له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې د خپل ورور په اړه د هغه د عزت لوټولو او یا بل څه له امله شکایت وکړي، نو نن دې له هغه څخه بخښه وغواړي، مخکې له دې چې هغه ورځ راشي چې نه دیناره وي او نه هم درهم، نو که چيرې دا سړی نیک اعمال ولري، د شکایت کوونکي د شکایت په اندازه به د هغه له اعمال څخه واخیستل شي او که چیرې هغه کس نیکي ونه لري، د شکايت کوونکي بد اعمال به د هغه په اوږو واچول شي، بيا به د جهنم اور ته واچول شي.» له دې حدیث څخه دا ثابته شوه چې ظالم حسنات لري چې له هغې څخه د مظلوم حق واخلي.»
له پورته ذکر شوو دلایلو څخه په ښکاره ډول ثابتېږي: فاسق له ایمانه ایستل د هیچ اهل سُنت والجماعت نظر نه دی، بلکې ټول په دې متفق دي چې د لویې ګناه مرتکب مؤمن دی، په دې شرط چې حلال يې ونه ګڼي. خو د هغه په ایمان کې نیمګړتیا ده، هغه په خپل ایمان سره مومن او په لویه ګناه سره فاسق دی او هغه ته د کامل مؤمن نوم نه ورکول کېږي.
عقلي دلیل:
د دې خبرې د تاکید لپاره چې د لویې ګناه مرتکب د اهل سنت و الجماعت له نظره د ايمان له دايرې څخه نه وځي، مناسبه ګڼو چې د دې مسئلې د تاکید لپاره یو څو نور دلایل هم بیان کړو، چې یو یې عقلي دلیل دی؛ دا دليل په دې ډول دی چې کُفر له ایمان سره نه یوځای کېږي. امدي موږ لپاره دا په لاندې ډول بیانوي: «د لوی ګناه مرتکب مؤمن دی، ځکه چې هغه د ایمان له صفت څخه برخمن دی او د هغه د ايمان لرلو دلیل دا دی چې هغه الله تعالی جل جلاله تصديق کوي، که په ايمان کې د خدای تعالی جل جلاله تصديق نه وي، دا ایمان هېڅ معنی نلري، کله چې هغه مومن وي، نو هغه کافر نه دی. ځکه چې کفر د ایمان خلاف دی.»
یادونه:
لومړی: علماء لیکي: معتزله په دین کې له منځګړیتوب او اعتدال پرته په خپله رایه او نظر بله موخه نه درلوده، ځکه چې دوی نه د افراط اړخ په پام کې نیولی او نه د تفريط اړخ او بې پروا وو. خو په پای کې دوی نشو کولی خپل فکر او عقاید له سمې لارې له انحراف څخه وژغوري. نو دا د هر مسلمان لپاره یو مهم درس دی. ځکه چې باورونه ډېر ژر له چاپيريال څخه اغيزمن کېږي او خلک ډېر ژر د افراط په جال کې ښکېل کېږي، نو پکار ده چې په دې برخه کې له ډېر احتياط څخه کار واخلو او د خپلو عقيدو، افکارو په اړه احتياط وکړو.