یونان: يونانيانو ښځې د شيطان اولاد ګڼلې او په هيڅ شي کې يې د ګډون اجازه نه ورکوله.
ښځې یوازې د دوی د جنسي غریزې د پوره کولو او خدمت لپاره کارول کیدې او د حیوانانو په څیر، په آسانۍ سره پلورل کېدې او اجنبیانو ته سپارل کېدلې.
روم: روميانو که څه هم په قوانينو او حقوقو کې ډېر پرمختګ کړى و، خو د انساني روح د نشتوالي له امله يې ښځې د قيامت په ورځ د حشر وړ نه ګڼلې.
د روميانو په اند، ښځې د شيطان او هر ډول بد روحونو مجسمې وې؛ نو له دې امله يې له دوی سره له خندا او خبرو ډډه کوله. ښځې تل تر سرپرستۍ لاندې وې، ساتونکو ته یې اړتیا درلوده او د مېړه له مړینې وروسته دوی ته د شیانو په څیر میراث ورکول کېدې.
چین: په چين کې که کومه نجلۍ پيدا کېدلی، نو د هغې خپلوان به د ماشوم پلار او نیږدې خپلوانو ته په ډېر افسوس او تأسف سره خپله خواخوږي څرګندوله؛ نجونې به یې ژوندۍ وژلې، په دښته کې به یې اچولې او یا به یې د غلامانو سوداګرو ته ورکولې. چینایان په دې باور وو چې لوی خدای جل جلاله د هلکانو خالق دی او شیطان د انجونو. نو د دوی په سترګو کې هلکان برکت او نجونې لعنت ښکارېدې. په دې هېواد کې، دا دود وو چې باطلو خدایانو ته به یې پېغلې قرباني کولې.
هند: د هند په ټولنه کې د ښځو حیثیت د غلامانو په شان ټیټ وو. کله کله يو سړي خپله ښځه په قمار کې له لاسه ورکوله او اکثره وخت يوې ښځې څو مېړونه درلودل، او که مېړه يې مړ کېدو، نو بيا یې واده نه شو کولای او تل به يې د سپکاوي او لفظي ټپونو اورېدلی؛ په داسې حالت کې به ښځه د وژل شوي مېړه د کورنۍ او د هغه د خپلوانو خادمه وه، کله کله ښځه د مېړه له مړینې وروسته د ژوند له عذاب او د نړۍ له بدبختیو څخه د خلاصون لپاره ځان ته اور اچوو.
مصر: هر کله چې د نیل سیند اوبه کمې شوې وای، نو دوی به یوه ځوانه نجلۍ سینګار کوله او د نیل سیند په مینځ کې یې ډوبوله ترڅو د نیل سیند بیرته خپل عادي حالت ته راشي.