لیکوال: محمد الافغاني


اسلام په مالدیف (مالدیو) کې

د مالدیف جزیره د نړۍ تر ټولو کوچنی مسلمان هېواد دی، چې ۲۹۸ مربع کیلومتره مساحت لري، د هند سمندر په اوبو کې له دوه زره جزایرو او د هند د برصغیر په جنوب لویدیځ او د سریلانکا په لویدیځ کې پروت دی.
مالدیف(مالدیو) د مالدیف جمهوریت رسمي نوم لري، د هند په بحر کې یو جزیره اي هېواد دی چې د هند په سویل لویدیز کې موقعیت لري. پلازمېنه یې «ماله» دی.
د دغه هېواد نفوس شاوخوا ۵۳۹ زره تنه دی. د دې هېواد رسمي دین اسلام دی او په عامه توګه د نورو دینونو پیروي منع ده او محاکمه کېږي.
مالدیف په ۱۹۶۵ کال کې د بریتانوي امپراتورۍ څخه خپلواک شو.
په لومړیو هجري پېړیو کې اسلام د عربو او ایراني سوداګرو په واسطه دغه هېواد ته او همدارنګه د هند د «لاکادیو» جزایرو ته داخل شو. دغو تجارانو په مالدیف کې خپل بریالیتوب پیاوړی کړ او د سیمه ایزو ښځو سره په واده کولو یې د اسلام د خپرېدو لپاره لاره هواره کړه.
ویل کېږي چې د مالدیف لومړنی مسلمان پاچا سلطان احمد شنوزاده په ۱۲۰۰ میلادي کال کې اسلام قبول کړ.
خو دا ثابته ده چې مسلمانو سوداګرو له دې نیټې څخه پیړۍ مخکې هم اسلام راوړی و. ځکه چې د عربستان د شبه جزیرې او سريلانکا ترمنځ سمندري سوداګري له اسلام څخه مخکې په دويمه ميلادي پېړۍ کې هم جریان درلود.
ابن بطوطه چې پخپله هم څه موده په دغه هېواد کې ژوند کړی، په خپل سفرلیک کې [ ۵۹۸-۷۲۱ ] داسې وايي:
« مالدیف اوس مهال له 400,000 څخه ډېر خلک لري چې سل په سلو کې یې مسلمانان دي.
د مالدیف په سلو کې نهه پنځوس سلنه خلک سواد لري.

 

د سلطان محمد جومات؛
دا ښکلی جومات چې د «ماله جومات» په نوم یادېږي، چې سیلانیان یې ډیر لیواله دي. دا جومات د مالدیف ښار په مرکز کې موقعیت لري او د مالدیف ترټولو لوی جومات او همدارنګه د سویلي آسیا یو له لوی جوماتونو څخه شمېرل کېږي. د سلطان محمد جومات یو له زړه راښکونکو برخو څخه د هغې ژیړ گنبد دی چې په ختیځ آسیا کې خورا مشهور دی.
د سلطان محمد جومات په اصل کې د نارینه وو اسلامي مرکز دی چې په زړه پورې معماري لري او د ۱۹۸۴ کال په نومبر کې جوړ شوی دی. سلطان احمد جومات په مالدیف کې تر ټولو لوی جومات او په دې ځمکه کې یو له سترو او عالي ودانیو څخه دی. د نارینه جومات ظرفیت د لمانځه پر مهال ۵۰۰۰ کسانو ته رسېږي او د ظرفیت له پلوه یو لوی جومات ګڼل کېږي.
د دې جومات معماري بې له شکه د دې جزیرې له ښکلاګانو څخه ده. سپین دېوالونه، گنبدونه او د طلایي منارونه چې له کیلومترو لرې د کښتیو او حتیٰ په الوتکو کې د آسمان څخه د ملغلري په څیر ځلیږي او د هغې طلاييوالی هر مسافر ځان ته راجلبوي.
په حقیقت کې د دې ډول جوماتونو او ودانیو شتون د دې خاورې د خلکو دین او مذهب ته د سرښندنې ښکارندویي کوي.
د دې سیمې خلک په سوله ایز ژوند کې په اعتدال او اسلامي اخلاقو سره ژوند کوي.
او دا پخپله د دې مسلمانې ټولنې د بري او کامیابۍ یو راز ګڼل کېږي.
Leave A Reply

Exit mobile version