخونه يې څېړلي او د انسانانو د غوښتنو سره سم يې د هغو لپاره قوانين وضع کړي دي.
د خدای حل جلاله یو له خورا مهم او بې مثالو نعمتونو څخه، په ټولنه کې د امنیت راوستل دي. امنیت د هر انسان په ژوند کې د خپل ستر ارزښت او مقام له مخې تر ټولو لوی الهي نعمت ګڼل شوی دی. هغه آثار او برکتونه چې د امنیت لپاره بیان شوي دي، د انسان په ژوند کې د امنیت، آرامۍ او سولې د اهمیت او ارزښت غوره شاهد او ثبوت دی.
امنیت د ټولنې د ودې، پراختیا، مادي او معنوي پرمختګ عامل دی. د امنیت په سیوري کې، نغښتې استعدادونه وده کوي، هنرونه راڅرګندېږي او په ټولنه کې ډېر مسلکونه رامینځته کېږي چې یقینا ټولنې ته سوکالي او هوسایي راوړي. له امنیت سره سره سوداګر او کاسب کاران کولای شي په ډاډه زړه د هېواد په هر ګوټ یا ښار کې پانګونه وکړي، څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او دا د یو ملت او هېواد د پرمختګ او ودې لامل دی. خو که په یوه ټولنه کې امنیت نه وي، استعدادونه له منځه ځي، پوهان هجرت کوي، هوښياران او څېړونکي د ژوند د ژغورلو لپاره امنو هېوادونو ته پناه وړي. دا حالت د یو هېواد او ټولنې د زوال، ناکامۍ او تباهۍ د بهیر د پیل نښه ده. په نهایت کې، د امنیت اهمیت او د هغې د رامینځته کولو اړتیا په څرګنده توګه په هره ټولنه کې احساس کېږي. نو پکار ده چې د امنیت اهمیت ته پام وشي او د ساتلو لپاره یې هڅې وشي.
د خوراک، پوښاک او کور تر څنګ د انسان یو له اړینو اړتیاوو څخه د امنیت احساس دی او اسلام تل د انسان اړتیاوو ته پوره پاملرنه کړې ده. له دغو اړتیاوو څخه یو هم امنیت دی، چې باید پوره پاملرنه ورته وشي او په اړه یې لازم تدابیر ونیول شي او د امنیت د محرومیت د احتمالي عواملو د مخنیوي لپاره باید لازم قوانین وضع شي.
اوسنۍ څېړنه په دې لاره کې یو ګام دی چې د اسلام له نظره د امنیت اهمیت، اړتیا او موقعیت څرګند کړي. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې چې لوستونکو ته د امنیت او د هغه د موقعيت په اړه ډېر مهم او ارزښتناک ټکي وړاندې کړو.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version