په اسلامي نړۍ کې د ډېرو لاملونو له امله دغه فکر د مسلمانانو په منځ کې ځای پیدا کړی او د هغوی ساده شعارونو په زرګونو کسان او ځوانان یې خپلو لیکو کې جذب کړي او افراطي خوځښتونه یې جوړ کړي دي.
د دې فکر طريقه دا ده چې په نصوص باندې ظاهري او له فکر کولو پرته عمل وکړي او د هغه د پوهولو لپاره د سلفو تفسير او توضیح ته مراجعه ونه کړي. لکه څنګه چې د هغه له نوم (ظاهریت) څخه لیدل کېدی شي، دوی د متنونو په ظاهره ټینګار کوي؛ دوی د یوې مسئلې د تعلیل زیار ځان ته نه ورکوي، چې پایله یې د تکفیر په کنده کې له لوېدو پرته بل څه نه دي. کله چې یو څوک د اعتدال له تګلارې بهر شي، نورو ته ارزښت ور نه کړي او د هغه د مال لوټول او وینه تویول روا وګڼي، افراطیت خپل اوج ته رسېږي، دا هغه حالت دی چې د تکفیر په سمندر کې ډوبېږي. هر څوک په دې تورن کوي چې د اسلام له دائرې څخه وتلی. لکه څنګه چې په تیرو او اوسنیو تاریخونو کې لیدل کیدی شي چې د دې افراطي فکر خاوندان د مسلمانانو په وړاندې یې تاوتریخوالی زیات کړی او د دوی سره د مقابلې او جګړې په لټه کې دي.
له دغو دوو (افراط او تفریط) منحرفینو څخه د خلاصون لار او علاج د الله تعالی جل جلاله په کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو کې پروت او د صالحو سلفو پیروي کول او د هغو لارو پرېښودل دي چې خلک د اعتدال له لاري څخه اړ کوي.
تعصب: د یوې رأیي په اړه تعصب کول او د نورو د نظرونو په دلایلو نه قانع کېدل، او په خپل عقل او درک ټينګار کول دي.
سختي کول: بل کار چې انسان د اعتدال له لارې څخه راګرځوي، سختي کول او د نورو خلکو دوامداره الزام دی، په داسې حال کې چې خدای تعالیٰ جل جلاله دا ډول مکلفیت د هیچا پر اوږو نه ده اچولی. بلکې الله تعالی جل جلاله په بندګانو باندې د آسانۍ کولو اصل وضع کړی او هغه ته یې تشویق کړي دي: «یُرِیدُ اللَّهُ بِکُمُ الْیُسْرَ وَ لا یُرِیدُ بِکُمُ الْعُسْرَ» ؛ ژباړه: « الله تاسو لپاره آساني کول غواړي، نه سختي.». ځکه چې بې ضرورته سختي انسان له اعتدال څخه باسي او د افراط او تفریط په کندې کې یې غورځوي.
تاوتریخوالی؛ له اعتدال څخه د وتلو یوه لاره په چلند کې بې رحمي او تاوتریخوالی دی چې د خدای جل جلاله او د هغه د پیغمبر د لارښوونو خلاف دی. ځکه الله تعالی جل جلاله موږ ته امر کړی دی چې خپلې لارې ته په حکمت او ښه نصیحت سره بلنه ورکړو او له مخالفینو سره په غوره طريقه خبرې وکړو، نه په ترخو او دردونکو تعبيرونو سره. خداى جل جلاله فرمايي: ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ» ژباړه: « (اې پېغمبره) خلک د خپل رب لارې ته په ثابتو الفاظو او ښو او ښکلو لارښوونو راوبله او له هغوی سره په داسې طریقه خبرې وکړه چې غوره او مناسبه وي [ځکه دا ستا دنده چې د الهي پیغام. مستدله، په حکمت سره، په ښکلې طریقه او په خوږه ژبه تبلیغ کړې]”.
د نورو په اړه بد ګمان: بله لاره چې خلک افراطیت ته اړوي او د اعتدال له لارې یې لیرې کوي د خلکو په وړاندې شک دی.
کله چې یو څوک د بدمرغۍ عینکې پر سترګو کړي، د اعتدال لاره نه ویني او د خلکو بد شیان لویوي که څه هم ډېر کوچني وي، او د دوی ښه شیان له پامه غورځوي. که څه هم هغه د غرونو په څیر وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إيَّاكُمْ والظَّنَّ؛ فإنَّ الظَّنَّ أكْذَبُ الحَديثِ». «د بدو ګمانونو څخه ډډه وکړئ؛ ځکه بد ګمان تر ټولو درواغجنه خبره ده.»
پایله
د آیاتونو، احادیثو او دیني متنونو د بنسټونو او مفاهیمو له څېړلو او انعکاس وروسته، دې حقیقت ته رسېږو چې اسلام داسې ځانګړنې لري چې په نورو دینونو او مکتبونو کې نه لیدل کېږي.
په چارو کې د آسانتیا او عدم تشدد په شمول چې دا یو بنسټیز اصل دی؛ همدارنګه د جګړې پر ځای سولې ته ترجیح ورکول یو بل اصل دی چې هېڅوک ترې سترګې نه شي پټولی. لکه څنګه چې توحید د اسلام تر ټولو مهم اصل دی، د مادیت او معنویت، دنیا او آخرت او اعتدال او منځلارۍ سره جمع کول هم د اسلام له نورو اصولو څخه دي، او هر څوک چې د منځ له لاري څخه انحراف وکړي(په هر نیت چې وي) هغه د صراط مستقیم څخه اوښتی او خامخا به انحراف ته اوړي.
اعتدال د قراني اصل په توګه د شخصي او ټولنیز ژوند، په ټولو سیاسي، اقتصادي او ایډیالوژیکي فعالیتونو ، او په اسلام کې، پراخه ساحه لري او په هر ځای کې د هغه اسلامي او قرآني اصولو په توګه وړاندې کېږي چې په هغه کې هېڅ نیمګړتیا نه راځي، او دا قرآني اصل چې د طبیعت او عقل سره سمون خوري، د انسان د ودې او بشپړتیا وسیله تیاروي. خو افراط او تفریط د انسان د زوال لامل کېږی. که څوک غواړي چې خپل مسؤلیت ادا کړي نو باید په ټولو چارو کې د اعتدال لاره خپله کړي او په مختلفو چارو کې د اعتدال او په ټولو پروګرامونو کې د اعتدال په مرکزي کولو سره باید «منځني اُمت» ته مراجعه وکړي او په دې طریقه سره نه یواځې ځان ته راحت او خوښي راوړي، چې د نورو هم د سعادت او نېکبختي لامل وګرځي، او دا د قرآن له نازل شوي لارښوونو، نبوي سنتو او د سلف صالحینو له طریقې څخه اخیستل شوی، چې د اعتدال له حدودو څخه هر ډول وتل او د افراط او تفریط په لور روانېدل د دې لامل کېږي چې انسان د حق او صداقت لاره پرېږدي او د فردي او اجتماعي زوال کندې ته وغورځي.