د الله توره «خالد بن ولید رضي الله عنه» ژوند ته لنډه کتنه (یو ویشتمه برخه)
حضرت خالد رضي الله عنه د بني مصطلق په غزوه کې
بني مصطلق څوک وو؟
بني مصطلق د عربو له لويو قبيلو څخه ده چې مدينې منورې ته نږدې په يوه سيمه کې چې “ظهران” نومېږي، له مدينې منورې څخه تر ظهران پورې څلوېښت کيلومتره واټن دی.
ولي بني مصطلق ورته ويل کېږي؟
له دې امله دوی ته بني مصطلق ویل کېږي، ځکه چې د دې سیمې د خلکو نسب د مصطل ابن سعد ابن عمرو په نوم یو کس ته رسېږي. دا قبيله د خزاعة له لويو څانګو څخه ده. د دې قبيلې مشر حارث ابن ابي ضرار ابن حبيب ابن عائد خزاعي وو. د مدينې ټولې قبيلې او د بني مصطلق قبيلې د ازد يماني په نوم يو کس ته رسېږي، په دې لحاظ د دغو دواړو سيمو د خلکو تر منځ اړيکې او خپلوي شتون لري.
د بني مصطلق د غزوې لامل څه و؟
علامه قریبي لیکي: د دې غزوې اصلي لامل دا وو چې د بني مصطلق مشر او ویاند حارث بن ابي ضرار د مدینې پر ښار د برید لپاره لښکر تیار کړ. دا خبر د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته ورسېده، هغه په هغې سیمه کې له خپلو سفیرانو څخه د دې خبر د حقیقت په اړه معلومات وغوښتل او د معلوماتو له راټولولو وروسته هغوی هم دا خبر تائید کړ. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د بني مصطلق په دې ناوړه نیت باندې ډاډه شو؛ د مسلمانانو یو لښکر یې جوړ او چمتو کړ او ورسره نبي کریم صلی الله علیه وسلم او محبوبه مېرمن یې ام المؤمنین عایشه صدیقه رضی الله عنها هم حضور درلود. کله چې اسلامي لښکر د بني مصطلق سيمې ته ورسېدل، نو هلته يې پر اوسېدونکو بريد وکړ، بې شمېره خلک يې ووژل او يو شمېر يې ونيول.
علامه قریبي د خپل کتاب په بل ځای کې لیکي چې د بني مصطلق د دې پریکړې یو مهم لامل په مدینه منوره کې دا و چې دوی ښه لیدلي وو چې مسلمانان د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم د نافرمانۍ له امله مات شول او مشرکین یې بریالي شول؛ نو موږ هم د هغوی د ماتولو لپاره یو څه کوو؛ خو دوی نه پوهېدل چې الله تعالی جل جلاله د دوی برخلیک په بل ډول ټاکلی او ناکامي یې د دوی په نصیب ګرځولې ده.