لیکوال: ابو جریر


اسلامي عقاید؛ د ماشومانو ډېوه (شپږ ویشتمه برخه)

۳۱- پوښتنه: د څو کبیره ګناهونو نومونه ذکر کړئ؟
ځواب له ابن عباس رضي‌ الله‌ عنه څخه روایت دی چې یو کس وویل: یا رسول الله ﷺ کبیره ګناهونه کوم ګناهونه دي؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: “(الإشراك بالله، والأمن من مَكْرِ الله، والقُنُوطُ من رحمة الله، واليَأْسُ من رَوْحِ الله”).
ژباړه: شرک کول د الله سره او د الله تعالیٰ جل جلاله له رحمت څخه ناهېلي کېدل.
۳۲- پوښتنه: کوم خلګ جهنم ته نه ننوځي؟
ځواب: له ابي هریره رضي‌ الله‌ عنه څخه روایت دی چې پیغمبر ﷺ وفرمایل: “لاَيَلِجُ النَّارَ رَجْلٌ بَكَى مِنْ خَشْيَةِ اللَّه حَتَّى يَعُودَ اللَّبَنُ في الضَّرْع، وَلا يَجْتَمعُ غُبَارٌ في سَبِيلِ اللَّه ودُخانُ جَهَنَّمَ».
ژباړه: هغه څوک چې د الله ﷻ له وېري ژاړي اور ته د هغه ننوتل داسې لري دي لکه بیرته ننوتل د شيدو په غولانځه(تیونه) کې، یعنې: لکه څنګه چې شيدې له تیانو راوځې بیرته تګ (ننوتل) یې تیانو ته ناشونی دي، همدا ډول د خدای تعالی جل جلاله له وېري ژړیدونکي کس اور ته ننوتل هم ناشونی دی او د اللهﷻ په لاره (جهاد، دعوت، علم و…) کې د وړې د جهنم له دود سره به یو ځای جمع نشي. (ترمذي یې روایت کړی، حسن او صحیح یې یاد کړي دي.)
۳۳- پوښتنه: د خلګو په مینځ کې کومه ناپېژنده ګروه (ټولۍ) شته؟
ځواب: حاکم په المستدرک کې له عبدالله ابن عمر رضي‌ الله‌ عنهما څخه روایت کړی او هغه یې صحیح الاسناد بللی، خو بخاري او مسلم هغه نده روایت کړی، چې وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: “إن‌ لله عباداً لیسوا بأنبیاء ولا شهداء یغبطهم الشهداء والنبیون یوم القیامة لقربهم من ‌الله تعالیٰ و مجلسهم منه، فجثا أعرابي علی رکبتیه فقال یا رسول الله صفهم لنا و حلّهم لنا قال: قوم من أفاء الناس من نزاع القبائل، تصادقوا في الله و تحابوا فیه، یضع الله عزوجل لهم یوم القیامة منابر من نور، یخاف الناس ولا یخافون، هم اولیاء الله عزوجل الذین لا خوف علیهم ولا هم یحزنون” قال في اللسان.
ژباړه: الله تعالیٰﷻ داسې بند‌ګان لري چې نه د پیغمبرانو له جملې څخه دي او نه له شهداؤ، خو پیغمبران او شهداء به د قیامت په ورځ د هغوی د مقام او خدای جل جلاله ته د تقرب لپاره یې د هغوي په وړاندې رشک کوي، یو صحرائي سړی چې هلته وو په زنګنو کیناست او وې ویل: ای د خدای جل جلاله رسوله! د دوی ځانګرتیاوي راته بیان کړه او هغوی راته واضح کړه، وې فرمایل: د هغوی ټولۍ د هر جنس خلګو، او افرادو څخه بیګانه او په قبایلو کې غیر مشهور ده چې د خدای جل جلاله لپاره یې یو او بل سره صداقت او دوستي کړي ده، الله تعالیٰ جل جلاله د هغوی لپاره د قیامت په ورځ له نور څخه منبر جوړوي، خلګ هغه وخت په وېره کې وي خو دوی ډار نلري، هغوی د خدای جل جلاله دوستان دي هغه چې له څه شي نه وېرېږي او د څه شي لپاره غمجن نه دي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version