لیکوال: ابو جریر


منځنۍ پېړۍ (دوهمه برخه)

د دغه علت د پوهېدلو لپاره چې ولې لويديځوال، منځني پېړۍ ته توره دوره(زمانه) وايي؟
باید اشاره وکړو چې “منځنۍ پېړۍ د پنځمې او پنځلسمې پیړۍ سلیزو ترمنځ وخت ته اشاره کوي.” دې دورې ته د رینسانس د مفکرینو له نظره لیدل، په بشپړه توګه منفي لید دی او داسې ښکاري چې دغه دوره د جهالت، فقر، بدبختۍ او نورو څخه ډکه ده.
دا صحیح ده چې اروپا د منځنۍ پېړۍ په لومړیو پېړیو کې، یو تیاره زمانه تجربه کړې، چې د بربر قومونو یرغلونه، د ساراسن قومونو یرغلونه، بې وزلۍ، د ښاري تأسیساتو نشتوالی چې د ښاري زیربناوو د ویجاړولو له امله رامنځته شوی وو، ناپوهي او توهم په واسطه پوره ناامني تجربه کړه؛ خو د دغو بدبختیو اصلي لامل د الهي وحې نه پیروي او د فکري د ودې لپاره د یوې معیني طریقې نه شتون وو.
د بېلګې په توګه: د منځنۍ دورې په لومړیو کې له ۱۰٪ څخه کمه ځمکه د کرنې وړ وه؛ خو د منځنۍ دورې په پای کې په اروپا کې وضعیت بدل شو چې لاندې به یې یادونه وکړو.
په منځنیو پېړیو کې او د فرانسې، هسپانیا او انګلستان د خپلواکو دولتونو له جوړېدو څخه مخکې، نه یوازې دا چې هیڅ ښار شتون نه درلود؛ برسېره پر دې، هېڅ ځواکمن سیاسي جوړښت نه و رامینځته شوی. خو اسلامي اُمت تر ټولو غوره سیاسي نظام درلود او په نړۍ کې د اسلامي دولت خبره لومړۍ خبره وه. اسلامي امت یو واحد امت و، نه څو هیوادونه. ملت یو ځانګړی سیاسي نظام درلود چې اساسا یې د وحی پیروي کوله او د دوی قانون د الله  جل جلاله او رسول په کلمو ولاړ و، نه د اروپا د ټولنې او ملت. په دې دوره کې د مسیحیانو اصلي واک د پاپ په لاس کې و چې د اروپا د مذهبي مشر په توګه و او فیوډالان د امنیت د راوستلو د مسئولینو په توګه پېژندل کېدل.
که څه هم، په ځینو وختونو کې، د شارلماني په څیر خلکو او د “مرونژينیان او کارولنژيانو” په څیر سلسلې، حکومتونه جوړ کړل. خو په عمل کې اصلي واک د فیوډالي مشران په لاس کې و او حتی د هغو واک د فرانسې یا جرمني د پاچاهانو په پرتله لا ډېر وو. له همدې امله لويديځوال دغه دوره توره دوره بولي.
په نننۍ زمانه کې چې کله له تمدن څخه کوم نوم واخستل شي نو سمدستي د خلکو په ذهن کې راځي چې دا د يونانيانو او روميانو لاس ته راوړنه وه او که لږ شاته راشو نو فکر کوي چې يوازې لويديځ نوښتګر او اختراع کوونکي وو. پداسې حال کې چې داسي قضیه نه وه؛ ځکه په منځنيو پېړيو کې چې د تورې دورې په نامه يادېږي، اسلامي اُمت د تمدن په اوج کې ژوند کاوه او که د اسلام له نظره ورته وګورو نو دا د مسلمانانو لپاره د تمدن او زرین دور بلل کېږي.
مسلمانانو وړونو او خویندو! اسلام پخپله د دې نړۍ، د آخرت او قیامت د ورځي د مادي او معنوي روغتیا دین دی، چې په پای کې انسان دارالسلام ته رسوي. اسلام هغه جامع او بشپړ دین دی چې خلکو ته د مادي او معنوي ژوند کولو زده کړه ورکوي. د ډیموکراسۍ د ایډیالوژۍ په څیر، اسلام یوازې د ماديزم په فکر نه دی، او د عیسویت او هندویزم په څیر، یوازې د معنویت په فکر نه دی؛ بلکې اسلام د ژوند د ټولو اړخونو لپاره منظم پلان لري. ځکه چې اسلام په ځمکه کې یوازینی او ثابت آسماني دین دی او ژوند یواځي نه مادی او نه معنوي. بلکې دواړه باید سره یو ځای شي چې په پایله یې کې به وده، پرمختګ، تمدن او سوکالي وي.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version