د الله تعالیٰ جل جلاله توره «خالد بن ولید رضي الله عنه» ژوند ته لنډه کتنه (اووه ویشتمه برخه)
حضرت خالد رضي الله عنه د صدیق اكبر رضي الله عنه د خلاقت په دوران کې:
لکه څنګه چې په تيره برخه کې د حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه د جهاد په اړه له مرتدينو او د نبوت له دعوه کوونکو سره خبرې وشوې او دا هم ويل شوي، چې د نبوت دعوه کوونکو له جملې څخه يو يې طلیحه الاسدي وو چې د خالد رضي الله عنه په زړورتیا سره د هغه مرتد او ګمراه لښکر مات شو او فتنې یې له منځه ولاړې.
اوس په دې برخه کې غواړو د نبوت د یو بل دعوه کوونکي په تړاو چې «مسیلمه کذاب» نومېږي، د حضرت خالد رضي الله عنه رول او دریځ په اړه بحث او څېړنه وکړو:
کذاب یا درواغجن مسیلمه څوک وو؟
هغه په کوم چاپیریال کې ژوند کاوه؟
د نبوت د ادعا لامل یې څه وو؟
حضرت خالد هغه څنګه ترلاسه کړ؟
له هغه سره یې څنګه جګړه وکړه او د چا لخوا هغه درک الاسفل ته وصل ته شو؟
او د دې موضوع په اړه نورې پوښتنې …
د دروغجن مسیلمه پېژندنه
د دمشق امام ابن کثیر رحمه الله په خپل کتاب سیرت کې د سیرت او مغازي له امام عبدالمالک بن هشام رحمه الله څخه روایت کوي چې هغه وویل: هغه مسیلمه بن ثمامه بن کثیر بن حبیب بن الحارث بن عبد الحارث بن حفان بن ذهل بن الداؤد بن حنیفه ده. له همدې وجې هغه ته مسیلمه حنفي ویل کېږي؛ څرنګه چې معلومه شوه چې نسب يې د حنيفه په نوم يو کس ته رسېږي.
امام ابن اسحاق وايي: د مسیلمه د اوسېدو ځای د زینب بنت حارث په نوم د انصارو د یوې ښځې کور وو.
مسیلمه مخکې له هغه سره واده کړی و او څه موده وروسته له هغې څخه جلا شو، نو د هغه په کور کې اوسېده.
له مسیلمه سره د اسلام د ګران رسول صلی الله علیه وسلم پېژندنه:
امام ابن اسحاق وايي: د مدينې ځينو علماوو ماته خبر راکړ چې يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحابه کرامو په يوه ډله کې ناست و چې د بني حنيفه په استازيتوب د يمامه له سيمې څخه يو هيئت د هغه خدمت ته راغی او اسلام يې قبول کړ. دوی مسیلمه له ځانه سره نه و راوړی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښکلي مخ لیدنه وکړي؛ بلکې هغوی هغه د خپلو مالونو او وسائلو د ساتنې لپاره وټاکه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې پلاوي له نورو غړو وپوښتل چې هغوی ولې نه دي راغلي؟ هغوی وویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم “(ان قد خلفنا صاحبا لنا فی رحالنا و فی رکائبنا یحفظها لنا)” (ای د خدای رسوله! موږ خپل یو ملګری د خپلو وسائلو او سپرلیو پر ځای د هغه د ساتنې لپاره پرېښود. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ټولو ته قیمتي ډالۍ ورکړئ او مسیلمه ته یې هم ډالۍ ولېږله او ویې ویل: د مسیلمه مقام او منزلت ستاسو له مقام او منزلت څخه ټیټ نه دی؛ ځکه هغه نه دی راغلی او ستاسو اسباب ساتي.
له دې لیدنې وروسته بني حنیفه مسیلمه ته راغله او د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ډالۍ یې ورته ورکړه او ټوله کیسه ورته وکړه او هغه خبره چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د ده په اړه کړې وه، ورته نقل یې کړه او بیاځلي یمامې ته ستانه شول. په همدې بهیر کې د زړونو محبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم د درواغجن مسیلمه سره اشنا شو.
د مسیلمه ارتداد او د نبوت ادعا:
وروسته له دې چې د بني حنيفه مشران له مسيلمه سره يمامې ته ولاړل، مسيلمه له ځانه سره فکر وکړ چې د نبوت دعوه څه سخت او ستونزمن کار دی؟! زه ولې د محمد په څېر د پېغمبرۍ دعوه نه کوم او پرځان د شاوخوا خلک راغونډ نه کړم؟!
د اسلامي نړۍ مشهور مفسر او محدث د دمشق امام ابن کثير رحمه الله ليکي: له دغه ناوړه فکر او خودخواهۍ څخه وروسته درواغجن مسیلمه دې نتيجې ته ورسېده چې بيا به په پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم کافر شي او له هغه وروسته خپل دروغجن نبوت ښکاره کړي، نو هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خبرو ناوړه ګټه پورته کړه او ویې ویل: «ای د یمامې خلکو! زما خبرې واورئ، په حقیقت کې ما له محمد سره د نبوت په کار کې برخه اخیستې ده او د هغه په څېر به ما ته هم وحی نازلېږي.»
بيا يې خپلو ملګرو ته مخ واړوه او ويې ویل: «اې د بني حنيفه د قوم مشرانو! اې هغو کسانو چې تاسو د محمد صلی الله عليه وسلم په لور تللي وۍ! کله چې تاسو ما ته محمد ياد کړ، نو هغه پخپله تاسو ته نه وو ويلي چې د مسيلمه مقام او حيثيت ستاسو څخه کم نه دی؟
هغه پوهېده چې زه واقعا لوړ مقام لرم او د نبوت په کار کې له هغه سره شریک شوی یم».