لیکوال: ابو رائف

 

استعمار (دیرشمه برخه)

د افغانستان خلکو د ټولنیز ژوند د ډول بدلول

د افغانستان د استعمار او اشغال په دوران کې، استعمارکوونکو ډيرې هڅې وکړې ترڅو د افغانستان متدین ولس کلتور او د ټولنیز ژوند سبک او ډول بدل کړي او په دې برخه کې یې د پراخو او هر اړخیزو تبلیغاتو په وسیله ډيرې هڅې او هلې ځلې ترسره کړې؛ هغه مهم موارد چې استعمارکوونکو د افغانستان مسلمان ملت د ټولنیز ژوند د ډول او تګلارې د بدلولو په برخه کې مرتکب شوې، په لاندې ډول ورته اشاره کوو:

۱- د افغانستان خلکو د پوښښ د ډول او ظاهري او سنتي جامو د سبک بدلول؛

۲- د غوره بیلګې او نمونې په توګه د غربیانو د فرهنګ او د هغوی د ژوند ډول معرفي کول او له هغوی څخه په ټولو چارو کې د تقلید کولو الزام او اړتیا؛

۳- د افغانستان خلکو د اسلامي او ملي ژوند د ډول د بدلون په برخه کې د رسنیو پراخ تبلیغات او د کورنیو دودونه او فرهنګ بې ارزښته ګڼل؛

۴- د پوهنتونونو او ښوونځيو په ټولګیو کې د غربي جامو جبري کول او د هغو کسانو شړل او رټل چې له دغې چارې څخه یې سرغړونه کوله؛

۵- د تلویزیون پر مخ د «پګړۍ- لونګۍ» او «برقعې» سوځول او د دې اعلان کول چې یاد موارد د افغانستان د وروسته والي سبب دي؛ دغه پیښه په یوې رسمي غونډه کې د هغو کسانو لخوا چې ځانونه یې د بشر حقونو مدافعان بلل، ترسره شوه؛

۶- د افغان ښځو د جامو او پوښښ د نوعیت او ډول بدلول او د تلویزیون پر مخ د هغو ښځو راوستل او څرګندیدل چې پاروونکي او غیر اسلامي جامې یې پر تن وې او همدارنګه د افغان ښځو په منځ کې د دا ډول جامو د اغوستلو تبلیغات؛

۷- د انسانانو تر منځ د سوله ییز ژوند د اړتیا تر نامه لاندې د مسلمانانو او کفارو په اړیکو کې د کرکې او مخالفت له منځه وړل، په داسې حال کې چې الله تعالی عز و جل او د نبوي سیرت لارښوونې مسلمانانو ته د کفارو سره په مخالفت او عدم دوستۍ امر کوي او پر هغوی الزامي ګڼي چې کفار د دوست، همکار او ملګري په توګه غوره نکړي؛ اما استعمارکوونکو او د هغوی لاسپوڅو تل هڅه کوله چې یرغلګر د افغانانو د خواخوږو او دوستانو په توګه خلکو ته وروپیژني او د هغوی شتون توجیه او د ټولنې د اړتیا په توګه یې وښیي.

۸- د افغانستان مسلمان ولس په منځ کې د پردیو او غیر اسلامي او غیر افغاني مناسباتو، اخترونو او ځانګړو ورځو د لمانځلو لپاره په پراخه کچه تبلیغات؛ او د یو هیواد د تمدن او پرمختګ نښو په عنوان د هغوی معرفي کول، لکه د کریسمس جشن، د زیږیدو ورځ، د مور او پلار ورځ، د نوي کال جشن، د عاشقانو ورځ او…

۹- د رسنیزو تبلیغاتو او په پوهنتونونو، ښوونځیو او د ښار په عامه ځایونو او شنو سیمو کې د اختلاط فضا د رامنځته کیدلو په وسیله د ځوانانو او مخالف جنس په منځ کې د نامشروع اړیکو زیاتیدل؛

۱۰- د مسلمانانو په منځ کې د اداري فساد، رشوت اخیستلو، سود خوړلو، دوکې، تهمت او افترا او نورو شرعي محذوراتو پراخیدل او د افغانستان مسلمان ولس ته د دغو چارو عادي ښودل؛ دغه چاره په واقعیت کې د اداري فساد مبنا او سرچینه ګڼل کیدله او د افغانستان خلکو لپاره یې کاري فرصتونه او ټولنیز ژوند ډير ستونزمن کړی و په داسې توګه چې د دولتي اداراتو هر بست به په لوړ بیه پېر او پلورل کیده او کله ناکله به لویې شخړې په دې اړوند پیښیدلې، په داسې حال کې چې د اسلام سپیڅلی دین په چارو کې د روڼتیا، د رشوت په نه خوړلو، د منصب او څوکۍ نه غوښتنه، په دنده کې ژمنتیا او ریښتینولۍ او نورو نیکو چارو باندې سپارښتنه کړې.

پورته موارد د استعمار کوونکو د استعماري کړنو او ناوړه موخو یوه برخه وه چې د افغانستان خلکو د ټولنیز ژوند او کلتور د بدلولو په برخه

کې مرتکب شول.

Leave A Reply

Exit mobile version