لیکوال: ابو جریر


نشنلیزم د لويدیځ زهرجنه ډالۍ

پیژندنه
    الحمدلله الذی جعل الامة الإسلامیه أمة واحدة والصلاة والسلام علی سیدنا من أرسل کافة للناس وعلی آله وأصحابه أجمعین أما بعد.
    نشنلیزم یوه لویدیځه پدیده ده چې په پښتو ژبه کې “ملتپالنه” او په دري ژبه کې ورته “ملي ګرايي” ویل کیږي. د ډاروین نظریه چې د ځواکمنو او کمزورو انسانانو تر منځ د سیالۍ پر بنسټ ولاړه وه، د یو بل ملت د رامنځته کېدو لامل شوه چې د زیاتو منابعو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله. په نتیجه کې، د منابعو لپاره دا سیالي د انسانانو ترمنځ د دوی د اړیکو د ویجاړولو سبب شوه. دې مفکورې خپلو کسانو ته له جګړې، اختلاف، ترور، ناامنۍ او د واک له لاسه ورکولو پرته بله ګټه نه ده رسولې.
    د دې ښکلي زهرجني مفکورې زیان یوازې لویدیځ پورې محدود نه و، بلکي د اسلامي امت خاورو ته هم راورسېد، او حتی د عثماني دولت د سقوط یو له اصلي عواملو څخه و. دغه خطرناک فکر د اسلامي امت د يووالي او د يوې داسې امپراطورۍ د رامنځته کېدو مخه ونیول چې د اسلامي امت د ټولو ستونزو يوازينۍ حل لاره وه.

 

مقاله
    د نشنلیزم تعریف: د نشنلیزم کلمهnationalism) ) د لاتیني کلمې (nasic) څخه اخیستل شوې چې په پښتو ژبه کې د ملتپالنې په معنا ده.
    نشنلیزم یو ډول وطن پالنه ده چې د خلکو د یوې ډلي د هویت ټاکلو پر بنسټ د خپل ملت سره وي.
    د “نشنلیزم” په اړه دوه بنسټیز نظرونه شتون لري:
    لومړی: دا یو زوړ نظر دی چې د انسانیت د تکامل او د نژادي توپیر او توکمیز نږدېوالي پر بنسټ تعریفوي.
    دوهم: دا هغه عصري لید دی چې نشنلیزم د ټولني د منطقي جوړښت پر بنسټ تعریفوي.
د تکامل نظریه، لومړی د ډاروین لخوا رامینځته شوه. ډاروین په دې باور و چې تاریخ ښیي چې د انسان ژوند تل د ځمکې د زیرمو د کنټرول لپاره د ځواکمنو او ضعیفانو ترمنځ سیالي ده. د ډاروین په وینا، یو متمدن، ځواکمن، شتمن سړی د دې سیالۍ ګټلو مستحق دی، او بې وزلي، مسکنت او نور د ژوند بار دی.
    ډاروین خپله ادعا د خوړو د ترلاسه کولو په برخه کې د حیواناتو تر منځ د سیالۍ په مثال سره ثابتوي. هغه وايي: “هغه حیوان چې لوړ قد او پیاوړي بدن ولري دا سیالي به ګټي. د حیواناتو په منځ کې، زرافه لوړه ده؛ له همدې امله، دا به د نورو حیواناتو په پرتله لویه برخه ترلاسه کړي، او د زرافو په منځ کې، هغه زرافه چې د نورو زرافو په پرتله اوږده وي لویه برخه به ولري. له همدې امله، هغه انسانان چې ډیر ځواک لري په دې سیالۍ کې به ګټمن وي؛ او انسان هغه وخت ډیر ځواک ترلاسه کوي کله چې هغه ډیر شتمن وي. د ځمکې د لویې برخې په درلودلو سره به ډیر شتمني ترلاسه شي. دا د ډاروین نظریه د نژاد پرستۍ او استعمار لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کیده.
د ملتپالنې عصري نظر: دا نظر، ملت د خلکو د یو انجمن په توګه تعریفوي چې یو ملت وي او مشترکه پالیسي او ګډ حقوق ولري، او یو سیاسي پروسس کوونکي ته وفادار وي او د یوه بیرغ لاندې راټول شي او ګډ تاریخ ولري.
    د ننني نشنلیزم له نظره ملت د یو مشترک توکم پر بنسټ نه دی، بلکې یو سیاسي وجود دی چې داخلي هدف یې قومي هویت نه دی.
    د «نیشنلزم» د راڅرګندېدو لامل: لکه څنګه چې وویل شول، نشنلیزم لاتیني ریښې لري او په لویدیځ کې زیږیدلی او هلته لوی شوی او ټول لویدیځوال یې جذب کړي دي.
د دې فکر د رامنځته کېدو یو اصلي عامل د ډاروینیزم فکر بلل کېدای شي، لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د ځمکې پر مخ د سرچینو د کنټرول په برخه کې د سیالۍ مسله د دې لامل شوې چې بېلابېل قومونه هڅه وکړي چې څومره ممکنه سرچینې ترلاسه کړي. دوی وموندل چې دا سیالي د بیلابیلو توکمونو ترمنځ د شخړې لامل شوې. د دې مثال د لومړۍ نړیوالې جګړې څخه یادونه کیدی شي چې د ملیونونو خلکو د مړینې لامل شوې.
د ملتپالنې د فکر د رامنځته کېدو دوهم لامل د اروپا پر خلکو د پاچاهانو ظلم او د کلیسا تسلط دی. ځکه چې له يوې خوا کليسا خلک د جهالت په تيارو کې ساتل او له بلې خوا به يې که څوک موندل کیدی چې د يوې ستونزې د حل لپاره لاره پيدا کړي، د کليسا خاوندانو به د بدعت په تهمت يا سوځوی او يا به يې ځړوی. له همدې امله د اروپا خلکو د دې پدیدې څخه د ځان د ژغورلو لپاره د حل په لټه کې وو. خو پاچاهانو چې د خلکو د چارو مسؤول وو، د دې پر ځای چې د خلکو له بې وزلۍ څخه د خلاصون فکر وکړي، هڅه کوله چې د مالیې تر عنوان لاندې د خلکو شتمني راټوله کړي، او هر کال به یې د مالیاتو اندازه زیاته کوله، چې ورځ تر بلې یې خلک په بې وزلۍ اخته کېدل. نو د همدغو فشارونو په ځواب کې د ځینو غربي مفکرینو لکه روسو، هاپس، جان لاک، مونټیسکیو او نورو له خوا د ازادۍ، ملتپالنې، ملي ګټو او ملي هویت مفکورې راپورته شوې.
Leave A Reply

Exit mobile version