په تمدن کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې (اوومه برخه)
د اسلامي اُمت وحدت د مسلمانانو د تمدن او پرمختګ تر ټولو مهم لامل دی.
نن ورځ زموږ ستونزه تفرقه او اختلاف دی، سره له دې چې قرآن له تفرقې څخه منع کوي: «وَ لا تَکونوا کَالَّذینَ تَفَرَّقوا وَ اختَلَفوا» او د يووالي امر کوي: «وَ اعتَصِموا بِحَبلِ اللّهِ جَمیعًا وَ لا تَفَرَّقوا» په هرصورت، اسلامي اُمت ویشل شوی دی. بلکې مختلف نظرونه شتون لري، مختلف مذهبونه شته او مختلف ذوقونه، دا ټول د تفرقې سبب شوي، په داسې حال کې چې په اسلام کې اختلاف شته، خو تفرقه نشته، تفرقه د بېلا بېلو لارو غوره کول دي، دا بېلابېل ذوقونه باید د دې لامل ونه ګرځي چې اسلامي اُمت د يووالي له ستر نعمت څخه بې برخې پاتې شي، نو اسلامي اُمت به ډېرې ښې لاسته راوړنې ولري، که دا اتحاد په هر ډول جوړ شي، د اسلامي نړۍ د ستونزو د هوارولو غوټه به رابرسیره شي او دا ممکنه کېږي چې د اسلامي نړۍ ستونزي هواري کړو.
موږ باید پوه شو چې دا یووالی د مومنانو د عقایدو او عملونو څرګندونه وه، چې الله جل جلاله فرمایي: «أَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ لَوْ أَنْفَقْتَ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مَا أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ إِنَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ»؛ژباړه: ((الله سبحانه وتعالی) د دوی د زړونو تر منځ داسې مینه پيدا کړه، چې که ته په ځمکه کې هر څه (پیسې) ولګوې، نو د دوی د زړونو ترمنځ به اړيکه پيدا نه شي، خو الله جل جلاله د دوی ترمنځ اړيکه پيدا کړه، ځکه چې الله ځواکمن څښتن او حکیم ذات دی.)
د قانون د جوړولو او د هغې د تطبیق په برخه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دنده؛
مخکې له دې چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) قوانين وضع كړل، اُمت ته يې داسې روزنه وركړه، چې بې له كوم دليله په خپلو جرمونو اعتراف وكړي او خداى جل جلاله په هر ځاى كې حاضر او ناظر وبولي؛ په همدې اساس يې د اسلامي نظام د تاسيس او بنسټ لپاره په مکه معظمه کې د خپل دعوت او تبليغ ديارلس کاله تېر کړل، په دې ارزښتناکه مرحله کې يې د دعوت تمرکز په عقايدو، افکارو او احساساتو و، چې خلک د خپل پخواني عادتونو څخه خلاص شي. ، هغوی ته امر او نهی نه کوله، هغوی د شراب څکلو څخه نه منع کول، بلکې به يې ويل: قولو لا اله الا الله تفلحوا»؛ (لا اله الا الله ووایست، تاسو به بریالي شئ.) کله چې خلک خپل خدای جل جلاله ته نږدې شي، دوی بت پرستۍ څخه ډډه کوي او پوهېږي چې یو خدای جل جلاله شته او زموږ خلقت بې ګټې نه دی.
د تمدن دوهمه مرحله چې د پرمختګ یا قانون جوړونې او یا د دیني عقایدو د مراعاتولو مرحله ده پیل کېږي او ملت ته د لمانځه او روژې امر کېږي او د اسلام د سپیڅلي دین ټول احکام پرې فرض کېږي او دا د قانون جوړونې او د هغې پلي کول بېلګې دي؛ ځکه چې احکام په هغه څه پورې محدود نه دي چې دا وکړئ او دا مه کوئ؛ خو له اصولو څخه د سرغړونې په صورت کې د دنياوي عذاب سبب هم ګرځي؛ البته، قانون جوړونکی باید څلور صفات ولري:
-
د محیط علم
-
پوره ځواک
-
کامل رحم
-
په هېڅ قوم، قبیلې یا سیمې پورې اړه و نه لري