لیکوال: ابو جریر


منځنۍ پېړۍ (پنځمه برخه)

كه د اسلامي اُمت ځلانده تاريخ ته يو ځغلنده نظر واچوو نو پوه به شو چې نن ورځ په نړۍ كې لويديځوال ځانونه د تمدن سرچينه ګڼي او زموږ ناپوهه معاصرو ته داسې ښكاره كوي چې د نړۍ لپاره يې د انساني هوساينې ټولې وسيلې برابرې كړې دي. نو باید د اروپا تاریخ ته وګورو چې په دې زرینې زمانه کې چې دوی یې توره زمانه او تور عصر بولي د هغوی او مسلمانانو حال څه وو؟
په پنځمه پیړۍ کې د روم امپراتورۍ ړنګېدو د اروپایي ټولنې ټولنیز، مذهبي او کلتوري وضعیت په ټپه ودراوه، چې د عیسوي اروپایی ټولنې له منځه تللو د بلې دورې د رامنځته کېدو لامل شو چې د «منځنۍ پېړۍ» په نامه یادېږي.
په دې دوره کې، د متمرکز او ځواکمن سیاسي واک د خلا له امله د اروپایي ټولنې علمي کچه خورا ټیټه شوه او هېڅ شخص یا بنسټ یې د پراختیا یا ښه کولو فکر ونه کړ.
برسېره پر دې، د عیسوي کشیشانو له لاسه، په ځانګړې توګه دین د خرافاتو سره یوځای کول او د ” عقایدو د تفتیش” له امله، علمي فعالیتونه ډېر کم شول او په دې کار سره اروپایي ټولنه له سیاسي، اقتصادي او اخلاقي پلوه د تباهۍ کندې ته ولوېده. په نتیجه کې د کلیسا له ټولو سختیو سره سره په عیسویت او د منځنۍ پیړیو په اروپایي ټولنه کې څو فرقې جوړې شوې، چې د «پروتستانت» مذهبي اصلاحاتو لپاره یې لاره هواره کړه او اروپا یې د رنسانس خوا ته کش کړه، د دې بدلون په رامنځته کولو کې ځینې عوامل اغېزمن وو، چې د هغو څخه د اسپانیا او سیسیل له لارې د اسلامي ختیځ سره د اروپایانو اړیکو ته اشاره کولای شو، په ځانګړې توګه له صلیبي جګړو وروسته. او په دې لیکنه کې به موږ ټولنیز وضعیت، د کلیسا د عقایدو تفتیش او په منځنیو پیړیو کې د اروپا په ټولنیز او ساینسي وضعیت باندې د هغې اغیزې تشریح کړو.
 تر ټولو مهم علم چې په نوې پیړیو کې د کلیسا او ساینس پوهانو ترمنځ شخړې رامینځته کړې او د کلیسا د تعلیماتو په اړه یې شکونه رامینځته کړل، ستورپوهنه وه.
ځینې ساینس پوهان لکه: کیپلر، کوپرنیکس او وروسته ګالیلیو په 14 او 15 پېړیو کې د ستورپوهنې په برخه کې د خپلو څیړنو سره دې پایلې ته ورسېدل چې د هغوی کشفیات له هغه څه چې کلیسا وايي په ټکر کې دي.
په طبيعي توګه، دا ډول علمي موندنې، چې بې له شکه څو پېړۍ وړاندې د ځينو يوناني او پارسي پوهانو له خوا وړانديز شوې وې، د منځنيو پېړيو په اروپا کې د موجودې فضا په نظر کې نيولو سره يو انقلاب ګڼل کېده. ځکه چې دا پر مسیحیت باندي یو قوي ګوزار دی.
کلیسا د دې ساینسي موندنو په وړاندې چې د هغه له تعلیماتو سره په ټکر کې وې چوپه خوله پاتې نه شوه او د ساینس پوهانو په وړاندې یې چې د انجیل سره یې مخالف نظرونه وړاندې کول سخت غبرګون وښود. ځکه چې د ښوونې او روزنې نظام د ډېرو پېړيو راهیسې د کليسا په واک کې و او د هغو ښوونو پر بنسټ ولاړ و چې د کشیشانو او پاپانو له فکر څخه پيدا شوي وو.
برسېره پر دې، دا تعلیمات د مذهبي عقایدو له امله یې تقدس موندلی وو. له همدې امله، د دې نړۍ لید تر پوښتنه لاندي راوستل د کلیسا جوړښت او حرمت یې تر پوښتنې لاندې راوستی.
ښیي د دغو غبرګونونو څخه تر ټولو مشهور د “ګالیلیو” په اړه وي، څوک چې مجبور شو د عقایدو د تفتیش په محکمه کې خپل علمي نظریه رد کړي، خو دا مسئله په یو کس پورې محدوده نه وه؛ د مثال په توګه: کلیسا باور درلود چې د باران قوس او قزح (د انا ټالنګۍ) د خدای په لاس کې ده چې کله چې وغواړي هغه د خپلو بندګانو څخه د غچ اخیستو لپاره کاروي، دا هغه موارد وو چې د انقلاب لامل شول او په پایله کې د ډیموکراسۍ نظام منځته راغی. له همدې امله “منځنۍ دوره” توره دوره بلل کېږي.
دا د اروپا د خلکو د ناپوهۍ یوه بیلګه وه؛ حتی جنت او دوزخ هم خرڅېدو او د ګناه د منځه وړلو ټکټ هم په پیسو پیدا کېدو. دا اسلام او مسلمانانو و چې انسانیت ته یې د اعتراض او انقلاب درس ورکړ، که انسانیت له حقیقته سترګې پټې نه کړي، باید په ښکاره ووایي: چې اسلام په نړۍ کې انسانانو ته د تمدن او کلتور درس ورکړ او نن ورځ انسانان متمدن ژوند کوي.
پایله
انسان باید په دې پوه شي چې د نړۍ خلکو ته یوازې د سوکالۍ او خوښۍ پیغام مسلمانانو راوړی دی. دا مسلمانان وو چې د حجاز خلکو ته یې د انسانیت درس ورکړ چې د انجونو ژوندۍ ښخول بند کړي او پوه شي چې دا یو بد کار دی.
دا مسلمانان وو چې د اروپا تیاره یې په رڼا بدله کړه، د اروپا حالت داسې وو چې غریبان به غلامان کېدل خو له مسلمانانو یې انسانیت زده کړ.
همدا مسلمانان وو چې خلکو ته یې دا ښودلي چې د واکمنانو پر ضد اعتراض کول او حاکمانو ته نظر ورکول ښه کار دی. که اسلامي تمدن نه واى، نو د اروپا خلکو به هېڅکله دا نه وه زده کړې چې په دې نړۍ کې جنت نه پلورل کېږي او د ګناه کولو اجازه نه ورکول کېږي. البته دا نېکبختي د مسلمانانو له پاره هغه مهال وه چې اسلام حاکم و او د اسلام حاکمیت یوازې په عبادت او یا د ځینو سنتونو او د ځینو محدودیتونو په پلي کولو پورې محدود نه و، تر څو ملل متحد خپه نه شي؛ بلکې د انسان د ژوند په ټولو اړخونو کې له کورني او بهرني سیاست څخه نیولې تر اقتصاد، تعلیم، ټولنې او داسې نورو باندې حاکم وو. اسلامي دولت او مسلمانانو د خپلو اعمالو معیار له الهي قانون پرته بل څه نه دي ټاکلي او د الله سبحانه وتعالی رضا د دوی یوازینۍ موخه وه. خو له هغې ورځې راهیسې چې مسلمانان له خپل اصل څخه چې اسلام دی، لرې شول او د الله تعالی جل جلاله د رضا پر ځای یې د نړیوال کُفر د رضایت لاره غوره کړه او د خپلو اعمالو معیار یې مادي ګټې او هغه نظامونه وو چې د غرب پر بنسټ ولاړ وو، نو په دې ځمکه کې یې بیا بله خوشحاله ورځ و نه لیدله او نه په دې وتوانېدل چې ځان ته یو تمدن او مدنیت جوړ کړي.
اسلامي اُمت ته لازمه ده چې بېرته خپل اصل ته چې د اسلام سیاسي وحدت او حاکمیت دی او د توحید اصل چې “ولاء و براء” دی، ومني، تر څو د اسلام له لاسه وتلی وقار بېرته لاسته راوړي. او په دې نړۍ کې د آرام او سکون ډک ژوند ولري او په آخرت کې جنت د دوی ابدي ځای وي.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version