لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي
کنفوسیوس (دویمه برخه)
څیړنیز ادبیات
د نړۍ په ادبياتو کې د چين اوسنی هېواد يو لرغونی تاريخ لري او د دغه تاريخ په اوږدو کې بې شمېره ادبيات، هنرونه، علوم او فنون شامل دي. په بل عبارت، چين چې له درې څخه تر شپږ زره کاله مخکې تاريخ لري، لومړی منظم ځواک يې له میلاد 2205 مخکې رامنځته شو، د چين د کلتور کشف د اروپا د روښانتيا د دورې يوه لاسته راوړنه ده. “دیدرو” د چينايانو په اړه ليکي: “دا خلک د تاريخ، هنر، هوښيارۍ، حکمت، سياست او د دوستۍ په فلسفه کې د آسيا له نورو خلکو څخه غوره دي او د ځينو ليکوالانو په اند د اروپا له ډېرو روښانفکرو خلکو سره برابر دي. ” “ولتر” هم ویلي دي: “د دې امپراتورۍ هیئت څلور زره کاله پرته له دې چې د هغه په قوانینو، دودونو، ژبې او حتیٰ د خلکو په فیشن کې یې بدلون راشي، دوام یې وکړ. د دې امپراتورۍ تنظیم په حقیقت کې د نړۍ ترټولو غوره اداره ده.» وروسته له هغه چې چين له نږدې وپېژندل شو، د ساينس پوهانو ستاينه او بيان يې کم نه شو او زموږ د وخت ځينو پوهانو دغه ستاينه په خاکسارۍ سره اوج ته ورسوله.
خو د نورو ملتونو په څېر چين هم د ابتدايي ټولنو (بدویت) دوره لري او چينايي دینونه په دې دوره کې لومړني دینونه وو، په عين وخت کې نور دینونه لکه: توتمیسم، تابو، مانا، فتیشیسم او انیمیسم پکې مطرح وو، یعنې لومړني او ابتدايي چینایان د زرو کلو څخه تر دوو زرو کلونو پورې، د روح پرستۍ، تابو پرستۍ، فتیش پرستۍ او توتیزم پرستۍ دینونه یې درلود.
په بل عبارت، لرغونی چینایان لومړی د روح عبادت کوونکي وو، یعنی دوی د مادي نړۍ د ټولو شیانو لپاره روحونه تصورول، دوی د خپلو نیکونو روحونه په خپل ژوند او برخلیک کې اغیزمن ګڼل، دوی په “تائو” باندي (د وجود او ټولو شیانو واکمن) عقیده درلودل، یا د “تي ین” یا آسمان ته یې پاملرنه درلود، د «تائو» څخه مقصد د نړۍ خالق دی، او دا ډول بدوي توحید د چین په باستاني عقایدو کې لیدل کېدی شي. همدارنګه د چین په عقایدو کې ډول-ډول خدایان او د آسمان عبادت شتون درلود.
آسمان ته د نعمتونو د منبع په توګه عبادت کول، د باد عبادت، د ونو او غرونو او مارانو او داسې نور د عبادت نورې بېلګې دي چې په هغه وخت کې یې شتون درلود. د هغوی به عقیده په دې دوره کې د آسمانونو خدای د “شانک تي” په نوم د نړۍ مطلق حاکمیت یې په لاس کې دی، چې هر کال، د چین واکمنانو د آسمان په قربانګاه کې په ځانګړو مراسمونو سره د چين د خدایانو لپاره قربانۍ کولې. د آسمانونو د خدای عقیده، د چین د امپراتورانو په ذهنونو کې رامینځته شوې وه ترڅو ځان خلکو ته د خدای خليفه معرفي کړي او خپل سیاسي ځواک پیاوړی کړي. د چين مذهب په عمومي توګه درې اوږدې مرحلې لري:
-
د چين لرغونی دین چې د چین د اصلي اوسېدونکو دین وو. 2. د تائو یا تائوئیسم آیین چې لائوتسه په ځانګړي ډول سینګار کړ او ټولنې ته وړاندې کړ.
-
کنفوسیوس چې متمدن چین په وخت کې رامنځته شو.
په دې مقاله کې یوازې “کنفوسیوس” باندې بحث شوی چې د تمدن په زمانه کې راڅرګند شو، بې له شکه چې هغه نورې دوې دورې د چين په دینونو کې ځانګړی ځای لري چې په خپل ځای کې څيړنې ته اړتيا لري.
لکه څنګه چې یادونه وشوه، د چین زاړه دینونه او عقاید له پیل څخه تر “لائوتسه” او “کنفوسیوس” تر ظهور پورې چې د شپږمې پیړۍ پیل وو، شتون درلود، چې لومړی د ارواحو عبادت پکې وو، د بېلګې په توګه دوه نارینه او ښځینه خدایان پکې ډېر مشهور وو، د نارینه خدای نوم «شانک تي» و او دنده یې دا وه چې په دې نړۍ کې خلکو ته سزا او اجر ورکړي. ښځینه الهه د “هاتن” په نامه یادېدل، دا دوه خدایان په حقیقت کې د چینايي امپراتورانو خدایان وو.
د لرغونو چينايانو په اند په نړۍ کې دوه اصل حاکم دي: يو يې نر، مثبت يا رڼا او بل يې ښځينه يا منفي يا تياره ده، تر څو چې دا دوه مخالف قوتونه همغږي وي، د نړۍ چارې ښه ګرځي او د دې دوو قوتونو په ګډوډۍ کې نړۍ هم له خطرناکو بدلونونو سره مخ کېږي.
په روحانيزم کې، چې د چين يو له مهمو لرغونو عقيدو څخه و، د نيکونو روحونه د ماشومانو د مرستې لپاره راتلل او د هغوی د ژوند په چارو کې اغېزمن وو او روحان يې د خپل رضايت سره د عبادت او دُعا کولو لپاره جذب کول.
د پلرونو د روحونو د عبادت لپاره یو ځانګړی ترتیب مراعات کېدو، لومړی د میندو پلرونه او بیا د پلرونو د نیکونو عبادت کېږي. البته، د چين د پاچاهانو او امپراتوريانو په استثنا سره، چې د آسمان د خدای زامن او استازي وو او خلک مجبور وو چې د هغوی عبادت او اطاعت وکړي.
دغه راز په چين کې مذهبي ژوند له « Sinisme» څخه پېليږي، دغه بدوي دین د چينايانو له دود او ژوند ځانګړی دین وو. په حقیقت کې دغه دین او عقاید، د کنفوسیوس اساس او بنسټ جوړوي، یا په بل عبارت کوم اصلاحات او بدلونونه چې د چین په پخواني دین کې رامنځته شو د کنفوسیوس د رامنځته کېدو لامل وګرځېد، او لومړني او پخواني افکار یې په نوي او تازه بڼه را څرګند کړل. د دې مطلب له مخې، په لاندې برخه کې به لومړی د کنفوسیوس شخصیت وڅیړل شي او بیا به د هغه مذهبي تعلیمات تر بحث لاندې ونیول شي.
نور بیا…