سوسیالیزم څو بنسټیز عناصر لري چې د دې عناصرو په راټولولو سره د سوسیالیزم نظریه بشپړېږي ، دا عناصر چې له ټولنې سره ډیر تړاو لري، یو ټاکلی نظم ترتیبوي.
په بل عبارت، د همدغو عناصرو له مخې دا ممکنه کېږي، چې د سوسیالېزم او نورو سیاسي باورونو ترمنځ توپیر او تفکیک عیان شي.
د دغو عناصرو څخه هر یو په لاندې ډول ذکر شوي:
ټولنه(community): سوسیالېزم، انسانان د ټولنیز مخلوق په توګه تصور کوي، چې د انسانیت د ګډو ځانګړتیاو پر اساس یو بل سره تړلي دي، د شاعر جان دان په وینا: «هېڅ انسان یو بشپړ جزیره نه ده، هر انسان د وچې یوه ټوټه، د اصلي ځمکې یوه برخه ده.»
یا د سعدي په وینا:
بنی آدم اعضای یکدیگرند
که در آفرینش ز یک جوهرند
چو عضوی به درد آورد روزگار
دگر عضوها را نماند قرار
دا بیانونه د ټولنې اهمیت ته اشاره کوي او د انسان د هویت په رامینځته کولو کې په ټولنیزو ډلو کې د ټولنیز متقابل عمل او غړیتوب اغیز ښیې او له بلې خوا، ټولنیز پوهان غواړي چې د طبیعت په مقابل کې په روزنې ټینګار وکړي؛ او دوی غواړي چې شخصي چلند د ټولنیزو عواملو له مخې تشریح کړي، نه د داخلي او ذاتي ځانګړتیاوو له مخې.
ورورولي: ځکه چې ټول انسانان یو ګډ انسانیت لري، دوی د دوستۍ او ورورګلوۍ په احساس سره تړلي دي [چې په دې شرایطو کې ټول انسانان شامل دي]، او دا ځانګړنه سوسیالیستان هڅوي چې د انفرادیت او سیالۍ په پرتله همکاري او اجتماعیت ته ترجیح ورکړي. او په دې نظر کې، خلک کولی شي خپل ټولنیز وړتیاوې چمتو کړي او د همکارۍ له لارې ټولنیزې اړیکې پیاوړې کړي؛ په داسې حال کې چې رقابت د خپلمنځي اختلافاتو، شخړو او دُښمنۍ په خپرولو سره خلک د جګړې ډګر ته لېږي.
ټولنیز مساوات: مساوات د سوسیالیزم اصلي ارزښت دی، که څه هم دا مساوات په نورو نظریو کې ځانګړی ځای لري، په ځانګړې توګه په لیبرالېزم کې؛ خو کله کله سوسیالېزم د مساواتو د یوې بڼې په توګه بیان شوی دی، یعنې د نورو ارزښتونو په پرتله د مساواتو په لومړیتوب باور لري، او سوسیالیستان په ځانګړې توګه د ټولنیز مساوات پر اهمیت ټینګار کوي. البته، د پایلې مساوات، نه د فرصت مساوات؛ دوی په دې باور دي چې د ټولنیز مساوات د ټولنیز ثبات او پیوستون اصلي تضمین دی او خلک دې ته هڅوي چې ځان ته د خپلو همکارانو سره یو وبولي. ټولنیز مساوات هم د قانوني او سیاسي حقونو د عملي کولو بنسټ جوړوي، په حقیقت کې دا مساوات دی چې د انسان د انسانیت ځانګړتیا ښیي او دا مساوات دی چې ناوړه ځانګړتیاوې لکه خودخواهي او ځان لوړوالی کموي.
اړتیا: د ټولنیز مساوات پلوي هم د سوسیالیستي عقیدې پلوي کوي چې مادي ګټې باید د اړتیا پر بنسټ وویشل شي، نه یوازې د وړتیا یا کار په اساس. د دې اصول کلاسیک جوړښت د مارکس د کمونیستي ویش په اصول کې موندل کیدی شي: “له هر یوه څخه د هغه له وړتیا مخې، او هرچا ته د هغه د اړتیاوو سره سم” دا اصل د دې باور په معنی دی چې د بنسټیزو اړتیاوو پوره کول (لوږه، د اوبو کموالی، کور، روغتیا، شخصي خوندیتوب، محرمیت او داسې نور) د ژوند لپاره یو شرط او په ټولنیز ژوند کې د انسانانو ارزښتناکه ګډون دی؛ خو ښکاره خبره ده چې د اړتیا سره سم د ویش لپاره نه یواځي مادي هڅونې ته اړتیا ده، بلکې، دوی باید د اخلاقي هڅونې لخوا باید وهڅول شي؛ البته، دې موخې ته رسیدل اسانه کار نه دی؛ ځکه د هغو کسانو شمېر چې دغه عقیدې ته رسېدلي او پلي کوي یې لږ دي.