لیکوال: ابو جریر


منځنۍ پېړۍ (درېیمه برخه)

د ننني (اوسني) تمدن ډېره برخه د مسلمانو مخترعینو له خوا اېښودل شوې او په حقيقت کې د اوسني تمدن او پرمختګ د هغه وخت د تمدن د کشفونو او اختراعاتو پرمختللې بڼه ده، بې له شکه چې د نن ورځې علوم او تمدن د اسلامي تمدن مرهون دي او یقینا چې دغه اسلامي تمدن چې نورو تمدنونو ته يې لاره هواره کړه، د نړۍ په هر ګوټ کې يې د ژوند بڼه او معيار بدل کړ او انسانيت ته يې ورپېژندل.
اوس به د “منځنۍ پېړۍ” تمدن یوه کونج درته بیان کړو چې دا زمانه په رښتیا د چا لپاره تیاره وه؟
بالکل د غربیانو او کفارو لپاره دا تیاره او توره زمانه وه؛ او د مسلمانانو لپاره طلايي دوره وه.
زه غواړم د هغه دور د تمدن د یوې کونج یادونه وکړم، چې د ډیموکراسۍ د ایډیالوژۍ له نظره تور او د اسلام د ایډیالوژۍ له نظره زرینه پیړۍ وه، چې هغه عبارت: د همدې دورې اختراعات او اکتشافات دي؛ کله چې اسلام په واک کې و، له شریعت پرته بل څه نه پلي کېدل، موږ د اصلاح او تمدن په اوج کې وو، له هغه وخته چې اسلامي اُمت خپل تمدن او پرمختګ په غربي تمدن کې ولید، ذلیل شو او دا ذلت اوس هم دوام لري، او حتیٰ دوی خپل مجد او عظمت هم هیر کړ.
موږ یو داسې ملت وو چې د ژوند په ټولو برخو کې مو لومړۍ خبره کوله او په لومړي مقام کې وو، د بېلګې په توګه د “ریاضي” متخصص او مکتشف، بدیع الزمان “ابوالعز بن اسماعیل بن جزري” (۱۱۳۶-۱۲۰۶) وو، چې سربېره په ریاضي په صنعت او تخنیک کې هم تخصص درلود. دی د هجري کال د شپږمې او اوومې پیړۍ د کرد د پوهانو له ډلې څخه و، د هغه تر ټولو مشهور کتاب «الجامع بین العلم والعمل النافع فی الصناعة الحیل» دی. دا کتاب د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوی دی، جزري دغه کتاب په ۶۰۲ هجري کې ليکلی دی.
په دې کتاب کې، هغه د 50 جوړ شوي او کارول شوي وسایلو (چې خپلې جوړي کړي دي) کاري طریقه او جوړښت بیانوي. په دې وسایلو کې د اوبو او شمعې ساعتونه، اتوماتیک لوښي او فوارې، د سیندونو او څاګانو څخه د اوبو رسولو وسایل، او نور وسایل شامل دي لکه: رمزي قلف او هندسي ابزار.
د الجزري د شهرت تاج مختلف ساعتونه دي، په ځانګړې توګه د هغه د فیل په څیر ساعت، چې یو نړیوال او په نوم عصري ساعت دی. او همدارنګه د “ډونالډ هیل” په وینا د ده شمعې ساعت تر ټولو پیچلي ساعتونه دي چې تر اوسه پورې پېژندل شوي دي؛ هغه د شمعې یو ساعت په لاندې ډول تشریح کوي: “یو شمع چې د سوځولو کچه یې معلومه وه د رزین په برخه کې یې موقعیت درلود، فتیله د سوري څخه تیریږي، موم راټولیږي او په یوه دایره، ساعت کې جلا کېدی شي، چې تر سوځیدنې پورې ګډوډولو جوړه نه کړي. د شمعې کف په یو کم عمقه لوښي کي دی، او د هغې په څنګ کې یوه حلقه د غلتکونو په واسطه د تعادل په وزې سره نښلول شوي، لکه څنګه چې شمع سوځي، وزن یې په ثابت سرعت سره پورته کوي، او میکانیزم ځان د شمعې په لاندنۍ برخه کې حرکت کوي.» د شمعې ساعت پشان بل هېڅ ساعت دومره پرمختللی ندی.
د موم ساعت کې د وخت ښودلو لپاره یو د نښه شی شامل و او د لومړي ځل لپاره یې د عقربې تېغ پکې کارولی و، یو میکانېزم چې لاهم په عصري وختونو کې کارول کېږي.
که د انسان ژوند ته وګورو نو وبه وینو چې: بې له وخته به ژوند په ژور ګډوډۍ کې ډوب شي او همدا اسلامي نظام و چې دا ډول نوښتګران یې په خپل غېږه کې زیږولي وو.
یو بل ساینس پوه “ابن هیثم” نومېږي چې کار یې د “کیمرې” (دوربین) د اختراع لامل شو ، ابن هیثم چې بشپړ نوم یې “ابو علي الحسن بن الحسن بن الهیثم” دی ، په عصري نړۍ کې کومې کیمرې، ټلویزیون، موبائیل، سینما، پروجکټور او داسې نور چې شتون لري دا ټول د هغه له برکته څخه دی، چې د لاسته راوړنو او خدماتو په اړه یې مسلمانان او غیرمسلمانان په سلګونو کتابونه لیکلي دي.
همدارنګه “ابوالقاسم عباس بن فرناس بن ورداس تاکرمي” (194-274هـ ق) چې د “حکم بن هشام اموي” د خلافت پر مهال د “تاکرن” په کلي کې په اندلس او قرطبه کې اوسېده. هغه څوک چې اختراع یې اسمان په شوق راوړ؛ لومړی کس چې الوتکه یې اختراع کړه او الوتنه یې وکړه او د بشریت نړۍ یې تر اوسه پورې کاروي او د نن انسانیت لپاره یې خورا اسانتیاوې راوړي.
خو نن ورځ په نړۍ کې د ډېرو خلکو لپاره داسې ګونګوسې کېږي چې د رایټ وړونه د الوتکې اختراع کوونکي وو، په داسې حال کې چې موږ د “اسلامي تمدن” دوره درلودلې؛ خو نن چې اسلام حاکم نه دی، نړۍ ته د اسلام او اسلامي تمدن اصلي څېره او د اسلام د خدمت او تمدن په کره توګه څرګندېدل ممکن نه دي. حتیٰ په منځنیو پېړیو کې، مسلمانانو د نن ورځې تمدن په څیر یو تمدن درلود چې په نړۍ کې د الهي قانون د حاکمیت له امله په عصري نړۍ کې د انسانیت لخوا کارول کېږي. د بېلګې په توګه په طبابت کې د داخلي زخمونو ګندل د جراحۍ د پلار “ابوالقاسم خلف بن عباس زهراوي” له اختراعاتو څخه وو چې کله به یې د پیشي د کولمو او کله ناکله له نورو حیواناتو څخه کار اخیست. د “ابوالقاسم زهراوي” په اړه لسګونه کتابونه لیکل شوي دي. د «التصریف خلف بن عباس الزهراوي» له کتاب څخه باید اسلامي امت پوه شي چې تورې پېړې هیڅ شتون نه لري، او هغه څوک چې دغه پېړۍ توري پېړۍ بولي هغه خپل د ځان څخه خبرې کوي، نه د اسلام له نظره.
همدارنګه په نورو برخو کې هم په دې زمانه کې د مسلمانو پوهانو له خوا بې سارې اختراعات او اکتشافات شوي دي، لکه: “مريم السترولوبي” چې ستره ستور پیژندونکې(منجمه) وه، چې کاينات او ستوري يې په وړو وړو برخو وويشل، تر څو خلک ترې خبر شي. د وخت په اړه پوه شي او په خپل ژوند کې یې وکاروي. هماغه اختراعات چې کائنات او ستوري یې په وړو وړو برخو ویشلي وو، د همدې اختراع په پایله کې انسانانو ته په لسګونو داسې حیرانونکې اسانتیاوې ور په برخه کړې چې نن سبا نړۍ ترې ګټه پورته کوي. لکه: موبائيل، کمپاسونه او سټلایټونه، په دې اړه په داسې زمانه کې چې ټول ساينس پوهان، اختراع کوونکي او مکتشفین دي، د دوی د اختراعاتو او کشفونو په اړه د کفارو او مسلمانانو لسګونه کتابونه ليکل شوي دي، د اُمت ځوانان يې بايد تعقيب کړي. دې پوهانو او څېړنو دوی ته دا وښودله چې اسلام یو ستر تمدن درلود، که نن ورځ اسلامي اُمت رښتینې آزادي ولري او الهي وحی حاکمه شي، ان شاء الله یو ځل به بیا تمدن ولرو.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version