درنو لوستونکو په تېره برخه کې موږ حقیقت په درېیو اساسي ټکیو تقسیم کړ، د حق معناګانې مو وکړي او بیا مو دا خبره ثابته کړه، چې د حق او حقیقت لټون انساني فطرت او بشري طبیعت دی او دا د هرې طبقې خلک کوي.
بهر حال! په دې دوهمه برخه کې د انساني فطرت او طبیعت اړوند یوه مهم ټکي باندې تمرکز کو او دا مهم ټکی دا دی، چې حقایق خپلې دائرې لري او د حقیقت موندلو خپله طریقه ده، ځکه څوک په یوه ډګر کې د حقیقت په لټه کې دي او څوک په بل ډګر کې د حقیقت لټون کوي. زه به دلته د مثال په توګه یو څو دائرې ذکر کړم.
د مثال په توګه، یوه دائره د ظاهر ده او بله هغه یې د باطن ده. انسان هڅه کوي، چې خپل ځان وپېژني او غواړي، چې د خپل ځان په اړه په دې پوه شي، چې زه څه یم؟ دلته څو دائرې دي:
(۱) په دې پوښتنه کې چې زه څه یم؟
یوه دائره د طبي علومو/ میډیکل ساینس ده، ترڅو معلومه کړي، چې دننه څه دي، دا بیله دائره ده، په دغه دائره کې انسان هڅه کوي، چې خپل هویت، ذات او وجود وپېژني؛ ځکه د ځان پیژندنې یوه دائره هغه طبي ساینس دی، چې د سر د ویښتانو څخه نېولې بیا د پښو تر تلو پورې د انسان وجود جلا ـ جلا ګوري، چې دا څه دي، دا څنګه کار کوي او د دوی میکانیزم څه دی؟.
(۲) په دې پوښتنه کې چې زه څه یم؟
دوهمه دائره د صوفیاء کرامو ده، چې عرفان ذات ورته وایي، چې مقصد یې پخپله د خپل ځان پیژندل دی، له دې څخه د صوفیاء کرامو موخه دا ده، ترڅو انسان خپل ځان په حقیقي ماناو وپیژني، یعنې په دې پوه شي، چې زه څوک یم، څه یم، چا پیدا کړی یم، زما څخه هدف څه دی، زما له پیدایښت هدف څه دی او له خپل خالق سره زما اړیکه څه ده؟.
بیا له انسان سره د کایناتو په اړه ځینې پوښتنې پیدا کیږي، چې دا پوښتنې خپله بیله دائره لري، مثال په توګه: چې دا کائنات څه شی دی، په کوم چاپیریال کې، چې موږ ژوند کوو دا چاپیریال څه دي، د دغه کائناتو تر شا کوم ځواک دی، د کایناتو دا چلونکی ځواک څوک دی؟ په هرصورت، د دې کایناتو د حرکت لپاره خو باید یو محرک ځواک وي، تر شا یې خامخا باید یو طاقت وي، پاور وي ترڅو دا پراخ کاینات په منظم ډول وچلوي.
بهر حال! په دې نوعیت ډېرې پوښتنې انسان ته په ذهن کې پیدا کېږي، چې په اړه يې د فکر او تحقیق لپاره بېلا بېلې ساحې او دائرې دي او په دې برخه کې په بېلا بېلو کچو، بېلابېلو وختونو کې د څېړنو او تحقیق بېلابېلو څانګو کار کړی دی او دا لړۍ به د قيامت تر ورځې پورې روانه وي.
فیلسوفان به په خپله دایره کې کار کوي، ساینس پوهان به په خپله دایره کې کار کوي، د شریعت عالمان به په خپله دایره کې کار کوي او صوفیاء کرام به په خپله دایره کې کار کوي. د تحقیق دا دائرې او د دوی تر چتر لاندې د تحقیق او څیړنې کارمندان ټول پخپلو کې له یو بل سره تړاو لري، خو مګر داېرې د ټولو خپلې او